تر ټولو بوختې ورځې، چې بشر د تاريخ په اوږدو کې تجربه کړي، شايد نن سبا وي. هممهاله بايد اضافهکاري وکړو، درس او پوهنتونمخکې يوسو، د اولادونو تربيې ته رسيدګي وکړو او خپلې ميرمنې ته هم وخت ورکړو.
پخوا به دومره ډير کارونه په يو وار سړي ته نه ورکول کيدل او يا به هممهاله، په ټولو نقشونو کې له يو چا د شلو نمرو اخيستو تمه نه کیده. په همدې سبب په اخره کې د لسګونو ناتکميله کارونو له تشويش سره سر په بالښت ږدو او هيڅکله په دې نه بريالي کيږو، چې شمير يېصفر ته ورسو.
ليانا سیر، په مريلنډ پوهنتون کې د وخت د سپما د ازمايښتون مديره وايي:
« نن سبا ډيری خلک (ترکيبي ټولنيز نقشونه) لري، يعنې هممهاله خاوند، پلار او مامور. تر څنګ يې بايد شپه ورځ هڅه وکړي، چې ددېنقشونو له عهدې هم ووځي.»
زموږ د نن سبا نه خلاصيدونکې سرګردانۍ يوه بله سرچينه هم لري:
هغه نوې بوختياوې چې ټوله ورځ پرې بوخت يو خو اساساً «کار» نه ګڼل کيږي. مثلاً په ټولنيزو رسنيو کې خلکو ته ځواب ورکول، د هرشي په اړه سرچ او د اپليکېشنو د نومليکنو په برخه کې بوختيا.
ګريک لمبرټ په «پټ کار» کتاب کې ليکي:
« دغه کارونه مو يوه دقيقه وخت دلته او د فراغت پنځې دقيقې هلته درڅخه مصرفوي تر څو چې په خود راځئ، وينئ چې يو سات وخت موله لاسه ورکړی».
انټرنېټي خريدارۍ په ډيری مواردو کې ددغه «پټ کار» بشپړ مصداق دی. مثلاً غواړئ د مطالعې يو څراغ واخلئ. ددې پر ځای، چېمستقيم دوکان ته ولاړ شئ او کار خلاص کړئ، په ساعتونو، ساعتونو په مختلفو مډلونو پسې ګرځئ، د خلکو تبصرې لولئ او دا همناشونې نه ده، چې له خريدارۍ وروسته هم خپل ډير وخت د اخيستل شوي توکي په بدلولو را بدلولو کې ضايع کړئ.
سربيره پر هغه وخت، چې د کارونو په ترسراوۍ کې يې بايد مصرف کړو، «ذهني فضا» چې، بوختياوې يې له موږ نيسي هم ډيرېشوي. شپه ورځ يې په اړه فکر کوو، په اړه يې لولو او ګڼ حالتونه يې ښکته پورته کوو. هغه وضعيت چې هلر پيټرسن يې په خپله مهمه مقالهکې «کارځپنه» بولي.
کارځپنه په نوي نسل کې د خستګۍ او ژور زړښت هغه ډول دی، چې تل ددغه احساس تر فشار لاندې دي؛ چې بايد بې عيب او نقصهکارکوونکي ووسي.
پيټرسن زياتوي، چې د متوسط لومړيتوب کارونه چې «کمه ګټه او زيات تکليف» لري، زموږ د ستړي کولو تر ټولو ډيره وړتيا لري. نوموړيکارونه په مياشتو، مياشتو زموږ د کارونو په نوملړ کې پاتې کيږي او هر ځل چې ورته ګورو طبيعت مو راخټه کوي.
د «سخت کار» کتاب ليکوال، کال نيوپورټ په دې اند دی، چې «د ورځنيو بوختياو د نوملړ ډيروالی» زموږ په ستړيا او سرګردانۍ کېمهم رول لري. د هغه حللاره ساده او ګټوره ده: کارونه مو اولویت بندي کړئ، هغه يې چې فوري، مهم او ضروري دي، د پروګرام مطابقترسره کړئ او نور يې پریږدئ چې هر کله مو حوصله او انرژي ورته درلوده سر ته يې ورسوئ. کافي ده هره ورځ مو د کارونو نوملړ لهنظره تير کړئ او ووايئ «ښه، نن دغه يو سر ته رسوم خو یواځې همدغه يو.»