ایمان؛پر پاتې کیدونکي ذات تکیه کول!
شپې او ورځې تېرېدلې؛ ھرہ ورځ به د تل په څېر په خفگان او رواني حالت کې ناسته وم او خپلو پښو ته مې کتل چې د لمر وړانگې پرې لږیدلې وې، وروسته پوستکي ته ځیرہ شوم چې ھډوکي،وینه،عضلې او په لکھاوو رگونه یې داسې په ځان کې پټ کړي وو چې یو بېل ښایست یې وربښلی وو، ھغه شنه رگونه چې د وجود په ھرہ برخه کې لکه شنې ونې خپرې شوې وې او داسې ښکارېدل لکه یو پاک بوټی چې په سپینو اوبو کې تک شین څرگند شوی وي، ورو ورو مې د دې لوی خلقت په سمندر کې ځان ډوبوو او داسې پر خپل ځان حیرانه شوم چې دا څه ډول نظام زما په وجود کې واکمن شوی دئ چې ھېڅکله یې په واکمنۍ کې بدلون نه راځي او ھر څه پخپل وخت خپل کارونه په منظم ډول،بې له کمښت او ډېروالي سرته رسوي، ما ھېڅکله د خپلو سترگو قدرت ته فکر نه وو کړی چې څومرہ لرې واټن پرې لیدلی شم او څومرہ یو کوچنی څیز ځان ته لوی کولی شم؛دا ھغه څه وو چې انسانانو کلونه کلونه تېر کړل تر څو داسې وسیله جوړہ کړي چې کوچني شیان غټ وښايي، چې په یوناني ژبه کې (مایکروسکوپ) بلل کیږي، له دې وروسته انسانانو بیا خپلې شپې او ورځې سرہ یو کړې تر څو داسې وسیله جوړہ کړي چې لویې او لرې فاصلې نږدې کړي چې په ننۍ پرمختللې نړۍ کې د (تلسکوپ) په نوم یادیږي ؛ مګر تر اوسه داسې وسیله چا ندہ جوړہ کړې چې دا دواړہ خاصیتونه یوځای په ځان کې ولري، زه په دې نه پوھېدم چې دا دواړہ قدرتونه یو ځای زہ پخپلو سترگو کې لرم،افسوس د پر ما وي چې دا لوی نعمتونه مې نه لیدل،نن ھغه ورځ دہ چې باید د دې نعمتونو بښونکي سرہ آشنا شم؛ھغه څوک چې کلونه تېر شول خو یو ځل مې یې د ښیڰڼو په مقابل کې ترې مننه ونکړہ،یو ځل ورته مسکۍ نشوم،یوځل مې ترې حیا ونکړہ خو ھغه بیا ھم ھر څه راته وبښل او وبښل…
تېر عمر؛څومرہ مې په دروغجنو خوندونو تېر کړ! ھغه خوندونه او مستۍ چې حتی خاطرې یې ھم خوندورې نه وې؛ ھغه د زړہ نا آرامتیا چې د دنیا په یو امتیاز ھم هغه سکون نشو خپلولی.
زہ څه پوھېدم چې روح ھم تغذیه کیږي؛د جسم په څېر،ھغه ورځ مې حس کړ چې دا روح څومرہ وږی او تږی پاتې شوی،څومرہ ضعیف شوی آیا دا حالت به تیر شي؟ چې حتی خپله یې ھم نشم درک کولای چې څه پېښه شوې او ددې توان او جرائت نلرم چې بل چا ته دا حال بیان کړم،دا ھغه تورې شېبې وې چې د فارسي ژبې خوږ ژبی شاعر د یو څو مصرع په یاد کې مې اوښکې توېی کړې،فکر مې وکړ چې یواځې دې بیتونو زہ حس کړې یم.
سعدي شیرازي وایي:
مرا دردیست اندر دل که گر گویم زبان سوزد
وگر پنهان کنم ترسم که مغز استخوان سوزد
منجم کوکب بخت مرا از برج بیرون کن
که من از طالعم ترسم ز آهم آسمان سوزد
په ستوني مې درد شو او د اوښکو لپه مې په سترگو کې پاتې شوہ؛ ناڅاپي د باران څاڅکي ته متوجې شوم،عجیب غوندې احساس مې وکړ چې دا نو څنگه لږ مخکی د لمر وړانگو ھر څه ته غېږہ ورکړی وہ او داسې زر وڅڅېدې؟ په دې وخت کې مې ھغه خوب ذھن ته راغلو چې څو ورځې مخکې مې لیدلی وو او داسې د خوشحالۍ پړك یې زما په زړہ کې ځلولی وو چې تر څو ورځو یی سکون راکړ.
خوب مې داسې وو:په شنه بڼ کې واړہ واړہ قدمونه اخلم او د طبیعت له ښایسته بویونو څخه خوند اخلم ،ددې لپارہ چې فضا نورہ ھم خوندورہ کړم سترگې مې پټې کړې او ساہ مې واخیسته ، پدې وخت کې د باران یو څاڅکی زما په سترگو راولوېده ،سترگې یې راته خلاصې کړې له شا نه یو چا غږ راباندې وکړ: << باران د خدای ﷻرحمت دی،خدای به پر تا رحم وکړي ، ته ددې رحمت څاڅکو د نیولو لپارہ لمن ونیسه<< ، سر مې په سجدہ کېښود او ټولې دنیا ته مې شا کړہ د لوی ذات نومونه مې په سلگیو کې اخیستل؛د خداې پر لمنې مې ځان اچولی وو او زړہ مې ښه ورته خالي کړ او ھر یو صفت مې چې په زړہ کې ورته ساتلی وو ھغه څه چې په ذات کې یې ول ورته ویل مې، د ھر نوم په اخیستلو سرہ یې زما د زړہ ستنې د قفس څخه راوتلې او د وجود ھر تار مې کلک ودرېد،پام مې شو چې څومرہ زہ په ذکر کې تیزہ او سخته کیږم ھمدومرہ د باران څاڅکي تېز او کلک پر ځمکه لویږي
الله أکبر! رب مې څومرہ لوی دی! په څو شیبو کې یې ړنڰه او ورانه دنیا راته جوړہ کړہ.
روح مې د خدای په ذکر تغذیه کړ او ھغه تور شوی روح له بدن څخه جلا شو، ڰلونه وغوړېدل،تورې پردې د دېوال پر کونجونو مېخ شوې،د لمر وړانگو ته اجازہ ورکړل شوہ،زړہ مې ژوندی شو،مینه،مھرباني او خواخوږي مې د سترگو تور شول او پوہ شوم چې ریښتنی ژوند په پاکه عقیدہ او کلک ایمان کې دی.
ھې ته پوھیږې؟ په دې ورځو کې مې داسې احساس درلوده لکه د اوږو دروند پېټی مې چې بل چا اخیستی وي؛دا سپکوالی ډیر خوندور دی،دا دروند پېټی دې پر ځمکه وغورځوہ او اېمان واخله!
په دې پوہ شئ چې الله ﷻ ھېڅکله خپل بندہ په تورو کندو کې یواځې نه پریږدي ھرومرو له یوه سوري څخه روښنایي درلیږي؛مګر دا پر تاسو پورې اړه لري چې څومرہ د خپلې کندې سوري په سختو خټو پټوئ
شمس،مولانا رومي ته چې خطاب یې ورته کړی وو: <<دا دردونه څنگه کیږي؟>>، څه ښه یې ورته ویلي:<< روښنایي د ھمدې ځای څخه د ننه کیږي>> ، تاسې ته په کار دہ چې په تورو شېبو او په کلکو زړونو خدای ﷻ پیدا کړئ؛خدای ﷻ ستاسې په زړونو کې دئ ، خدای ﷻ! ھغه څوک یې پیدا کولی شي چې پسې گرځي، دا رنځ تاسې ته حتماً ګنج درکوي،فکر مه کړئ چې خدای به تاسې وروسته له لارښوود څخه پریږدي؛ځکه زہ یې تجربه کوم،خوب مې ولید چې بیا په ھمغه باغ کې یم او دا ځل مې پلرنی نیکه ھم ھملته وو او زہ د ھغې نړۍ په اړہ پوښتنه ترې کوم چې څرنگه ځای دئ هغه راته وویل:<< راشه تاته مې ھم ځای آمادہ کړی<> په دې وخت کې مې ناڅاپه بیا ھغه آشنا غږ د غوږو تر پردې تېر شو چې ویل یې :<<بس دي که نور ھم درکړم؟>>، دا ھغه نعمتونه دي چې خدای ﷻپه یو ځل ورگرځېدلو کې ماته راکړل.
اوس ښه پوھېږم چې اېمان په خپله ژوند دئ
دې داستان ته به د فارسي ژبې په دغه خوږو بیتونو سره د پای ټکی !
رومي صاحب (زما د خوښې شاعر) وایې:
>>آزمودم دل خود را به ھزاران شیوہ ۔ ھیچ چیز به جز از وصل تو خشنود نکرد<<
پای!