موږ ربوټان یو _وصي ابهام

د يو ملګري د ورور د کوژدې مراسم و. ماته يې هم بلنه راکړې وه. کله چې ورغلم شاوخوا نږدې خپلوان يې هم راغلي وو. په مجلس کې له يو کس سره ماشوم و. ماشوم ډېر ښکلی او مينه ناک؛ خو شوخ و. هر چا د ماشوم په اړه نظر ورکولو، په دې کې يې پلار مجلس ته مخ کړ چې دا ډېر هوښيار دی. ډېر شيان يې زده دي، بيا يې ماشوم ته مخ کړ او څو پوښتنې یې ترې وکړې: نوم دې څه دی؟ د پلار نوم دې څه دی؟ چا پيدا کړی يې؟… او ورته ډېرې ديني او شخصي پوښتنې يې ترې وکړې. ماشوم هم پرلپسې ځوابونه ورکول. له سوال او ځواب وروسته مې ملګري ور مخ کړ او ورته یې وویل: که زما زوی دومره وي او ته ترې وپوښتې چې چا پيدا کړی یې؟ درته وایي به زه څه خبر یم؟ که څه هم مجلس دا خبره د ټوکې په ډول واخیسته؛ خو ماته ډېره مهمه وبريښېده. موږ په رښتیا هم ماشومانو ته هغه څه ور ذده کوو چې زموږ زده وي او نه یې پریږدو هغه فکر وکړي او شیان یې تفکر ته اړ کړي.
د ژوند چارې او اړتیاوې وخت په وخت سره بدلون کوي او نوي، نوي شیان پکې رامنځ ته کېږي، نو د ژوند تیرولو وسایل او لارې چارې هم باید نوي شي او د دې لپاره فکر ته اړتیا ده. حتی په اسلامي فقه کې علما د ”فقهي تجدید“ مسله رامنځ ته کوي چې له مخې یې باید اسلام ته په هرو سلو کلونو کې یو ځل کتنه وشي او دټولنې او وخت له شرایطو سره شیان پکې ځای پر ځای شي. زموږ بدبختي دا ده چې موږ ته هغه څه د ارزښت وړ دي، کوم چې سلګونه کاله پخوا زموږ مشرانو او نیکونو ویلي. موږ باید هغه لاره تعقیب کړو چې زموږ مشرانو پرې قدم ایښی او د ټولنې د وروسته پاتي والي یو لوی لامل همدا دی. رښتیا خبره دا ده، موږ او تاسې چې اوس کوم ډول شخصیتونه یو یا څه رانه جوړ شوي دي، دا زموږ حقیقي نه، مصنوعي شخصیتونه دي. هغه شخصیت چې زموږ والدین، کورنۍ یا ټولنه یې غواړي. دلته یوه کیسه اړینه ګڼم: ”یو ساینس پوه غوښتل یوه تجربه وکړي، نو څلور بیزوګان یې یوې پنجرې ته راوړل د پنجرې په سر کې یې یو درجن کیلې ځوړندې کړې او هغې ته یې د پنجرې داخل کې زینه کیښوده، کله چې بیزوګانو کیلې ولیدې، نو په زینه د ور وختلو کوښښ یې وکړ، ساینس پوه پرې له پاسه یخې او تېزې اوبه راخوشې کړې او بیزو به بیرته راښکته کیدو ته مجبوره شوه، له ښکته کیدو سره به اوبه بندې شوې. بیا به چې بلې بیزو د ورختلو کوښښ وکړ، همدا کړنه به ورسره تکرار شوه، بیزوګانو فکر وکړ؛ څوک چې په زینه پورته خیژي له پاسه پرې اوبه راخوشې کېږي، له هغې وروسته به چې هرې بیزو د ورختلو کوښښ وکړ، نورو بیزوګانو به کلکه ونیوله او له ورختلو به یې منع کړه. څه وخت وروسته ساینس پوه یوه بیزو له پنجرې وباسله او نوې بیزو یې ورته راوړه، هغې چې د زینې په سر کې کیلې ولیدې د ورختلو په تکل شوه؛ خو نورو بیزوګانو کلکه ونیوله او له دې کار یې منع کړه، حال دا چې ساینس پوه دا ځل پرې اوبه هم را خوشې نه کړې، دا بیزو نه پوهیده چې نورې بیزوګانې یې ولې له ورختلو منع کوي؟! نو بیا یې د ورختلو کوښښ وکړ او بیا نورو بیزوګانو منع کړه. نوې بیزو فکر وکړ چې په زینه ختل منع دي او که څوک په زینه ورخيژې باید سزا وویني. له څو ورځو وروسته یې بله نوې بیزو راوړه او له زړو بیزوګانو یې یوه وباسله او تر دې چې څلور واړه نوې بیزوګانې پنجرې ته راغلې او مخکینۍ ټولې یې ترې وویستې، خو بیا به هم چې هرې نوې بیزو په زینې د ورختلو کوښښ کولو، نورو بیزوګانو به نیوله او بالاخره ټولو دا فکر وکړ چې په زینه ورختل منع دي.“
دغه کار له موږ سره روان دی. زرګونه کلونه وړاندې یوه کیسه، خبره یا کړنه وي چې تر شا یو لامل لري، خو د لامل له ختمیدو وروسته هم هغه کیسه روانه وي. هیڅوک د یو کار د کولو یا نه کولو دلیل نه پوښتي؛ خو هر څوک مجبور دی چې هغه کړنه ترسره کړي او هر څوک وایي چې باید وشي.
موږ تل په دې هڅه کې یو چې نه یوازې موږ، بلکې نسل (زوی، لور…) هم د یو د بل چا په څېر کړو. په دې نه پوهېږو چې موږ د ښه کېدو هڅه نه کوو، بلکې د “ځان” کیدو ټول فرصتونه له لاسه ورکوو. دې ته مو پام نه وي چې د هر شخص داخلي وړتیا په ځانګړي ډول وده کوي. په تاسې، یا ستاسې په ماشوم کې چې د یو ځانګړي ګل تخم دی. دا ګل خپل رنګ او بوی لري. دا په خپله طریقه وده کوي. که دا تخم نرګس وي او تاسې یې ګلاب کوﺉ، نو په اصل کې تاسو فرصت له لاسه ورکوئ. بیا د دې تخم له زرغونېدو هم لاس ووینځئ. په هیڅ صورت کې تقلید مه کوﺉ. خپل ځان ته، ماشوم ته یا بل هر څوک چې وي، اجازه ورکړئ چې خپله لاره ومومي.
د هیچا شخصیت په ماشوم مه تحمیلوئ. د چا د ژوند طرز پرې مه تحمیلوئ. که غواړې چې زوی مې باید دفلاني او فلاني په څېر وي، دا ماشوم نابودوي، ویجاړوي يې، د فرصت څخه یې لرې کوي، ځکه ماشوم خپل داخلي طبیعت هېروي.
اوشو ګرو رجنیش په یو بیان کې وایي ” ماشوم په بشپړې خاموشۍ نړۍ ته راځي. ظاهر او باطن یې پاک وي، جذابیت، ښکلا او خاموشه موسیقي لري؛ مګر موږ د هغه د ایډیالونو په راټولولو پیل کوو، هغه لوړ پرواز ته چمتو کوو. په هغه کې لیوالتیا، سیالي او تقلید پیدا کوو.
موږ ورته وایو: زویه!، ته باید د هیواد ولسمشر یا لومړی وزیر شې، ته باید د نړۍ ترټولو شتمن شخص شې، دا شې او هاغه شې.“
او دا رښتیا هم دي، زموږ والدین خپل خوبونه، عادتونه او قواعد په خپل ماشوم کې ویني، ځکه دوی نه دي توانیدلي چې خپل خوبونه پوره کړي، عادتونو سره سم ژوند وکړي او قواعدو په منلو کې پاتې راغلي.
دا د مور او پلار مسولیت دی چې د ماشوم اړتیاوې او ځانګړتیاوې وپيژني او په همغه برخه کې ورته د فعالیت زمینه برابره کړي.
موږ باید ماشوم ته د دې اجازه ورکړو چې د محرکاتو په ترلاسه کولو او د چاپیریال او شیانو په پیژندلو سره فکر کول پیل کړي. په دې باید پوه شو چې انسان د شیانو او محرکاتو په موندلو سره، د پوهې او بصیرت ترلاسه کولو په لور ګام پورته کوي.

Scroll to Top