د پښتنو په ګڼو سیمو کې د تربور او تربګنیت ذهنیت له ډېر پخوا رغؤل شؤی، تربور پردی کس نه دی، د ماشوم د پلار د وروڼو او ترونو سلسله تر تربور رسیږي، چې تر منځ یې پر کورنیو مسایلو، ځمکو او رغونو شخړې ددې لامل شؤي دي چې د ژوند ټول ښه او بد د دوی پر خلاف او له قصده تر سره کړي؛ آن که په ډانګ پېیلې ووایو، چې د تربګنیت پر اساس له اسلامیته هم منکرېدلی شي.
اوس هم د ډیری کورنیو لخوا ماشومانو ته دا ډول سپارښتنې کیږي چې:
• کله مو که پلانی/ۍ ولید، ستړې مه شي ورنکړئ!
• د تربور تر وړاندې ځان کم مه ښیئ!
• تربور ته په تونده ژبه او تروش تندي ځؤاب ورکړئ!
• د تربور لپاره مسجد ته لاړ شئ!
• پلاني/ۍ زموږ سره هیڅ ښه نۀ دي کړي، ګورئ ښه مو له لاسه ور ونه رسیږي!
او دې ته لا ګڼې غیر انساني سپارښتنې چې ډیری پښتانه یې د ماشومانو تر ذهنونو ور تړي یادؤلی شو.
نو درنو کورنیو او مشرانو!
تاسو خپلو ماشومانو ته د تربګنیت او دوښمنۍ ذهنیت او احساس مه ورکؤئ، ځکه پدې چاره به مو اولادونه د ټولنې په شر ثابت شي.
لطفاً؛ دوی ته ستاسې دوستان او ملګري ښه یاد کړئ، له دوی د ښو خاطرو او خیر رسؤنې ورته ووایاست، ترڅو ستاسو د ماشومانو ذهنیت د ټولنې پر شر او تربګنیت نۀ؛ بلکې په خیر او ګټه جوړ شي.