د انسانانو او نورو ټولو ژونديو موجوداتو حجرات په دوامداره توګه له يو شمېر تحمض کوونکو موادو يا Oxidants سره مخ دي. دا عوامل کېدای شي چې په هوا، خوړو او اوبو کې وي او يا کېدای شي چې په بدن کې د ميتابوليزم يااستقلابي فعاليت پر مهال توليد شي. دلته مهمه خبره دا ده چې د اکسدانتونو او انتي اکسدانتونو توازن وساتل شيچې د بدن مطلوب فزيولوژيک شرايط ثابت وساتي. په بدن کې له حده زيات د اکسدانتونو توليد د حجراتو د عدم توازنلامل کېږي او اکسډيټيف سټريس پيدا کوي. اکسدانتونه کولای شي چې حجروي بايوماليکولونو لکه پروتينونو، DNA او ليپيډونو ته زيان ورسوي او د مُزمنو ناروغيو خطر زيات کړي. د بېلګې په توګه په عصبي يا د زړه او رګونو پهسيستم کې بايوماليکولونو ته زيان په دې سېستم کې د مزمنو ناروغيو خطر لوړوي. په همدې ترتيب له ازادوراډيکالونو څخه رامنځته شوی اکسډيټيف سټريس دDNA د منفرد او مضاعف ځنځير د ماتېدو لامل کېږي چې له دېامله په DNA کې ډول ډول ګډوډۍ رامنځته کېږي چې دا ټول سرطان پيداکوونکي يا Carcinogenesis موارد دي.
له همدې امله د هغه اکسډيټيف سټريس د مخنيوي يا کمولو لپاره چې د ازادو راډيکالونو له امله رامنځته شوی وي، دکافي انتي اکسدانتونو مصرف ته اړتيا ده. په دې ترتيب سره خواږه او ترخه مرچ دواړه چې د انتي اکسدانتونو کافيمرکبات لري، کولای شي چې حجروي سيستمونه د اکسډيټيف سټريس له امله له زيان څخه وساتي او د مرګونوناروغيو خطر راکم کړي.
په وروستيو څو لسيزو کې د مېوه جاتو او سبزيجاتو د روغتيايي ځانګړنو د اهميت له امله او په هغوی کې د فعالوبيولوژيکي موادو د شتون له امله د هغوی په اړه په څېړنو کې ډېره لېوالتيا پيدا شوې ده او بېلابېلې مېوې او سبزۍپه ځانګړې توګه مرچ او په هغوی کې فعالو موادو باندې څېړنې شوې دي.
مرچ چې علمي نوم يې Capsicum annum دی او په Solanacea کورنۍ پورې اړوند دی، په پراخه ډول د غذا اوتُرشي په توګه د نړۍ په ډېرو هېوادونو کې کارول کېږي.
مرچ فعال بيولوژيکي مواد لکه ويټامين سي، ويټامين اِي، کيروټينايډونه، کپسيسينايډونه، او فلاونايډونه لکه اپيجنين، لوټيولين او کوِرسټين لري چې قوي انتي اکسدانتونه دي. دا اکسدانتونه کولای شي چې د انسان په عضويت کېد مضر اکسديشن عکس العملونه را کم کړي. په دې ترتيب سره شنه مرچ کولای شي چې هغه ناروغۍ چې په عضويتکې د ازادو راډيکالونو له اکسديشن څخه رامنځته کېږي، لکه د زړه او رګونو ناروغۍ، سرطانونه، نيورولوژيک يا عصبيتشوشات او نورو څخه مخنيوی وکړي.
شنه مرچ او سرطان
ډېرو څېړنو ښودلې ده چې د مېوو او سبزيو استعمال کولای شي چې د سرطاني ناروغيو څخه مخنيوی وکړي. څېړنو ښودلې ده چې په مرچو کې شته فعال بيولوژيکي مواد کولای شي چې د سرطاني پېښو مخنيوی وکړي، لکهڅنګه چې يوه څېړنه ښيي چې په مرچو کې شته کپسايسين د انتي اکسدانت ځانګړتياوو د درلودلو له امله کولای شيچې د سرطان پر ضد عمل وکړي. يوې بلې څېړنې ښودلې ده چې د مرچو اوبه د پام وړ پولي فينوليک مرکبات لري چېد سرطاني حجراتو د حملاتو او خپرېدو مخنيوی کوي. يوه بله څېړنه چې په موږکانو شوې ده ښيي چې پريتوانکپسايسين ۱۰ ملي ګرام پر يوه کيلو د موږک بدن ته تطبیق سره د رګونو د سرطان د ودې مخه نيولې وه. دا څېړنېښيي چې مرچ چې فعال بيولوژيکي مرکبات لري، کولای شي چې د سرطاني ناروغيو مخنيوی وکړي او يا يې خطر راکم کړي.
شنه مرچ او د زړه او رګونو ناروغۍ
ګڼو څېړنو ښودلې ده چې فعال غذايي مواد لکه سبزيجات او مېوه جات د زړه او رګونو د ناروغيو خطر کموي. يوهڅېړنه ښيي چې د غذايي فلاونايډونو استعمال د زړه د ناروغيو څخه د رامنځته کېدونکې مړينې سره معکوسه رابطهلري. نورې ګڼې څېړنې هم دا تائيدوي چې د شنو مرچو کارول د فعالو بيولوژيکي موادو په درلودلو سره کولای شيچې د زړه او رګونو د ناروغيو خطر راکم کړي.
شنه مرچ او عصبي تشوشات
ګڼو څېړنو ښودلې ده چې د شنو مرچو استعمال کولای شي نيورولوژيک او عصبي اختلالات را کم کړي او يا يې مخهونيسي. دا څېړنې ښيي چې شنه مرچ چې د فعالو مرکباتو درلودونکي دي، کولای شي چې له اکسډييټيف سټريسڅخه را پيدا شوې عصبي ناروغيو مخه ونيسي او يا يې خطر راکم کړي.