په ورځني ژوند کې د پرمختګ لپاره 10مهم ګامونه_ صفیه کوچۍ

پرمختگ یا ټاکل شوې موخې ته رسیدل؛د ھر انسان یو فطري غریزہ دہ چې په ژوند کې یې ترلاسه کړ‎ي! خو مرکزي رول د ھغه کس دہ چې موخې یې معلومې ، نوښت او خوځښت یې عادت گرځیدلې وي ، په کړنو کې تل مثبت اړخ څيړي،د ماتیې سرہ سرہ بیا ھم دریږ‎ي او مبارزہ کوي تر ھغه چې وجدان یې تسلي نه وي ورکړ‎ې په ژوند کې د هېڅ ډول ستونزې په مقابل کې گونډې نه وھي،د ژوند ھر گام ډېره زړورتیا او ځیرکتیا سره پورته کوي
د پرمختګ لپاره لس مهم ګامونه:
1- خپل ژوند ته پخپله خوند او رنگ وبښئ!
په ورځني ژوند کې تر ټولو مھم او لومړ‎ی گام د پرمختگ پر لوري موخې او ھدفونه ټاکل او په ډاڰه کول دي؛ له کوچنیو موخو څخه یې پیل او تر لویو موخو رسېدو پورې ادامه ورکړ‎ئ. موخه ټاکل زمونږ‎د تګ لوری معلوموي چې څنګه؟ کله؟ او چیرته؟ خپل گام کیږ‎دو!
موخه ټاکل په ژوند کې یو تأثیر لرونکي جنبه لري؛ځکه د ټولو ژوند په موخو راڅرخیږ‎ۍ؛حتی کوچني شیان چې مونږ‎ او تاسې ته یو عادي څیز دي گواکي ھېڅ گټه او تاوان نلري خو په حقیقت کې د ھغه په خلقت کې ھم لوی لوی ھدفونه دي که چیرې پلټنې وکړ‎و نو خامخا حقیقت ته رسیږ‎و.
2- ځانته ځانګړې موخې وټاکئ!
همدا اوس یو کاغذ او قلم راوخلئ؛ خپلې موخې د پاڼې پر مخ قطار کړ‎ئ؛حتی ھغه موخې چې تاسې په تیر ژوند کې لاس ترې مینځلی وو!
د موخو له ټاکلو وروسته کوم خنډونه چې ستاسې ھیلو او ارمانونو ته د رسېدو مخه نیولې وه د ھمغه موخو مخ ته یې د خپلې کتابچې په پاڼه ولیکئ او وگورئ چې څومرہ کولای شئ د خپلو ھیلو لاسته راوړ‎لو لپارہ وجنگیږ‎ئ؟ هېڅکله دا ټکی مه هېروئ ؛ په ژوند کې هره ناشونې شونې ده، په هره تیاره پسې رڼا ، په هره هڅه او زیار پسې ښه پایله او ھر څه د حل لارہ لري که ژر ونشو وروسته حتماً کیږ‎ي ، هېڅکله اجازہ ورنکړ‎ئ چې د ماتیې غشي ستاسې د ملا تیر مات کړ‎ي ، تل د ستونزو پر وړ‎اندې خپل ډال وگرځئ او ھسك ودریږ‎ئ!
3- له ټاکلو موخو سره د عمل ډګر ته ودانګئ!
کله مو چې موخې معلومې کړ‎ې؛ اوس وخت ددې رارسېدلی دئ چې عملي ډڰر ته قدم کیږ‎دئ ؛ داسې خیال وکړ‎ئ چې د جنگ ډگر ته د حرکت په حال کې یئ‎ زغرہ(ھدف او لاسته راوړ‎ل) مو په ځان کې دہ، اوس نو تاسې ته په کار دہ چې د ستونزو په مقابل کې داسې شمشیر وجنگوئ چې دښمن مو د یو ځل شمشیر پورته کولو جرأت ھم ونلري؛پر ځان دا باور ولرئ او ډاډمن اوسئ چې “زہ دا کار کولی شم”. په خپل ځان اعتماد او باور بدن ته مثبته انرژي او روح ته سکون بښل دي؛ھېڅ انسان د استعدادونه څخه خالي ندئ ھر څوک په خپل ځان کې پټې د وړتیاوو ډکې خزانې لري؛ځیني تر گورہ دا خزانې له ځان سرہ وړ‎ي او ځینې عقل کټماله کړ‎ي.
خپل ځان ته په خپله د ھیلو او پرمختګ ماڼۍ جوړ‎ہ کړ‎ئ او د حقیقت جامه ور واغوندئ.پرمختڰ باید خپل مسوؤلیت وڰڼې؛ځکه خدای (ج) انسان دنیا ته د خلافت او امارت لپاره رالیږ‎لی دئ ،ژوند یواځې خوراك،څښاك او خوب کړ‎ل ندي؛باید دنیا او ځان آباد کړ‎ئ،پر خپل ذھن او فکر کار وکړ‎ئ باید دومره بدلون وکړ‎ئ چې یواځې ستاسې په قدم اېښودلو کې ھغه مکان،خلک او روحونه تغییر شي!

4- تل مثبت فکر وکړئ
په ژوند کې په ھر څه نېک گمان وکړئ؛ستاسې عقل او عمل دواړ‎ہ ستاسې ډیر کلک او پخواني ملگري دي؛څه چې عقل وایي عمل یې په حقیقت بدلوي، تل مثبت فکر وکړئ تر څو مثبتې پایلې لاسته راوړ‎ئ. په ورځني ژوند کې د منفي او لنډ فکر پرېکړو څخه ډډہ وکړ‎ئ؛ یواځې د پښو قدم مه گورئ! تل ھغه اخري ټکي(موخې) ته ځیر پاتې شئ چې غواړ‎ئ لاسته یې راوړ‎ئ
5- په کوچنیو بریاوو بسنه مه کوئ
مبارزه او ادامه مو عادت وګرځوئ بریا او پرمختڰ به حتمي لاسته راوړ‎ئ؛خو په دې کوچنیو کړنو او لاسته راوړنو بسنه مه کوئ تر څو چې ژوندي یاست تل د نوښت،پرمختڰ او ځان جوړ‎ونې په ھڅه کې اوسئ؛حتی که د پرمختگ استاد ھم شئ بیا ھم ټول عمر زده کړې او زده کوونې ته اړین یاست موخو ته د رسېدو لپاره د ځانکړو برنامو او پلانونو جوړ‎لو په پار زدہ کړ‎ې ته اړ‎تیا لرئ
6- تل هڅاند اوسئ؛ خو ځانته د ټولکماله فکر مه کوئ
ھیڅ انسان ټوکماله او یا ھم د کمالاتو خزانه ندئ؛ هره ورځ هڅه او زیار وباسئ او دا فکر مه کړ‎ئ چې ژوند مو ښه دہ،پیسې او دنیا لرئ،ښه خورئ او تر نورو یې ښه څښئ د خلکو تر منځ ښہ نوم او شھرت لرئ همدا بسنه کوي. نه! څومرہ چې لويیږئ ھمدومرہ په خپل ځان کې نیمګرتیاوې ولټوئ د ډکولو او پیاوړتیا لپاره یې کار وکړئ ، تل د خوځښت،نوښت،پرمختڰ او ځان جوړ‎ولو په سمندر کې ډوب پاتې شئ
7- منفي اندونه ووژنئ
که په ورځني ژوند کې د ماتیې سره مخامخ شوئ ‎ ھیله مو له لاسه ورکړ‎ہ؛ دا په دې معنا ندہ چې تاسې خپلو ھیلو ته دې رسېدو کښتۍ ودروله او نور نه رسیږئ ، منفي اندونې ووژنۍ او ډاډمن اوسئ تاسې ته دا ماتیې نه بلکې لویه تجربه شوه چې پخېدو،کلکېدو او قدرتمند کېدو لپاره ښه درس وو چې ژوند درکړ.
پښتنی مشوره متل دئ مشران وایي: >>اوسپنه چې څومرہ سرہ شي او څومرہ چې کلک وارونه پرې وشي تر ټولو قیمتي او ښه وسیله گرځي<<
8- خپل مسئوولیت معلوم کړئ
خپلو موخو ته د رسېدو لاره معلومه او مبارزې ته دوام ورکړ‎ئ ،د راحت طلبۍ او ھوساینې طرفدار مه اوسئ. په ژوند کې خپل مسئوولیتونه معلوم کړئ کله چې وزګار یاست او وخت لرئ پوره گټه ترې پورته کړ‎ئ،مطالعه وکړ‎ئ،ځانته په خپله برنامه جوړ‎ہ کړ‎ئ،یو داسې احساس په ځان کې وپاروئ چې زہ باید په ټولو کې وځلیږ‎م.
9- وخت مدیریت کړئ
خپل وخت په ښه توگه مدیریت کړ‎ئ: د وخت په ارزښت ھغه څوگ ښه پوھیږ‎ي چې دوہ دقیقې که مخکې راغلی وای نو د (بس) نه به نه پاتې کېدو،او یا ھغه کس چې (۵) دقیقې یې د آزموینې پیل کېدو ته پاتې وي هره ثانیه يې د درس تکرار کېدو لپاره ھغه ته لوی غنیمت دئ. تل داسې فکر وکړ‎ئ چې یو ساعت یا نیم ساعت وخت لرئ،او ھر څه چې غواړ‎ې باید لاس ته یې راوړ‎ئ
10- په ورځني ژوند کې خپل ځانته پخپله موخه وټاکې ، موخې ته د رسېدو لپاره کړنو ته د عمل جامې ور واغوندئ ، تل مثبت فکر د پرمختګ تر څنګ نوښت وکړئ
که پورتني ټکي په خپل ژوند کې په ښه توګه عملي کړئ په ژوند کې به هره ورځ د یو نوي نوښت، نوې لاسته راوړنې شاهدان او د خپل ژوند له هرې لحظې به خوند واخلئ
پای!

Scroll to Top