کله چې پلار او مور غواړي اولادونه یې ښه وروزل شي، ښه انسان ترې جوړ شي لومړی باید دوی دا ټول ښه کارونه ترسره کړي کوم چې دوی یې له خپلو اولادونو (لوڼو او زامنو )تمه لري ځکه مور او پلار چې له ماشومانو څه تمه لري هغه نه جوړېږي بلکې هغه ترې جوړېږي کوم چې مور او پلار یې دي.
دلته د ماشوم او کورنۍ د اړیکو په اړه به څو ټکو ته اشاره وکړو.
۱- مور او پلار تل له ماشومان یې دا تمه لري چې دوی دې ښه نیک عمله انسان شي او د خدای په لاره سم روان وي، تل دې عبادت وکړي،دلته په کار ده چې همدا مور او پلار دې هره ورځ، هره اونۍ یا په میاشت کې یو ځل د قران تلاوت وکړي چې ماشومان یې له دوی زدهکړي او همداسې قران او تلاوت سره بلد شي او عادت واخلي، دوی چې دا کار پخپله ونکړي ماشوم ورسره نشي اموخته کولای.
۲- په ځینو کورنیو کې د مطالعې عادت نشته، د کورنۍ غړي د ماشومانو مخ ته مطالعه نه کوي او پر ځای یې فلمونه او سریالونه ګوري اوله خپلو بچو ته به دا وایي چې دوی دې مطالعه سره شوق ولري کتابونه لیکنې او…ولولي دوی خپله (کورنۍ) به د کتاب مخه نه خلاصويخو بچو ته به تل وایي :درس ووایه /کتابونه، لیکنې او …ولوله بیا به خپل وخت عبس تیروي
بې خبره له دې چې دې وخت کې چې ته دوی ته ښه ممثل نه یې او ماشوم دې د مطالعې پر ځای فلم او سریال سره مینه پیدا کوي اومطالعه ترې هیره وي.
۳- کله چې مور او پلار غواړي چې بچي یې د خلکو په مینځ کې ښه جرأت ولري /خبرې وکړي لومړه باید خپله با جرأته او ټولنیز اوسي په کورکې ماشوم ته ښې خبرې ور زده کړي، د خبرو کولو چل ور وښیي چې مجلس، کور او ښوونځي کې څه ډول خبرې وکړي ،نه دا چې خپله به په مجلس کې یو ټکی خبرې نشي کولای او پرته له هڅونې دا هیله به له بچو ولري چې دوی دې د اور بڅرکي واوسي او له خولې یې اور باد شي او ښه په جرأت سره په هر مجلس کې خبرې وکړي .
۴-کله چې غواړي بچیان یې ښه اعتماد پر نفس ولري لومړی باید خپله داسې وي او وروسته خپله(مور او پلار) له دوی نه ملاتړ وکړي په خاصه توګه ؛ کله چې غواړي یو مثبت کار ترسره کړي ،
نه دا چې یو ځوان خپلې کورنۍ ته ووایي : دا کار کوم، غواړم دا کار ترسره کړم ،دا کار پیلوم، او کورنۍ یې ورته ووایې چې
ته یې نشې کولای ،ته یې وړتیا نلرې،موږ پرتا باور نه لرو چې دا کار به وکړې .
یا هم د خلکو په مخکې یې په ناحقه ورټې،ښکنځل ورته وکړې او دا فکر به وکړې چې شاید په دې کار (رټلو) به ښه ښکارم او مخاطب کس (په مجلس کې دی)به وایي چې څه ښه سیاستي سړی/ښځه ده، څومره غوسه ناک/غوسه ناکه ده.
څه ښه اولادونه یې ترې ډاریږي.
خو له دې خبر نه دي چې دا کار یې د ارواپوهنې له اړخه څومره بد اغېز په اولاد یې کوي .
دلته لازمه ده چې خپل بچې د نورو په مخ مې مه رټۍ، مقایسوي چلند ورسره مه کوئ.
۵-دا چې مور او پلار غواړې اولادونه یې ښه ځیرکان وي، د ښوونځي په درسونو کې دې ښه لایقه وي.
لومړی باید دوی د درسونو په برخه کې ورسره مرسته وکړې ،وروسته د خلکو تر مخه یې ونازوې او ویې هڅوې چې دا بچې مې نام خدا /ماشاءالله ډېره تکړه او لایقه دی، خپل سبق ډې په شوق لولي او تل ښه کارونه ترسره کوي، د دې راتلونکي ته موږ ډېر خوشبینه یو چې ترېیو ښه انسان به جوړ شي، دلته ماشوم جرأت اخلي او ښه احساس پیدا کوي او همدا احساس یې هڅوي چې ښه شخص ترې جوړشي.
۶-کله چې غواړې بچي مو ښه راز داره وي ،دروغ ونه وایي ،
دا کار لومړی خپله له کورنۍ نه پیل کړئ او وروسته له نورو سره ریښتیني اوسئ چې بچې مو له تاسې زده کړي
که بچی خپل راز مور یا پلار ته بیان کړي دوی یې باید راز وساتي او له نورو سره یې شریک نه کړي.
مثلاً: بچي مور خپل یو راز وایي مور سمدستي پرې غوسه شي او ووایي چې ته صبر پلار دې راشي زه خو ورته وایم چې فلاني بچي دې داسې یو کار او ته ترې بې خبره یې.
دا ځای دی چې بیا اولاد خپل راز ،د زړه خبره،ستونزې خپلې مور یا پلار ته نشي ویلی ځکه چې تل په دې فکر مې وي چې د راز ویلوڅوک نلري یا کور کې د کورنۍ تر مینځ د خبرو راز ویلو معصونیت نلري، نو ځکه اولاد په دورغ اموخته کیږي، نه د چا راز ساتلی شي نه ریښتیا خبره کوي .
* په پای کې …
یوه کورنۍ کې مور او پلار د اولادونو په تربیت کې باید همغږي واوسي کله چې پلار کومه خبره وکړه که ښه وه یا بده د اولادونو په مخه کې یې د پلار خبرې باید مور هم تأییدې کړي، که خبرې ښې وې خو ښه ده او که خبره یې ښه نه وه وروسته دې ورته ووایي چې :د ماشومانو پلاره (یایې نوم واخلي) ګرانه په دې ورځ دغه خبره دې چې وکړه په دغه دلیل غلطه وه او باید داسې دې ویلي وای .
یا هم ددې برعکس که مور کومه خبره وکړي همغه وخت باید پلار هم ورسره ومني ونه وایي چې ته په غلطه یې مه یو بل د ماشومان په مخکې ملامت کړي
دلته ده چې لومړی خپله مور او پلار په خبرو کې سره جوړ نراځي له دې خبرو او ملامتولو یې جنګونه جوړېږي او تل ماشوم په کورکې وينو د دوی د جنګ نه به اولاد یې څه زده کړي، ځکه د ماشوم لومړۍ مدرسه کور او د مور غېږه ده.
نو دې مدرسې یا ښوونځي کې چې داسې بد حال وي بچې هم همداسې بدخلقه راځي او له وروسته اولادونه چې څه وغواړي همغه کار په خپل زړه او د کورنۍ له مشورې پرته کوي او دا فکر کوي چې که غلط کار مې وکړ هم دوی ایله خپل جنګ به کوي زما د کار پایلې ته به نه ګوري، که ښه کار هم وکړم څوک نشته چې ما تشویق کړي، نو دلته ده چې بیا کورنۍ د تربیت په برخه کې پاتې راځي او له اولاد یې د ښه انسان پر ځای بد انسان جوړېږي چې بیا د دې(بد) انسان رغول بیا ناشونی او ستونزمن کار دی.