د سوسیالیزم(Socialism) اصطلاح یعنې ټولنپالنه او د ټولنې باور، د فرانسوي کلمې “Social” څخه اخیستل شوې چې د ټولنیزواليپه مانا ده. لاتیني اصل یې د (Socius) کلمه ده چې د ملګري او هملاري مانا لري.
د سوسیالیزم اصطلاح په سیاسي متنونو کې ډیره کارول کیږي، مګر د ډیموکراسۍ او ازادۍ په څېر جامع تعریف نلري. ځینې یې دبرابرۍ، عدالت او د بډایو له خوا د بې وزلو د استثمار د پای ته رسولو په معنا مطرح کوي او ځینې یې بیا لکه د سرمایه دارۍ د پلویانوپه څېر، سوسیالیزم د شخصي ملکیتونو د ضبطولو او د حکومت لخوا د خلکو د شخصي ژوند د سخت کنټرول په مانا ګڼي.
د اکسفورډ انګلیسي قاموس سوسیالیزم داسې تعریفوي: “یو نظریه یا پالیسي ده، چې موخه یې د عامه ګټو د خوندې کولو لپاره د تولیدپر وسایلو – پانګه، ځمکه، ملکیت او نور – د ټولې ټولنې مالکیت، نظارت او مدیریت دی.”
اسټین ریني وايي: سوسیالیزم هغه نظام دی چې په هغه کې د تولید وسایل، د تولید ویش، تبادله او د تبادلې وسایل د دولت ملکیت دی اود دولت لخوا پرمخ وړل کیږي. په دقیقه مانا د سوسیالیزم مخالف ټکی سرمایه داري ده. پانګوالي(سرمایه داري) هغه سیسټم ته ویلکیږي چې په ټولنه کې د تولید، ویشلو او تبادلې وسایل په شخصي توګه د شخصي مالکینو لخوا اداره کیږي.
د سوسیالیزم لپاره د ډیرو تعریفونو په منځ کې، لاندې تعریف د خورا جامع تعریف په توګه ګڼل کیږي:
“سوسیالیزم، په ساده مانا، یو سیاسي– اقتصادي سیسټم دی چې په هغه کې حکومت د پلان جوړولو لارې یا په مستقیم ډول د تولیدبنسټیز وسایل کنټرولوي یا په قانوني توګه د تولید د بنسټيزو وسایلو مالک دی. په صنعتي او ځينې وخت په کرنیز سکترو باندې د دېډول کنټرول پلي کولو هدف د ټولنې لخوا د اړتیا وړ توکو او خدماتو تولیدول دي، نه د هغه څه تولیدول چې ډېره ګټه(سود) کوي.
په عین حال کې، د سوسیالیزم ټول ډولونه او اشکال هیله لري چې یو مساوات غوښتونکې ټولنه رامنځته کړي، هغه ټولنه چې په خپلو ټولوغړو د ملاتړ وزرې غوړوي او د بې وزلۍ له منځه وړلو یا د هغې اغیزو کمولو لپاره خصوصي خیریه سازمانونو ته اړتیا نلري.
د سوسیالیزم تاریخ ته یوه لنډه کتنه
د ترسره شویو څیړنو له مخې د سوسیالیستي نظام نښې د افلاطون (۴۲۷–۳۴۷ ق م) په آثارو کې لیدل کیږي. هغه وايي: “د افرادوشتمني د خلکو ملکیت دی او باید د خلکو د مصرف لپاره وکارول شي او حکومت باید د افرادو دندې وټاکي.”
دا فکر په مختلفو پیړیو کې د فیلسوفانو او سیاسي او ټولنیزو پوهانو تر منځ لږ و ډېر مطرح شوی او بالاخره په 19 او 20 پیړیو کې خپلاوج ته ورسید. په اتلسمه پېړۍ کې جان سټوارټ مېل یو انګلیسي فیلسوف په رسمي توګه خپل ځان سوسیالیست معرفي کړ خو نوروهغه د کارل مارکس په مقابل کې یو ایډیالیسټ سوسیالیست ګڼلی و په داسې حال کې چې کار مارکس یې ماتریالیست( مادي) سوسیالیست ګڼلو.
کارل مارکس (۱۸۱۸–۱۸۸۳) د سوسیالیزم د نوې فلسفې (کمونیزم) لیکوال دی چې دغه فلسفه یې تنظیم کړه او په یوه مدونه ( لیکلشوې) ایډیالوژۍ یې بدله کړه. د ۱۹۱۷ کال د اکټوبر په میاشت کې د روسیې د انقلاب مشر “لینین” او له هغه وروسته “سټالین” دمارکسیستي سوسیالیزم ملاتړ وکړ او په پخواني شوروي اتحاد کې یې په عملي ډول پلي کړ او په بشپړه توګه یې یو ماديسوسیالیستي نظام یې رامنځته کړ.
د سوسیالیستي نظام اصلي اصول او اجزاوې
ټولنپالنه: د ټولو سوسیالیستي تیوریو تر ټولو مهم عام اصل د فرد په پرتله د ټولنې په غوره توب او د فردي ګټو پر ځای پر عامه ګټو تمرکزدی. له همدې امله، د سوسیالیزم تر ټولو سخت انتقادونه په “شخصي ملکیت” ( چې د پانګوالۍ ترټولو اساسي برخه ده) باندې وه. معاصر سوسیالیزم لکه د پخواني سوسیالیزم اقتصادي، صنعتي او پانګواله فردګرایې ردوي. دا مکتب د انسان له انفرادیت او دلیبرالیزم او پانګوالۍ له اقتصادی ازادیو سره موافق نه دی او فرد د ټولنې غړی ګڼي، البته دا چلند له هغو فردي ازادیو سره په ټکرکې نه دی چې په ځینو سوسیالیستي پالیسیو کې په ځانګړې توګه په لویدیځه اروپا کې پرې ټینګار کیږي.
سوسیالیزم په حقیقت کې د اقتصادي لیبرالیزم او پانګوالۍ مخالف دی. ځکه چې د لیبرالیزم او پانګوالۍ له نظره په اقتصاد کې د دولتمداخله د اقتصادي نظام د ګډوډۍ او د سوکالۍ د نشتوالي لامل ګرځي.
2. مساوات( برابري): د سوسیالیزم بله برخه د “برابرۍ” اصل دی. سوسیالیستان د تولید د وسایلو شخصي مالکیت د ټولو اقتصادي،ټولنیز او کلتوري فساد او تاوتریخوالي او زیان رسوونکو نابرابریو سرچینه ګڼي، په دې خاطر دوی د مساواتو په اصولو ټینګار کوي.
3. بین المللي (Internationalistic): د سوسیالیزم د اصولو او عناصرو په منځ کې بین المللی افکارو شتون لري لکه ( Humanism). سوسیالیستان ادعا کوي چې د ټول انسانیت د ازادۍ لپاره هڅې او مبارزه کوي.