د ژوند د مدیریت مهم مهارتونه او د ودې لارې چارې / جاوېد کریمي

اوله برخه:

د ننۍ نړۍ په پرسرعته او تیز ژوند کې تر هر بل وخت د ژوند د مدیریت قوي مهارتونو ته اړتيا ده ،له مالي چارو دمدیریت نه نیولې تر  وخت تر مدیریته دا هر څه کولای شې موږ اوتاسې په ژوند کې که هغه زموږ شخصي ژوند وي اویا هم مسلکي ژوند بریاوو ته ورسوي.پدغه لیکنه کې پدې بحث شوی چې د ژوند مدیریت مهارتونه کوم او څنګه کولایشو ورته وده ورکړو.

۱: د وخت مدیریتTime Management/

د وخت د مدیریت نه هدف دا دی چې څنګه د خپل وخت نه  په موثر او مثمره توګه استفاده وکړو،خپل لومړیتوبونهوپيژنو،معیاد ورته وټاکو او ترسره يې کړو.

او یا هم د وخت د مدیریت دا دی چې وخت نه په ښه شکل استفاده وشي تر څو په لږ وخت کې ډیر او اړین کارونه ترسرهکړو.وخت مدیریت د ژوند د مدیریت له مهمو مهارتونو څخه دی او کله چې وخت ښه مدیریت شي کارونه به پر موږ بوجنشي او د بې ځایه کاري فشار نه به وژغورل شو،چې په نتیجه کې به د يو با نظمه او با دسپلينه ژوند څښتنان شو.

د فشار مدیریت/stress Management

د فشار مدیریت د ژوند د مدیریت له مهمو برخو څخه یوه برخه ده،موږ کولای شو ددې په ذریعه په ژوند کې راپېښيدونکو مشکلاتو/ ستونزو او سختو حالاتو سره مقابله وکړو او مناسبې پرېکړې وکړو،کله چې موږ تر فشار لاندېيو نو نشو کولای ښې پرېکړې وکړو او یا هم کیږي ډيرو مهمو خبرو نه صرف نظر شو،خو کله چې موږ خپل فشارمدیریت کړ بیا کولای شو په ډير ارامو مغزو حوصلې سره بهترينې پرېکړې وکړو.

د فشار د مدیریت ځينې تخنیکونو يادونه اړینه بولم مثلاً: کولای شو ژوره ساه واخلو او یو لږ وخت لپاره دمهوکړو.تمرین سره هم کولای شو خپل فشار مدیریت کړو او یا هم کارونو ثبتول او په مناسب وخت کې ترسره کول همکولای شي زموږ فشار مدیریت کړي.کله چې تاسې احساسوی چې تر فشار لاندې ياستی او ناارامه یاست د پورتهتخنیکونو نه یو تخنیک استفاده کړئ تر څو مو فشار مدیریت او د ښو او مناسبو پرېکړو ته جوګه شی.

مالي مدیریت/Financial Management

مالي مدیریت يوه پروسه ده چې ،د  مالي منابعو لپاره پلان جوړول،د کنترولول او ارزیابۍ کول پکې شامل دي.دا د هرکاروبار او حتی شخصي ژوند کې يو مهم او حیاتي فکتور دی.

مالي مدیریت د ژوند مدیریت لپاره ځکه ډیر اړین او مهم عنصر دی ،ځکه چې موږ ته زموږ د کورنۍ او یا هم د کاروبار دتمویل منابع را پيژني او موږ ددې جوګه کوي چې څرنګه د خپلو امکاناتو ته په کتو پرېکړې وکړو،تر څو ژوند کې دمالي ستونزو سره زیات لاس او ګريوان نشو.او همدارنګه موږ ته دا را ښايي چې څرنګه خپلې مالي سرچینې مختصېکړو ،څرنګه ورته بودیجه جوړه کړو او څرنګه د پانګه اچونې لپاره پیسې سپما کړو.

روغتيا او ښه صحت/Health & Wellness

روغتيا  او ښه صحت د ژوند مدیریت د مهارتونو څخه مهم مهارت دی ،ځکه که موږ د صحي لحاظه روغ اوسو نو موږ بهپخپل وجود کې د کارونو لپاره کافي انرژي ولرو،او کله چې ذهنا او جسما له ناروغیو پاک اوسو کولای شو ،ښه اهدافوټاکو او ترلاسه يې کړو او په ژوند کې بریاوو ته ورسېږو.

مناسب خواړه خوړل،د خوب پوره کول،له هر ډول فشار مدیریت کول او منظم ډول ورزش کول کولای شي موږ له ناروغیووژغوري او د ښه صحت او کاملې روغتيا څخه برخمن شو.

کورنۍ اړيکو پالل/Family Relationships

د کورنۍ اړيکو ساتل او پالل یو له مهمو فکتورونو څخه دی،ځکه همدا اړیکي دي چې موږ ته مینه،هڅونه او ملاتړ رابخښي.او همدارنګه همدا اړیکې کیدای شي زموږ د ذهني فشار،خفګانونو او پرېشانیو زیرمې وي.

باید دېته متوجې اوسو چې کورنۍ غړي  زموږ پر ژوند او صحت څرنګه تاثیرات لري؟ که پوهیدی چې ستاسې دکورنیو کومو غړو تاثیرات منفي ول،نو خپلې رویې باندې بیا کتنه وکړئ خپلو نیمګړتياوو ته متوجې شئ او د رغونېهڅه وکړئ.

او که ستونزه په مقابل جانب کې وه هم کوشش وکړئ تر څو په مناسبه طریقه يې پوه تر څو اصلاح شي.

د کئيریر (مسلک )وده/Career Development

دا د پلان جوړولو او عملي کولو يوه پروسه ده چې پرې ځانته یو مسلک د هدف په شکل وټاکو.پدې کې زموږ د يومسلک په اړه علایقو،وړتياوو او ظرفیتونو پيژندل،د مسلکي شبکو برخه ګرځېدل،يوې دندې ته هڅې پيلولو او د کاريتجاربو يوې کڅوړې اماده کول شامل دي.دا د ژوند مدیریت يو مهم اصل دی ځکه پدې سره موږ کولای شو ځانته یومناسب مسلک وټاکو،د خپلې خوښې دنده ترلاسه کړو چې په نتیجه کې به د مالي ثبات څښتنان شو.که د خپل مسلک دوده او یا هم د مسلک د ټاکلو اراده لرو باید چې ورته يو منظم او هر اړخیز او جامع پلان ورته ولرو.

شخصي وده/ځان وده/Personal Growth

دا د ښه شخص جوړېدو يوه پروسه ده, د نویو شیانو د زده کولو،خپل ځان چېلنجولو او د يو بشر په صفت پخپل ژوندکې رشد څخه عبارت دی.

کله چې موږ او تاسې به شخصي لحاظ رشد کوو نو په ضمن کې ورسره په مسلکي لحاظ هم رشد مومو ځکه کله چېموږ او تاسې نوي شیان زده کوو،نوې زده کړې کوو دا موږ ددې جوګه کوي چې پخپل شخصي او مسلکي ژوند کېستونزې په ښه شکل کنترول او حل لارې ورته وګورو.

شخصي رشد کیدای شي له لوستنې،سیمینارونو له تعقیبونې،رضا کاره فعالیتونو له ترسراوي او ټولنه کې له خلکوسره په راشه درشه وموندل شي.

یوه مهمه کلیدي خبره دا ده چې ځان له داسې فعالیتونو سره مخامخ کړئ چې مختلف او نوي فکر ته مجبوره شی.

اغېزمنه اړیکه)غږېدنه او هر ډول اړیکه نیونه)/Effective Communication

اغیزمنه اړیکه د ژوند مدیریت له مهمو مهارتونو څخه يو مهارت دی او دا ځکه مهم دی چې موږ سره د ستونزو پهحلولو،د اړیکو په جوړولو او خپلو اهدافو تر لاسه کولو کې نهایت زیاته مرسته کوي.کله زموږ کمېونېکشن اغیزمنوي،کولای شو په اسانه نور پوه کړو او پخپله هم پوه شو.چې دا بیا د ښو اړیکو د جوړولو،موثر ګروپي کار د ودې اوبالاخره د مثمریت د لوړوالي باعث ګرځي.دغه مهارت نه یوازې زموږ شخصي ژوند لپاره مهم عنصر دی بلکه د مسلکيژوند لپاره هم ډير اړین او حیاتي عنصر بلل کيږي.

اهدافو ټاکنه/Goal Setting

د ژوند مدیریت له مهمو مهارتونو څخه یو بل مهارت عبارت دی له اهدافو ټاکنې څخه،دا هنر او مهارت ددې باعث ګرځيچې پخپلې انرژۍ او منابعو  باندې تمرکز وکړو کوم چې د هر چا په ژوند کې ډیر مهم شیان دي.او تر ډیره ممکنه هم دهچې ټاکل شوي اهداف ترلاسه شي ځکه موږ مجبوره یو چې د اهدافو ترلاسه کولو لپاره پلان هم جوړ کړو.علاوه له دېاهدافو ټاکنه موږ د بې هدفه او غیر اړین کارونو نه ژوغوري.هو د اهدافو په ټاکنه کې دې خبرې ته متوجه اوسو چېزموږ اهداف باید SMART خصوصیاتو درلودونکي وي. Specific/مشخص،Measurable/اندازې وړ،Attainable/ترلاسه کېدو وړ،ًRelastic/واقعي او یا هم Releventمرتبط،ُTime Bond /مشخص وخت په محدوده کې .

پرېکړو ترسره کول/Decision Making

د پرېکړو ترسره کولو مهارت د ژوند د مدیریت مهم عنصر دی ځکه کله چې موږ پرېکړې کوو د خپل ژوند مسولیت پر غاړه اخلو تر څو ځانلپاره ښې پرېکړې ترسره کړو.

کله چې موږ پرېکړې کوو نو موږ د خپل ژوند مسولیت په غاړه اخلو او د خپلو اهدافو د ترلاسه کولو لپاره قدم اخلو،پرېکړه کول کیدای شييو سخت کار وي اما په حوصله او ارامه پرېکړه کول کیدای شي موږ ته پرېکړې کول اسانه کړي او هم ښه پرېکړه وکړو.د ښې پريکړېلپاره ځينې اړینې نقطې دا کیدای شي:

د موضوع په اړه زیات نه زیات معلوماتو جمع اوري مهمو آپشنونو لیست کول

له لیست څخه ډیرو مهمو آپشنونو په ګوته کول او  ورڅخه تر ټولو مهم آپشن  ټاکل

او بالاخره د موضوع په اړه د پرېکړې تصمیم نیول پکار وي.

 

دوهمه برخه:

د ژوند مدیریت د مهارتونو د ودې لارې چارې:

1. وخت مدیریت:لاندې یو څو تخنیکونه کولای شي زموږ دغه مهارت ته وده ورکړي:

د لومړیتوبونو مشخصول

To do list جوړول

کارونو ته د پای وخت/نيټه ټاکل

وقفه ترسره کول

د کارونو وېش

2. د فشار مدیریت

هغه څه مشخصول چې پر تاسې فشار راوړي

غیر مناسبې مقابلې نه ځان ساتل/مثلاً که پر تاسې فشار راځي نو دا ېې لاره نده چې انسان دې نشه پیل کړي.

د تسکین موندنې لارو چارو خپلول:ژوره ساه اخیستل،ذکر او اذکار(ژباړن)مراقبه او داسې نورې لارې چارې

ورزش/تمرین کول

پوره خوب کول

 

3. د مالي چارو مدیریت

بودیجه جوړول ( دعوایدو او مصارفو حساب)

د پيسو سپما

پانګه اچونه

له پور اخیستنې ځان ژغورنه

•  

د روغتيا او ښه صحت

ښه او مناسب غذايي رژيم نیول

باقاعده تمرین/ورزش کول

پوره خوب کول(۸ ساعته)

 

کورنۍ اړیکو پالنه

اغیزمن ارتباط

اړیکو پاللو ته وخت ورکول

د پيښيدونکو شخړو حلول

مینې او ملاتړ ښودل

 

Scroll to Top