ژورخفګان څنګه کنټرول کړو؟

په ژور خفګان باندې ښايي هرڅوک د هر جنس، نژاد او ټولنې وګړي خلک اخته شي. له هغو ۱۰ کسانو څخه چې ډاکترانو ته مراجعهکوي یو یې په ژورخفګان اخته ناروغ وي. په نیمایي کسانو کې یې دا ناروغي نه تشخصېږي.که دا ناروغي کنترول او قابو نه شي، ژوندبې مزې کېږي او د ځان وژنې خطر ترې پیدا کېږي. لاندې مو یې نښې او د قابو کولو حل لار بیان کړې دي

اول:که یو کس له ۹ څخه ۵ لاندنۍ نښې ولري او یوه میاشت وخت پرې تېر شوی وي، ښایي دا کس په ژور خفګان اخته وي:

ـ کم خوب یا تر اندازې زیات خوب کول

ـ پر خپلو کارونو باندې کنترول نه درلودل

ـ تر اندازې زیات فعالیت یا سست توب او شل و پول والی

ـ جنسي اړیکو ته نه علاقه او کم میلي

ـ ځان ته په کم ارزښت کتل او د ګناه احساس

ـ د تمرکز نشتون

ـ د ځان وژنې چورتونه وهل

دویم: ښایي خفګان د خاصو پېښو څخه وروسته لکه، د یو چا د ډېر نېږدې کس د مړینې وروسته یا د سختې ناروغۍ پر وخت، یا هم دطلاق او یا بلې لویې ستونزې پر مهال منځ ته راشي.

دریم: هغه عوامل چې د خفګان کبل ګرځي: د مغذي مواد کمبود او یا یې تر اندازې زیات اخیستل، ډېرې دواګانې، الکل څښل،کافئین،قهوه، نیکوتین، «سیګرېت، نصوار» د وینې ټیټ شکر، د بدن د هورمونو نه تعامل، حساسیت، د درنو فلزات مسمومیت او نور مسمومیتکېدای شي

څلورم: هغه اصول چې د ژور خفګان منځنیو یا لومړنیو نښو په لیدلو سره باید مراعات شي:

ـ د کورنۍ او ملګرو سره خبرې کول

ـ په منظم ډول ورزش کول

ـ د غذايي رژيم مراعاتول

ـ د الکل څخه ځان ساتنه

ـ د ژوند عادي چارې پر مخ وړل

ـ د شوخو او خنده دارو فلمونه کتل

ـ په ورځني ډول د خاطراتو په کتابچه خپلې خاطرې لیکل

ـ د نور خلکو سره په اړیکو کې د هغوی ستونزو ته رسېدنه

پنځم: هېڅکله باید هېر نه کړو چې په دې خاورینه نړۍ کې هېڅوک هم ونلرو د هغوی په ځای یو لوی او قادر الله «ج» تل زموږ سره شتهچې هېڅ وخت مو له ځانه نه شړي.

شپږم:په منظمه بڼه د ورزش کول خصوصاً د ملګرو سره مه هېروئ.

اووم: د اونۍ په وروستیو ورځو کې ګرځېدل او چکر وهل مو د ژوند برخه وګرځوئ.

Scroll to Top