پوهاند رسول باوري

نوم: محمد رسول
تخلص: باوري
د زېږېدو کال: ١٣٣٦ل.
د زېږېدو ځای: دهراوت اولسوالي- روزګان
د کورنۍ غړي: (مېرمن، دوه زامن، یوه لور)
لوړي زده‌کړي:
• ١٣٦٢-١٣٦٤ل. _ په تاریخ کي ماسټري- کابل پوهنتون
• ١٣٥٤-١٣٥٨ل. _ په تاریخ کي لیسانس– کابل پوهنتون
• ١٣٤٢-١٣٥٤ل. _ بکلوريا – سیدال خان لېسه – روزګان
دندي:
• ١٣٩٥ل. _ له ٢٨ جدي څخه، بيا تر ۱۴۰۰ل. د حمل تر دوولسمي پوري د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت فرهنګي معین او سرپرست.
• ١٣٩٤ل. _ د کابل پوهنتون د لرغونپوهني د څانګي استاد
• ١٣٩١-١٣٩٤ل. _ د شیخ زاهد پوهنتون رئیس- خوست ولایت
• ١٣٨٩-١٣٩١ل. _ د کابل پوهنتون د لرغونپوهني په څانګه کي بیا تقرر
• ١٣٨٨-١٣٨٩ل. _ د وزارت معارف د نصاب ادارې د تاریخ د برخي رئیس
• ١٣٨٣-١٣٨٧ل. _ د هالنډ د ګروننګین دولتي پوهنتون استاد
• ١٣٧٧ل. _ هند ته مهاجرت
• ١٣٦٠-١٣٧٦ل. _ د کابل پوهنتون، د اجتماعي علومو پوهنځي، د لرغون پوهني د څانګي استاد
پوهاند محمد رسول باوري د لوړو زده‌کړو وزارت د لوایحو او مقرراتو سره سم له پوهیالی علمي رتبې څخه تر پوهاند علمي رتبې پوري رسېدلی دئ.
چاپي آثار:
1. د روښانيانو غورځنګ (د ليسانس دورې مونوګراف) ١٣٥٨ش.
2. اُصول و تحقيقات باستانشناسى، کابل پوهنتون، ١٣٦١ل.
3. باستانشناسى کشورهاى همجوار، کابل پوهنتون، ١٣٦٤ل.
4. باستانشناسى شرق ميانه، کابل پوهنتون، ١٣٦٥ل.
5. اُصول ترميم و بازسازى اثار باستانى، کابل پوهنتون، ١٣٦٦ل.
6. افغانستان در عهد باستان، مطبعه دولتى، ١٣٦٧ل.
7. باستانشناسى ساحوى (اُصول حفريات)، کابل پوهنتون، ١٣٦٨ل.
8. لرغونپوهنه، پرنسيپونه او مېتودونه، ملي موزيم ، ١٣٦٩ل.
9. باستانشناسى مدنيتهاى اوليه افغانستان،
10. موزيم شناسى و سير موزيم ها در افغانستان، دسپک خپرندويه ټولنه، ١٣٧٤ل.
11. لرغنپوهنه، عملي لاري چاري، د افغانستان د کلتوري ودي ټولنه، ١٣٨١ل.
12. Outline of Archaeology in Afghanistan. 1999. Assen: Nederland
13. Samenwerken in Drenthe.2003. Assen: Nederland Archaeologie
14. موزيم پوهنه او په افغانستان کي د موزيمونو لوړي ژوري، د افغانستان د کلتوري ودي ټولنه، ١٣٨٦ل.
15. لرغونى افغانستان، د ميدان وردګ ولايت د ليکوالو په نوښت، د مڼې ګل مشاعرې په وياړ، ١٣٨٨ل.
16. لرغونې نړۍ(د مقالو ټولګه)، د پکتیا پېژندني سیمینار په مناسبت، ١٣٨٩ل.
17. په افغانستان او ګاونډيو هيوادونو کي نړيوال کلتوري ميراثونه، د افغانستان د علومو اکاډمی.
18. د لرغپوهني بنسټونه، د نشراتو ریاست، لوړو‌ زده‌کړو وزارت، ١٣٩٢ل.
19. د افغانستان د تاريخ پنځوس پاڼي، د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت، ١٣٩٢ل.
او وروستی اثر چي پوهاند صاحب ئې چاپي بڼه ونه لیده، باستان شناسی عصر فلزات، مدنيت های اوليه افغانستان ۱۴۰۰ل.
• تر ٣٠٠ ډېري مقالې چي په هیواد کي او تر هیواد دباندي نشریو او ویبپاڼو کي خپرې سوي دي.
• در بيش از ١٠٠ سيمنارهاى علمى اشتراک کرده. تر ۱۰۰ په ډېرو سیمینارونو کي ګډون
• په ۱۳۶۵ل. کال کي ئې د محمود طرزي مډال تر لاسه کړی دئ.
Scroll to Top