مونږ ډېری وګړي خپل ډېر وخت د دندې او کور یا هم د کور او ښوونځي یا پوهنتون تر منځ تیروو. په دې معنا چې زمونږ کار صرف دا وي چې دندې، مکتب يا پوهنتون ته لاړ شو او بېرته کور ته راشو. نو پر همدې بنسټ، زمونږ ژوند د کړنو په يو لېست بدلیږي تر څو ددې لپاره یې ترسره کړو چې گواکې کور مو ښایسته او ژوند مو منظم شي. که د خپل ځان په اړه وپوښتل شو، نو ډېرځلې د خپلې دندې په اړه، د خپلو اولادونو او یا هم په هغه ځای کې چې ژوند کوو، ځواب ورکوو.
لکه څنګه چې د یوې مور، پلار، خور یا ورور په توګه د ښوونځي په چارو یا ورځنيو کارونو کې بریالیتوب، او یا هم د خپلې خوښې دندې تر لاسه کول اړین دي، په همدې اندازه د ژوند یو برخه ددې ټولو کارونه پرته تېرول هم اړین ګڼل کیږي. خپل شتون احساسول او د ورځنیو عادي پېښو څخه پرته له خپلو کړنو خوند اخیستل د رواني سلامتیا او ځان غوړاونې (پرمختګ) لپاره اړین بلل کیږي.
مونږ ټول غواړو چې ژوند مو په زړه پورې وي؛ هیڅوک نه غواړي چې د ستړیا احساس وکړي او د سبا په اړه منفي احساس ولري. باید وپوښتل شي چې مونږ څنګه خپل ژوند په زړه پورې کولای شو؟ نو داسې ویلای شو چې مونږ باید په ريښتينې معنا ژوند وکړو. نوي څیزونه تجربه کړو. پلټنه وکړو او هغه څه ومومو چې موږ یې خوښوو.
زمونږ ژوند د الله تعالیٰ له لورې یوه ډالۍ ده. دنیا او هر هغه څه چې پدې دنیا کې دي، د الله تعالیٰ مخلوق دی. نو د یو مسلمان په توګه باید د هغه کړنو څخه چې الله تعالی یې د نه کولو امر کړی، ځان وژغورو. د همدې پر بنسټ، باید هغه څه ومومو چي مونږ یې له ترسره کولو خوند اخلو تر څو د ژوند په اړه زموږ لید خوشاله او مثبت وساتو.
ددې لپاره چي د ژوند په اړه زموږ لید مثبت او ژوند مو ستړی کوونکی نه اوسې، یوه مناسبه لاره یې دا ده چې د ځان لپاره یوه بوختیا پیدا کړو. داسې بوختیا چې په اونۍ کې یو ځل، دوه ځل یا هم د خپلې خوښې په اندازه ترسره کیږي او مونږ یې په رېښتوني ډول له ترسره کولو خوند اخلو او ستړیا مو له منځه یوسي.
موږ ټول په ماشومتوب کې ډول ډول بوختیاوې لرو. پداسې حال کې چې د ځوانۍ د دور په رارسېدو موږ دومره په خپلو ورځنیو چارو کې مشغولیږو تر دې چې نور داسې بوختیاوې نه لرو چې له ترسره کولو یې خوند واخلو. دلته ځینې ساده نظرونه او لارښوونې ددې په اړه موندلای شئ چې ولې باید بوختیاوې ولرو او څنګه یې موندلای شو.
1- ځان ته وخت ورکول
هو! دا اړینه ده چې که له خپلې کورنۍ او دوستانو ساتنه کوۍ، په حقیقت کې د خپل ځان ساتنه کوۍ. مونږ ځینې وختونه نورو ته د پاملرنې او مینې په ورکولو کې غوره یو، خو دا له یاده وباسو چې مونږ هم مینې او پاملرنې ته اړتیا لرو. دا ځان ښودنه نه بلکې د خپل ذهنیت د مثبت پاتې کیدو لپاره ډادمنه او غوره لار ده. د سالمې بوختیا درلودل تاسو ته اجازه درکوي چې خپل ځان ته وخت ورکړئ، له نړۍ او ستاسو شاوخوا شرایطو څخه جلا شئ او له هغه څه څخه خوند واخلئ چې ډېرې انررژۍ ته اړتیا نلري.
2- کورنۍ او دوستانو ته وخت ورکول
د سالمې بوختیا درلودل تاسو ته دا لاره هواروي تر څو ښې او اغېزمنې کورنۍ او دوستانه اړیکې ولرئ. هغه بوختیاوې چې ستاسو او ستاسو د خوښې وړ دوستانو او کورنیو غړیو تر منځ مشترکې وي، د هغه څه لپاره غوره لارې دي چې تاسو دې ته وهڅوي تر څو یو بل ته ډېر وخت ورکړۍ. دا ډول بوختیاوې کولی شي د خپلوانو تر منځ د اړیکو پیاوړتیا کې مرسته وکړي او په اړیکو کې د زوال، شخړو او ستونزو څخه د ساتنې لپاره د ډال په توګه عمل وکړي.
3- په روغتیا او سلامتیا مثبت اغېز درلودل
یوې څیړنې موندلې چې بوختیا د فشار کمولو، خوب ښه کولو او ذهن هڅولو کې مرسته کوي. دا ټول پر روغتیا، په ځانګړي توګه ذهني روغتیا، مثبت اغېز پرېباسي. ددې تر څنګ، بوختياوې د فشار، د زړه او معافیت سیستم د ناروغیو په ګډون د ېو شمېر رواني او فزیکي ستونزو په هوارولو کې هم مرسته کوي.
۴- څنگه کولای شو سالمې بوختياوې پیدا کړو؟
د داسې یوې بوختیا موندل چې تاسو یې له تر سره کولو خوند اخلۍ کولی شي پخپله یوه هڅونکې او په زړه پورې ننګونه واوسې. د نویو فعالیتونو او بوختتیاوو د ترسره کولو پرته تاسو پدې هیڅکله نشئ پوهیدلی چې آیا دا هغه څه دي چې تاسو غواړۍ دوام ورکړۍ، یا هم هغه څه دي چې تاسو یې خوښوئ او که نه. مونږ ډیری وخت خپل ملګري او د کورنۍ غړي وینو چې داسې کارونه ترسره کوي چې مونږ یې لا د ترسره کولو هڅه هم نه ده کړې؛ نو اوس د ددې وخت دی چې دغسې بوختیاوې په نښه کړو او پخپله یې تجربه کړو. دغه کارونه کیدای شې زموږ د خوښې وړ بوختیاووې شي. د بېلابېلو فعالیتونو یو لېست جوړ کړئ، چې تاسو یې تر اوسه د ترسره کولو هڅه نه وي کړې او هر یو په جلا جلا ډول وآزمایئ. که چیرې کوم يو د ېو ناورین په توګه ستاسو د خوښې وړ ونه ګرځي، نو د یو بل فعالیت د آزمایلو تکل وکړئ.
لاندې لېست کولی شي ستاسو د فکر په هڅولو کې مرسته وکړي.
جیم (فټنېس یا د بدن ښکلا کلب) ته ولاړ شئ
د آس ځغلولو یا پر آس د سورلۍ هڅه وکړئ
تیر آندازي زده کړئ
اوبدل زده کړئ
کتاب مطاله کړئ
د یوې نوې ژبې د زده کولو هڅه وکړئ
د بهرنېو خوړو د پخولو هڅه وکړئ
یو آنلاين بلاګ پیل کړئ
د طلا (سرو زرو) جوړولو لارې چارې زده کړئ
د شمعې جوړول زده کړئ
خیریه یا رضاکارنه فعالیتونه پيل کړئ
د لامبو وهل زده کړئ
په سفر لاړ شئ
غرونو ته ختل زده کړئ
باغ کې کار وکړئ او خپل وخت مو له ګلانو سره تېر کړئ
…………………