د لټۍ ارواپوهنه (ناچاپ کتاب) / اوومه برخه

دویم ګام اخیستل

تر دې دمه مو لټۍ سره د مبارزې دغه طریقې لوستې دي:

  1. د کوترې جاله جوړول
  2. د وچې غوښې طریقه
  3. لومړی ګام اخیستل
  4. د پنځو دقیقو پلان
  5. (لومړی سخت کار) طریقه
  6. د تلې (ترازو) طریقه
  7. یادښتونه لیکل
  8. ځان سره غږېدل
  9. خپل غږ ثبتول
  10. ملګرو سره غږېدل
  11. د بیاکتنې طریقه
  12. دعا او عبادت

تر دې دمه مو د ستونزو څلور لیستونه او ورته دولس حل لارې لوستې دي او د دومره امکاناتو په لیدو به حیران شوي یئ. ښايي له د هرې ستونزې لپاره به له هرې حل لارې ګټه اخیستل وغواړئ. که داسې وکړئ، نو لکه په بې مهاره آس چې سپاره یئ او آس په خپل سر او خپله خوښه روان وي.

دا تېرونه مه کوئ. ددې پر ځای د خپلو موضوعاتو یو لیست ساز کړئ او پيل ترې وکړئ. پيل له آسانه ستونزو وکړئ: مثلاً د موټر موبلایل بدلول، لیک لېږل، اړیکه نیول…دا هغه کارونه دي چې سبا ته درنه پاتې کېږي. په دې لیست کې مو چې یوه ستونزه وټاکله، نورې د لنډ وخت لپاره پرېږدئ. یوه پاڼه را واخلئ، هره ستونزه مو چې وټاکله هغه پرې ولیکئ. دا کار مو ذهناً او روحاً ډېر چمتو کوي. اوس باید یوه شخصي ستونزه حل کړئ. هوډ مو هم قوي کړی دی، اوس باید خپل پلان عملي کړئ.

لومړی د کوترې جاله طریقه وکاروئ. پلان په پاڼه ولیکئ. بیا خپلې ستونزې ته په کتو، دا وګورئ چې له کومې وسیلې کار اخیستل غوره دي. حل لاره مو باید ستونزې سره برابره وي. مثلاً د موټر تېل بدلولو لپاره ۸، ۹ یا ۱۲ طریقه اړینه نه ده.

خو خپل ټاکلی پلان بشپړ کړئ. کوم کار مو چې ټاکلی، هغه پوره کړئ، بیا بلې ستونزې ته لاړ شئ. د کار په پوره کېدو که مو د خوشالۍ لږ احساس هم وکړ، ګټه ترې واخلئ.

اوس خپل لیست وګورئ، لومړیتوب ته پام وکړئ. له خپلو څلور لیستونو یوه موضوع وټاکئ او د ضرب نښه ورسره وکړئ. بیا هرې یوې ټاکل شوې موضوع ته یوه نېټه وټاکئ. که د کار پوره کېدو نېټه نه شئ ټاکلی، د پيل نېټه یې وټاکئ او که دغه نېټه د نن ورځ وي، نو بیخي ښه ده.

درېیم ګام: د ماتې وېره ختمول

 

  • آیا داسې احساس شته چې د لټۍ لامل شي؟

هو، زیاتره وخت وېره د لټۍ تر ټولو ستر لامل وي. موږ زیاتره وخت مهم کارونه ځنډوو. البته ددې مهمو کارونو او ځینو نورو عادي کارونو ترمنځ باید توپیر وي، مثلاً موټر مینځل، چمن اوبه کول او نور… .

  • د څه شي وېره؟

د ماتې وېره، د رسوا کېدو وېره، د خلکو د خندا وېره، د نابلده شیانو وېره، د کارونو د نیمګړتیا وېره، د تقابل وېره، د خطر وېره، حتی د بریالیتوب وېره. دا یې ځينې مهم بېلګې دي.

  • کومه یوه په کې ډېره عامه ده؟

د ماتې وېره. دا اندېښنه چې کار به ګني نتیجه ور نه کړي و په اخره کې به تاسې او نور خلک پوه شي چې بریالي شوي نه یئ. زیاتره خلک د همدغه اندېښنې له امله کار نه شي کولای او بې حرکته کېږي.

  • خو دا اندېښنه دلیل هم لري. که تاسې ګورئ چې په یوه کار کې د ناکامۍ خطر شته، نو نور خلک څنګه رټئ چې له دې کاره ولې وېرېږي؟

دا سهي ده، خو دا فکر په یوه ځل ناکامۍ انسان له غورځوي، یعنې زموږ چلند داسې وي چې له ټوله کاره مو وباسي. ناکامي نه شرم نه دی او نه په دې معنا ده چې فرصتونه ګني د تل لپاره له ګوتو ووتل. دا یوه لنډمهالې دمه ده او بس. که چېرې ماتې او ناکامۍ ته له همدې زاویې وګورئ، نو روحیه به مو لوړه وي، ژوند ته به خوشبینه یئ او غړۍ به دنګه وي.

اصلاً که دغه ناکامېدل یا په یوه کار کې نه بریالي کېدل تل ستونزه نه وي، بلکې ځينې وخت درته ګټه هم رسوي. له ماتې د ځان په ګټه هم کار اخیستلی شئ.

  • یوه شېبه! موږ پوهېږوو چې ځینې خلک د ماتې په اړه بې ځایه حساسیت ښيي. خو دا هسې خبره ده چې ماته ګټه لري. موږ په داسې ټولنه کې اوسېږو چې بریالیتوب ته ډېر زیات ارزښت ورګوي. موږ بریالي او ګټوني ستایو، مات شوي او ناکامان نه ستایو. موږ ماته نه نمانځو، بریا نمانځو. د وینس لومباردي خبره ده چې: (بریالیتوب یوازې موخه ده، اصلي موخه نه ده.) بریالیتوب د ژوند موضوع ده.

زه به ستاسې دا وروستۍ خبره وغځوم. بریالیتوب د ژوند موضوع ده، خو په دې شرط چې سم تعریف شي. بریالیتوب دا نه دی چې انسان دې مات نه شي، بلکې بریالیتوب نهايي هدف ته رسېدل دي. بریالیتوب دا دی چې انسان په ټوله سیالۍ کې بریالی شي، نه د میدان په یوه څنډه کې. لومباردي هم ماتو سره بلد و. دده قوي ټيم ۳۹ ځل ماته خوړلې وه. ډېرو لوبغاړو يې ځینې حرکتونه نه شول کولای، خو مهم یې ګډ بریالیتوب و، نو موږ دا ویلی شو چې د ناکامي د بریا بنسټ دی.

البته که داسې ووایو چې ماته د بري بنسټ نه، بلکې د بري یوه برخه ده، هم خبره به بده نه وي. هره ماته یو سبق دی یا ترې یو سبق اخیستل کېدای شي او دا کار هله کېږي چې موږ یې وغواړو. د ګلف د مشهور لوبغاړي ټام واټسن په وینا: (په بایلات د بریالیتوب لاره موندلای شئ.) که ماته مو وخوړه، خپلې نیمګړتیاوې موندلای شو او د راتلونکي لارې سازولای شو.

زما اوس هم د ماشومتوب هغه ورځ یاده ده چې د رنګ لوټه مې د ناستې د کوټې په قالینې واړوله. پلار مې راسره په رنګ پاکولو کې مرسته کوله، راته یې ویل: (که دې له خپلو تېروتنو سبق واخیست، نو ستونزه بې معنا کېږي.) زه د هغې ورځې له کوچنۍ ستونزې اوس هم ګټه اخلم. اوس هم چې د رنګ لوټه را اخلم، د پلار هغه خبره را یادېږي او ډېر زیات احتیاط ورسره کوم.

که پر دې پوه شوئ چې له ماتې او ناکامۍ سبق اخیستی شئ، نو د خطر منلو تمایل هم در کې ډېرېږي او وېره پخپله کمزورې کېږي.

د ماتې له خطر سره سم چلند د ودې نښه ده. ګیل شیهي د خپلو پلټنو په لړ کې دې پایلې ته رسېدلې ده، کوم خلک چې دا ځانګړنې لري، دوی له خطر او بې اطمینانۍ سره د مخ کېدو پر وخت څلورو شیانو ته پناه وړي:

  1. ډېره خواري
  2. ملګري
  3. د پېښې مثبتو اړخونو ته پام
  4. خدای/ عبادت

بل خو بیا ګیل شیهي دې پایلې ته رسېدلې چې د ټيټې کچې خلک چې د ژوند له سختیو سره مخ شي، بل ډول غبرګون ښيي.

  • نشې کوي
  • خوراک ډېروي
  • داسې ښيي چې ستونزه نه لري
  • د خیال او وهم نړۍ ته ورځي

موږ چې څه وویل، هغو ټولو ته په پام، دا څلور واړه موارد د لټۍ لارې دي او د رغنده اقدام مخه نیسي.

ګیل شیهي دې پایلې ته ورسېده چې نږدې نیم بریالي خلک د ژوند په بېلابېلو برخو کې ناکام شوي دي، خو غبرګون د ټولو یو ډول و: (دوی ټول پوه شوي وو چې ماته خوړل، ګټوره تجربه ده، ټول خلک له دې ماتو د خپل نهايي بریالیتوب لپاره ګټه اخلي.) ګیل شیهي وايي: (که پوه شو چې ماته مو په بریالیتوب تېره کړې ده، نو راتلونکو خطرونو او ګواښونو سره د مبارزې وسله مو ترلاسه کړه.)

  • ډېر ښه، زه دا منم چې له ماتې سبق اخیستی شو او که له یې ماتې په بریالیتوب ووځو، روحیه مو ښه کېږي. نور څه هم شته؟

هو ماته ګټه لري. زیاتره وخت بریالیتوب ستاسې له هڅې سره متناسب وي. څومره چې خواري ډېره کوئ، څومره چې ماته ډېره خورئ، هومره به بریا ډېره وي.

  • دا موضوع راته لږه تشریح کولای شئ؟

مثلاً ستاسې په کسب کې پېرودونکو سره اړیکو ته اړتیا ده. عاید مو په خرڅلاو پورې اړه لري. تېرې شمېرې چې ګورئ، پر دې پوهېږئ چې په اوسط ډول پنځو پېرودونکو سره اړیکه ونیسئ، یو یې درنه سودا کوي. که تاسې چېرې داسې کار وکړئ چې ستاسې د ګټې دا نسبت ورسره لوړ شي، نو ښه خبره ده. خو که تاسې د خرڅلاو له ښو لارو چارو پرته، که یوازې اړیکې ډېرې کړئ، هم خرڅلاو زیاتولای شئ. یعنې څومره چې ډېر زنګونه وهئ، هومره به ډېر خلک له تاسې سودا نه کوي، خو همدومره به مو ورسره خرڅلاو هم زیاتېږي. که په پنځو کې یو وي، نو په لسو کې به دوه وي. که د اونۍ پنځه ورځې کار کوئ، هره ورځ یوه اړیکه زیاته ونیسئ، نو په دې معنا چې اونۍ کې به مو یو خرڅلاو زیات وي. دا هره اړیکه د ناکامیو د شمېر د لوړېدو پرځای، تاسې ته د بریالیتوب یو فرصت دی، په خرڅلاو کې هره ماته، تاسې یو بل خرڅلاو ته نږدې کوي.

کوم خلک چې په خرڅلاو کې خپله فیصدي (کمېشن) اخلي، هغوی همدا طریقه کاروي، که داسې ونه کړي، خرڅلاو به یې ځای پر ځای ودرېږي. اپوټه، که یو انسان خپله ټوله هڅه وکړي او بیا هم د خرڅلاو په یوه پلان کې ناکام شي، نو پر دې پوهېږي چې خپله هڅه یې کړې ده او بریالیتوب ته یو ګام نږدې شوی دی.

بله بېلګه درته وایم. مثلاً د کرېکټ لوبغاړی دی. په هر درېیو بالونو کې یو وهي. یعنې په هرو درېیو بالونو کې دوه مېس کوي. نو تاسې څه وایئ چې ددې دوه بالونو مېس کېدو له امله باید بیخي لوبه پرېږدي؟ نه، بالکل نه! زیاتره لټان همدا پلمه نیسي. د نه بریالیتوب په پلمه خپلې هڅې ځنډوي او دې ته ګوري چې د بریالیتوب په صورت کې خپلې ټولې ماتې بېرته جبرانولای شي.

  • یعنې ستاسې موخه دا ده چې د ماتې هرکلی دې وشي؟

نه داسې نه وایم. هدف تل بریالیتوب دی، خو له ماتې دومره مه وېرېږئ چې له حرکته ولوېږئ. وګورئ، د بریالیتوب امکان مو وسنجوئ او که چېرې مو دا ارزونه له واقعیت سره نږدې وه، حتی د ماتې د امکان په صورت کې هم اقدام وړئ. مهمه دا ده چې حرکت وکړئ او ځای پر ځای پاتې نه شئ.

ابرهم مازلو مشهور ارواپوه دی، دی یوې پېښې ته په اشارې دغه موضوع روښانه کوي. مازلو له یوه هنرمند سره غږېږي او هغه (حقیقي هنرمند، حقیقي کاریګر او حقیقي بریالی) ګڼي، وایي:

زما پر مېرمنې (برتا) یې ټینګار کاوه چې مجسمه جوړونې ته دې دوام ورکړي، برتا به یې هر ټینګار ته یوه پلمه کوله، خو هغه ترې لاس نه اخیست. ویل به یې: (د هنرمندېدو یوازینۍ لاره ده چې کار وکړې، کار وکړې او کار وکړې.) هغه به نظم، دسپلین، کار او خوارۍ ته ارزښت ورکاوه. ویل به یې په لرګي، تېږي او خټو کار وکړئ و که کار مو ګټه در ونه رسوله ایسته یې وغورځوئ. له خوشې کېناستو دا کار ښه دی. دې هنرمندان به داسې نوی شاګرد نه نیوه چې کلونه کلونه تمرین کول به یې منل. برتا ته به يې ویل چې د سهار له چایو سمدستي وروسته کار پیل کړه. ویل به یې د داسې کاریګر په څېر کار باید اوشي چې استاد یې سخت ګیره وي او که چېرې د ورځې په اخر کې کاریګر سم کار نه وي کړي له کاره یې شړي.

Scroll to Top