د وېرې کمول، د بریا خپلو / امیرخان ځلاند

د وېرې کمول، د بریا خپلول!

وېره، کم جرئت، ډار هغه بد مرغه احساس (فیلینگ) دی، چې د ژوند او کارونه پر وړاندې مو لوی خنډ او ځنډ راولي. له خپلو کارونو مو؛وروسته پاتې کوي او تاسې نه پرېږدي، چې مخ پر وړاندې لاړ شئ او حرکت وکړئ، چې دا کار نه یواځې د منلو وړ نه ده؛ بلکېخواشینوونکی او دردونکی هم ده.

د خبرو کولو پر مهال، زمونږ خوله وېره تړي. د کامیابي لومړی دښمن ویره ده. وېره د بریا فرصتونه درنه اخلي. وېره مو ژوند تریخوي. وېرهمو شته، وړتیاوې پټوي. وېره مو په ځان باور له صفر سره ضربوي. د وېرې پر مهال، د زړه نا زړه توب په ناروغۍ هم اخته کېږئ. فرضمثال:

خبرې وکړم؟ پوښتنه وکړم؟ سلام ورباندې واچوم؟ د کسانو ډلې ته ورشم؟ خبرو کولو ته پورتم شم؟ موضوع تشرېح او توضېح کړم؟ چې داټولې نښېنښانې د زړه نا زړه توب علامې دي، چې اساس یې وېره، ډار او کم جرئت دی.

د نېکمرغۍ ځای دا دی، چې وېره کمېدلای، کچه یې ټیټېدلای شي، چې بیا به هېڅوک د خبرو پر مهال ستاسې د وېرې شتون احساس نهکړي.

وېره لرم، څنگه یې کنټرول کړم؟

په دې بحث نه دی، کول پکار چې ولې وېره لرم؟ ټول پوهېږي، چې ولې کم جرئته دی؟ ولې په خپل ځان باور نلري؟ ټول لاملونه یې کورنۍریښه لري. ماشومتوب کې ماشومانو ته وخت نه ورکول، خبرو ته غوږ نه کېښودل؟

د وېرې د کچې د راټیټېدو لپاره؛ اول باید دا ومنل شي، چې ټول انسانان ویره لري، وېره موجوده ده او وېره په بشپړ ډول له منځه نشيتللی؛ خو کچهفیصدي یې ښکته کېدلای شي. کله چې ویره ومنل شي، بیا یې کچه په اسانۍ راټیټېدلای شي.

«اقدام وېره وژني

کله چې، له وېرې تښتئ، وېره ته ډک میدان پرېږئ او درپسې منډې وهي. غوره لاره دا ده چې،  وېرې پر ضد اقدام وکړئ او وېرې تهمنډې ورکړئ. له پښو یې وغورځوئ. یو ځای کې، د خبرو کولو فرصت بهترین فرصت دی، له لاسه یې مه ورکوئ.

د وېرې په اړه ډېرې مقالې او کتابونه لیکل شوي، چې یواځې خام مواد دي. په پخو موادو هله بدلیږي، چې تاسې عملاً د وېرې پر وړاندېاقدام وکړئ، چې په دې برخه کې مقالې او کتابونه یواځې ښایي، د اقدام په طرز او تګلاره مو پوی کړي؛ خو له اقدام، عمل پرته وېره نشيمهار کېدای، یعنې تاسې خپله یاست، چې وېره کمولای شئ، هېڅوک درسره د وېرې په کمولو کې مرسته نشي کولای، دا ځاني پلان اوقدام غواړي.

پر وېرې د برلاسۍ لارېچارې:

۱: تصمیم ونیسئ، چې هر څه کیږي، ښوونځي، پوهنتون او نورو ځایونو کې به خبرې کوئ؛

۲: ژمنه وکړئ، چې له خپلو ښوونکو به ښې پوښتنې کوئ؛

۳: پرېکړه وکړئ، چې په هره غونډه، کنفرانس او سیمینار کې به حتماً برخه اخلئ او خپل نظر به شریکوئ؛

۴: هوډ وکړئ، چې په لارو، موټرو او تفریحي ځایونو کې به له ځوانانو سره جوړ پخیر خبرې کوئ؛

۵: ځینې وخت، له خلکو د ځایونو د ادرسونو او وخت (بجو) پوښتنه هم کولای شئ؛

دوه کاره کولای شئ:

یا به وېرې ته ماتې ورکوئ او له شته فرصتونه امکاناتو به گټه پورته کوئ یا به ټول عمر؛ د وېرې تر اغېزې لاندې فرصتونه ضایع کوئ.

که دا کارونه مو وکړل، په وېرې به لویه بلاء رانازله کړئ او وېره به کنډوکپره، دړېوړې کړئ او تاسې به ډېره ګټه کړي وي.

Scroll to Top