وخت بیا نه راځي/عبدالرحمن اریوبي

د وخت په اړه تر ټولو مشهوره خبره ده چې “وخت لکه سره زر دي” دا خبره موږ او تاسو ته عادي ښکاري، خو د دې تر شا لوی کمال، ارزښت او غټ مفهوم پروت دی.

کله چې چاته وخت ارزښتناک ښکاره شوی دی، وخت یې ژر تېرېږي او داسې کارونه کوي چې د طلا په اندازه اهمیت لري.

کله کله یوه دقیقه او یوه شېبه کې داسې کار وشي چې د انسان سرنوشت ټاکي، د انسان ژوند ورسره بدلیږي او انسان ته لوی شخصیت وربښي چې دا هر څه په یو مهال کې ترسره کېږي او دا خپله د وخت ارزښت دی.

د زده کړو په جریان کې که هغه ښوونځی وي که پوهنتون یا ښوونیز مرکز، که موږ او تاسو خپل وخت مدیریت نه کړو او له هرې دقیقې او هره ثانیې یې مثبته ګټه وانخلو نو راتلونکي کې به مو ډېر طلایي چانسونه له لاسه ورکړي وي.

وخت یو داسې چانس دی چې اینده کې ستاسو لمن له مرغلرو ډکولی شي.

له بده مرغه افغانان د وخت پر ارزښت نه پوهېږي، یا یې په داسې کارونو تېروي چې مهم نه وي، هغه په ساده اصطلاح ساتېري (ټایم پاسي) کوي. یا د نورو په غیبتونو او تخریب. ځوانان مو بیا یا ټوله ورځ فلمونو او سریالونو ته پراته وي، یا هم ټوله ورځ کرېکټ او فوټبال کوي. کرېکټ او فوټبال کول غلط کار نه دی، خو دلته زموږ ځوانان دومره افراطي شوي دي چې د دوی زده کړو، مطالعې، لوست او نورو مهمو کارونو وخت هم پر سپورتي لوبو نیولی وي.

که مو هیڅ کار نه درلود مطالعه وکړئ. مطالعه ستاسو وخت خپله مدیریت کوي او ستاسو شخصیت ته داسې جوهر وربښي چې راتلونکی مو روښانه کوي.

د وخت مدیریت دا دی چې موږ باید منظم مهالوېش ولرو، دا مهالوېش که فکري جوړوئ يا یې هم کتابچه کې ياداښتوئ. ياداښت یې په دې ښه دی چې انسان ته بیا بیا ور یادیږي.

اول مو خپل اوونیز او ورځني، مهم، عاجل، لږ مهم او غیر مهم کارونه ډلبنډي (کټګوري) کړئ. چې تاسو باید اول کومو کارونو ته، په کومو ورځو کې، څه وخت اولیت ورکړئ.

کله چې مو کټګوري جوړه کړه، بیا تر ټولو مهم کارونو ته مهالوېش کې اولیت ورکړئ، ترڅو په خپل وخت ترسره شي.

فرضاً: د پوهنتون / ښوونځي ازموینه ورکول او ورته کتاب مطالعه کول ډېر مهم دی خو ماذیګر کې کرېکټ او فوټبال کول بیا مهم دي (یانې ډېر مهم) کټګورۍ کې یې نشو راویستلی.

موږ باید خپل ورځني / اوونیز مهالوېش کې د زده کړو او سپورت ترڅنګ کورنۍ ته وخت ورکول، کلتوري او عنعنوي چارو ته لکه: (د خپلوانو ښادۍ او غم ته تګ، پر ناروغانو پوښتنه کول او . . .) کې برخه اخیستل.

موږ او تاسو ته خپلې ورځنۍ چارې مالومیږي چې څه باید وکړو؟ دا چارې په ښار او کلیو بانډو کې توپیر لري.

نو د وخت ارزښت هغه وخت موږ پېژندلی شو او ترې مثبته ګټه اخیستلو شو چې موږ یې مدیریت کړو، مهالوېش ورته جوړ کړو او سمه ګټه ترې واخلو.

د وخت هره ثانیه طلا ده، هره دقیقه یې جوهر دي او هر ساعت یې زموږ سر نوشت ټاکلی شي.

Scroll to Top