طبيعي پېښې په جنسي تېري کې څه رول لري؟ / رضاء الله ځار

طبيعي پېښې اکثره وخت نړۍ ته ګواښ رسوي، د ټولنې زياته طبقه خلک يې تر اغېز لاندې راځي، حتا تر دې پورې چې خپل کورونه، ملګري، د کورنۍ غړي او محیط څخه بې برخې کېږي.
دغه افراد مجبور دي، چې د ښه ژوند او ژوندي پاتې کېدو لپاره، يو بلې سيمې ته کوچ وکړي، چې نسبت دې نه لږه اسوده اوسي.
هر کله چې فرد له يو محيط يا چاپيريال څخه بل نوی چاپيريال او موقعيت ته ځي، د هغه نوي محيط سره توافق ورته لږ ستونزمن او ځنډنی وي، څنګه چې دغه توافق ځنډنی او ستونزمن وي، نو د دې له وجې زياتره وخت عجيبه او د رواني ځورونې پېښې ثبت او تر سترګو کېږي.
يو له دغه څخه جنسي تېری دی، چې د نړۍ زيات شمېر وګړي، يې قرباني شوي دي او لا هم قرباني ورکوي، هر کله چې فرد د خپل اصلي استوګنځي، يا د ماشومتوب د خاپوړو له کوڅو يو بل محيط ته ولاړ شي، هلته شايد د جنسي تېري ښکار شي، ځکه دوی نه پوهېږي، چې کومې سيمې ته چې دوی ځي، ايا دغه سيمه کې د ټولنې خلک څنګه دي؟ د دوی ګاونډيان يا د کلي زلميان په کومه اخلاقي کچه کې قرار لري؟ او ورته نورو چيلنجونو سره مخ وي.
طبيعي پېښو ځپلي افرادو ته په وروسته پاتې هېوادونو کې زر تر زره اسانتياوې او خدمات نه اريه کېږي، بلکې لږ څه د لړل تپلو په شکل يې وړاندې کوي، چې دا په خپله په لويه لاس فرد د رواني، اقتصادي او اجتماعي اړخه ځوروي.
په زياتره مواردو کې اقتصادي ستونزې د طبيعي پېښو له وجې هم رامنځته کېږي، چې اقتصادي ځپېدل فرد رقم، رقم کړنو ته واردوي.
هر کله چې د يوې کورنۍ اقتصاد خراب وي، د هغې کورنۍ ماشومان په سمه توګه نه رزول کېږي، چې دغه په سمه توګه نه لويېدل يې د بدعملۍ سبب کېږي او لېرې به نه وي،چې فردي عزت ته هم لاس ور واچوي.
مهم څه چې دي، خپلو اولادونو او کشرانو ته بايد سالمه روزنه ورکړو، خير که اقتصادي مشکلات لرو، د اخلاقو له اړخه خو بايد لږ مالامال واوسو.

Scroll to Top