احساسات د مقناطیس بڼه لري داسې چې خندا، خندا؛ غوصه غوصه او خپګان خپګان را پاروي.
کۀ تاسو پۀ یو چا غوصه شئ نو هغوی هم باید درباندې غوصه شي خو دا د اروایي ستونزې نښه هم ده هغوی چې د غوصې پر وړاندېبې پروا وي لۀ اروایي اړخه روغ دي او خپله د ځان ملاتړ کوي. کۀ لۀ مقابلوي غوصې وروسته زړۀ کې کرکه ساتو نو دا هم زموږ وختضایع کوي او انرژي مو بې ځایه لګیږي.
منفي احساسات لکه غوصه، خپګان، درد، بېزاري او کرکه تر ډېره منفي لاملونه لري. کۀ همغه لاملونه پۀ ذهن کې حل شي، خالي شي،کار پرې وشي او عادي شي منفي احساسات خپله لۀ منځه ځي.
د بېلګې پۀ توګه نن موږ یوه تېروتنه کړې رئیس مو چې د شکرې ناروغي هم لري پر موږ سخت غوصه کیږي ناسمې کلیمي کاروي، بد ردوایي او آن موږ پۀ ګوښه کولو ګواښي. موږ ټوله ورځ ذهن کې همدا خبرې تېروو او پۀ دې سره کرکې، خپګان او غوصې ته غذا ورکوو اوپۀ دې سره خپله احساسات پۀ ژوره توګه منفي کوو او خپله انرژي بې ځایه لګوو، کله چې انرژي تمامه شوه نو نو هره خپره بده راباندېلګیږي دننه غوصه بهر راوځي او لۀ نورو سره پر لفظي او فیزیکي شخړو بدلیږي او کۀ پر همدې مهال لۀ اړوند کس سره مخ کېږو ښایيهغۀ ته مشکل جوړ کړو او یا حمله پرې وکړو.
کۀ همدا مسله پۀ نظر کې ونیسو او اوږدمهاله نظر پرې واچوو نو پۀ اوږد مهال کې یادې نښې نورې هم ژوریږي او پۀ لاشعوري عادتونواوړي یعني هماغه کرکې چې دننه پاتې دي او هره ورځ زموږ پۀ څېره او چلند منفي اغېر کوي ورو ورو د همدې کرکو او انتقامونو لۀ املهمدیریت شوی چلند پۀ عادت اوړي او بیا موږ نۀ پوهېږو چې زموږ منفي چلند د څۀ لۀ امله دي.
کۀ غوصه، خپګان او نور منفي احساسات دې حالت ورسیږي بیا یې نو لۀ منځه وړل ارواپوه (روانشناس) ته اړتیا پیدا کوي چې ډېریکسان بیا درملو ته مخه کوي چې هېڅ سمه لاره نده هغه عقدې، کرکې او منفي احساسات خالي کېدو او عادي کېدو سره یاد مسایل لۀمنځه ځي او دا پرته لۀ ارواپوهنې ناشونې ده.
څۀ باید وشي:
۱– د غوصې پر وړاندې غوصه د ناروغۍ نښه ده نو د غوصې پر وړاندې باید عادي اوسو او فکر وکړو چې مقابل لوری مو ناروغه دی اوموږ روغ یو.
۲– د غوصه کوونکو کسانو پر وړاندې نرمښت غوصه سړوي او د همدې چلند تکرار یې یوارینۍ درملنه ده.
۳– عقدې، خپګانونه، کرکې، کینې او انتقامونه باید پۀ بښلو سره حل کړو یاني لۀ هغو خلکو چې خپه یو، کرکه ورڅخه لرو، کینه ورسره لرواو غواړو بدل ورڅخه واخلو بایذد همدا نن یې وبښو ځکه دا احساسونه لۀ یوې خوا زموږ انرژي ضایع کوي او لۀ بل لوري د غوصې، بدخلقې او تند چلند سرچینه ده.
۴– ضد، غوصه پاروونکې کړنې، کنایې باید همدا نن پرېږدو ځکه پۀ ټولنه کې د غوصې ډیوې بلې ساتي.
۵– د منفي عادتونو بدلولو لپاره باید مهالوېش جوړ کړو او هره ورځ یوه منفي چاره پرېږدو.