د سايکوپاتي اشخاصو سره څنګه برخورد وکړو او درملنه یې:
۱– څومره مو چې په وس کې وي له دغه ډول افرادو څخه لرې اوسئ!
تقريباً ټول متخصصان او پوهان په دې باور دي، چې له دغه ډول افرادو څخه بايد لرې اوسو، د دغه ډول افرادو سره بايد په ډېره توجوخبرې وکړو او په اړيکو کې ورسره دقيق اوسو.
دا بايد په ياد ولرو چې سايکوپاتې اشخاص د ډېرې تجربې خاوندان دي او له مونږه يې مهارت يو په څو چنده زيات وي، په اسانۍ نه شوکولای درک يې کړو.
يوه مهمه يادونه چې متخصصان يې کوي، دا ده چې بايد له دغه ډول افرادو سره په لوبه کې ښکېل نه شو، ځکه دوی دومره خطرناک دي،چې مونږ يې تصور هم نه شو کولای.
په ډېر دقيق هوش او رواني تحليل سره کولای شو، دغه ډول افرادو ته ماتې ورکړو.
۲– د تغير اصل
ممکنه ده چې داسې تصور وکړو، چې هر فرد په ځان کې يوه قوه لري، چې د هغې په اساس کولای شي، په ځان کې تغير راولي.
خو د سايکوپاتي اشخاصو په حق کې بايد دا ومنو چې نه شو کولای، هغوی ته په اسانۍ تغير ورکړو.
مونږ بايد په خپل کار او تګلاره زيات تمرکز وکړو او شته ستونزې او حل لارې درک او تحليل کړو، تر څو په شدت يا ځنډ سره هغوی تهدرملنه ورکړو.
۳– عمل او سلوک ته بايد پاملرنه وکړو
د سايکوپاتي اشخاصو سره د برخورد په وخت کې د هغوی په خيالونو، دليلونو او دروغو بايد باور ونه کړو، بلکې عمل او سلوک ته يېوګورو.
واضح درملنه
د شخصيتي اختلال لرونکو افرادو لپاره واضح درملنه شتون نه لري، خو ځينې لارې د دغه ډول افرادو سره مرسته کوي.
هغه تحقيقات چې په دې برخه کې ترسره شوي، شايد ځينو افرادو لپاره ځواب ويونکي (ګټور) وي او يا نه وي.
د درملنې په جريان کې افراد زده کوي، چې تر څو خپل احساسات او انګېزې کنټرول کړي او د ټولنې په وړاندې له ځانه مطلوب رفتارونهڅرګند کړي.
دغه اختلال لرونکي افراد په دې درملنه کې زده کوي، چې له ابتدا نه تر مخکې تګ پورې رفتارونه زده کړي، مثال: د نورو سره غمشريکيښودل.