دا غالباً د ۱۹۸۱م کال کیسه ده. یو مسلمان ځوان سره مې پهٔ ډیلي کې ولیدل، هغه د خپلې کیسې د بیانولو پهٔ وخت پهٔ ژړا شو، دی لوستی او د ښې دندې خاوند ؤ، مګر د ځینو لاملونو لهٔ وجې یې دنده لهٔ لاسه ورکړې وه. هغه ډېر ناهیلی او مایوسه شوی ؤ، ویل یې چې کله- کله مې پهٔ ذهن کې د ځان وژنې فکرونه پیدا کېږي. ما وویل، دا خو د مایوسۍ خبره نهٔ ده، تهٔ اوس هم ځوان یې او د ډېر کار انرژي لرې، پرېشانۍ ته هېڅ اړتیا نهٔ شته. لهٔ ځوان مې د ده ډایري وغوښته او دا جمله مې پرې ولیکله:
«باغوان ډېر کله یو بوټی ځکه لهٔ خپله ځایه باسي، تر څو پهٔ بل مناسب ځای کې یې ولګوي.»
بیا مې هغه ته وویل چې کوم خلیجي ملک ته دې لاړ شي او هلته دې کار روزګار ولټوي. هغه یو عربي ملک ته لاړ، څو اونۍ واپس راغی ویل یې چې هلته یې هم کومه دنده ونهٔ مونده. ما وویل «هڅه» صرف د یو ځل عمل نهٔ دی، بالکې هڅه باید بار، بار تکرار شي. زما پهٔ ډېر ټینګار هغه بیا ځلې عربي هېواد ته لاړ، ښه دنده یې ومونده، تقریباً شل کاله کېږي، هلته دی او نهایت کامیاب دی.
داسې بې شمېره واقعې شته چې انسان ته دا درس ور زده کوي چې لهٔ «هڅې» وروسته د هغه «بریا» یقیني ده. مګر «هڅه» صرف د یو ځل ترسره کولو عمل نهٔ دی، هڅه یو مسلسل عمل دی. انسان باید تل د هڅې او کوښښ پهٔ حال کې وي، حتا لهٔ بریالیتوب نه وروسته هم!
– مولانا وحیدالدین خان