د کافکا دا لنډ او کم حجمه ناول ”مسخه” یو سيمبوليک ناول دى، نو سطحي ریالیستیک پیغام ترې نه شو اخیستلی.
د کافکا په دې کوچني ناول کې دومره مانا نغښتې چې څو کتابونه خبرې پرې کیدلای شي.
”مسخه” د خلکو د حقیقي ژوند فانتزي روایت دی، چې د خاصو شرایطو په دام کې لوېدلي دي او د ژوند دې شرایطو په دوی کې داسې فکرونه رامنځته کړي چې ټول ژوند ته یی بدلون ورکړی.
”مسخه” که له هر اړخه څېړو داسې نوي، ارزښتناک ټکي او عوامل په کې وینو، چې د ټولنې په پېژندنه، ارواپوهنه او انساني علومو کې ترې ګټه اخیستل کیدای شي.
لکه په لنډ ډول:
۱)نظرونه او تفکرات دي چې د دغه ناول په هر شخصیت کې موږ ته را مخ ته کېږي.
_ لومړی شخصیت د ناول اصلي کرکټر دی. ګریګور سامسا باید له دوو اړخونو، له ګونګټ (حشره) کېدو مخکې او وروسته وڅیړو.
مسخه په دغه رومان کې د سامسا د شکل د تغیر قاعده ده چې په یوه ګونګټه یا هماغه مسخه شوي حشره بدلېږي.
ګریګور له مسخې مخکې او وروسته د څو ځانګړنو درلودونکی دی چې ډېر ورته والی او بدلونونه په کې موندلی شو.
۱) ورته والی د هغه تفکر دی؛ ګریګور د یوه بې ازاره انسان مثال دی، هغه خپل تفکر په ټوله مانا انسانیت ته وقف کوي. ګریګور په دې اساس چې کافکا یې انځوروي، هغه انسان دی چې ټولې عاطفي او انساني ځانګړنې په کې لیدل کېږي او دغه ځانکړنې په ښه بڼه په هغه کې ښکاري او له دغو ځانکړنو څخه یوه یې هم د هغه د مهربانۍ او ريښتنوالۍ احساس دی.
ګریګور، سره له دې چې پوهېږي هغه کار چې ده په غاړه اخستی سخت او د کرکې وړ دی؛ مګر بیا هم دا کار کوي، ځکه هغه په ذهن کې په دې باوري دی چې کورنۍ او خور سره د زده کړو برخه کې مرسته، تر ټولو ستر او انساني عمل دی چې موږ یې ترسره کولای شو.
د ده د همدغه نظر له امله ، هغه کار کوي چې هېڅ علاقه ورسره نه لري او په ځان کې د ژوند د معنا احساس رامنځ ته کړي؛ خو بل اړخ ته د ده دا نظر هغه انسانان راښیي چې د ژوند څخه هېڅ درک نه لري.
ګریګور که څه هم په خپله د ژوند مانا موندلې؛ خو ریښتیا دا دي چې هغه په یوه اجاره یی مفهوم، د خپل ژوند د مانا له پاره دی، او دغه نظر یې په ټول ژوند سیوری غوړولی. بل مفهوم، چې دا رومان یې د ګریګور د شخصیت په اړه راښیي؛ د مسخې پېښه ده. د مسخې وروسته ژوند یی هماغه ورته شرایط لري، چې له مسخې مخکې وو.
لومړی باید په دې خبره وکړم چې مسخه په کومو شرایطو کې ده ته پېښه شوه او ده ته په څه مانا ده؟ مسخه یو غېر معمولي پېښه ده چې د ژوند په جوړښت کې په خپله را منځ ته شوې.
د کافکا له نظره د ژوند پوچوالی:
کافکا په دې نظر دی چې د نړۍ ټولې اجزاوې او هر هغه څه چې په هغه کې رامنځ کېږي، په همدغه اندازه په خپله او ناځوانيتوب رامنځ کېږي؛ مګر د کافکا نظر له دې څخه هم پورته تللی او دغې موضوع ته اشاره کوي چې د انسان پوچوالی، چې د نامنظم ټولنیز شرایطو په پایله کې رامنځ ته کېږي او انسان، له دې پرته چې له دغو شرایطو څخه هیڅ پوښتنه وکړي، هغه مني او سره له دې چې دغه قضیه غېر ارادي او په ناپامۍ کې رامنځ ته کېږي او انسان ترې د تښتې هېڅ لاره نه لري. دا پوچوالی د انسان هماغه د بیچارګۍ څېره ده چې انسان، له هغې سره له عادت کولو پرته بله لاره نه لري.
بل تشویش چې کافکا یې په دغه کیسه کې بیانوي؛ د جسم او فکر نه اړیکه ده: ګریګور دغه منظر په کیسه کې بیانوي، چې د خلکو ذهني فضا، هېڅ وخت په جسم پورې اړه نه لري. ګریګور وروسته له دې چې په ګونګټې بدلېږي، هېڅکله هم د انساني دید بدلون په خپلو افکارو کې نه څرګندوي.
په اصل کې کافکا غواړي دې ته اشاره وکړي چې د انسان ذهن، د شرایطو څخه یو ځانته مفهوم دی وجود او جسم، هغه څه دي چې د وخت په تېرېدو او په بېلو شرایطو کې له منځه تلونکي او بدلون منونکي دي.
له دې امله، یوازینی لامل چې په انسان کې له تغیره او انحراف پرته دوام لري؛ د هغه ذهن دی.
دغه ذهن ان په ښه منظر کې د کافکا په وسیله ازموینې ته لویږي او دا هغه صحنه ده چې کافکا، ګریګور انځوروي، چې د مسخه کیدو سره سره هم مهربانه دی او بیا هم دې ته فکر کوي چې خپل کار ته څنګه لاړ شي؛ خو په مقابل کې هغه کورنۍ وینو چې د دوی په جسم او شرایطو کې هیڅ بدلون نه دی راغلی او سره له دې چې د ارواپوهنې په لحاظ له ستونزې سره مخ دي.
لنډه دا چې کافکا یوه پوچه فضا رامنځ ته کړې او د هغو شرایطو رامنځ ته کېدو لکه مسخې… ته اشاره کوي چې د بڼې ، اندازې، … بدلون هېڅکله د انسان پر ذهن اغېز نشي کولی.
د کافکا بل تشویش؛ د انسان بی قدري ده. که مو پام وي، گریگور د داسې پلار سره مخ کېږي چې پر کورنۍ یې اقتصادي فشارونه راوړي خو نور دې ته مجبوروي چې د هغه پورونه ورکړي!
دغه امر بل اړخ هم لري، ګریګور په ټوله کیسه کې تر هغه وخته، چې د کار کولو شرایط یې لرل، د کورنۍ د پور د ادا کولو لپاره ټوله هڅه کوي؛ خو د پلار په وړاندې، سره له دې چې پام نه ورته کوي، هغه اضافي بار هم ګڼي. په کیسه کې وینئ چې دی وروسته له مسخې کیدو ګریګور ته ډېر ضرر رسوي او ان د هغه د وژلو هوډ لري.
په عمومي ډول ویلی شو چې ”مسخه” د هغو دردونکو رومانونو څخه دی چې د بشر او بشریت په غم کې لیکل شوی.
ښایی لږ د غِلو خبره وي چې د ”مسخه” په اړه موږ داسې وغږیږو او هغه تحلیل کړو ؛ خو باید ووایم، ادبیات هغه بازار دی چې هرڅوک هغه ته دننه کېدای شي او د ډېرو لاس ته راوړنو سره ددغه بازاره څخه را بهر شي، له دې امله د ”مسخه” رومان څخه ازاد برداشتونه درلودلای شو. هغه ټکي چې د مسخې رومان په اړه یې باید هېر نه کړو،
مسخه یو پیچلی رومان دی چې د تحلیل لپاره یې باید هره کرښه په دقت سره ولولو او هره پاڼه یی ځانته د عقل په بنا وڅېړو .
دا رومان ولولﺉ، حجم یې لږ؛ خو له مفهومه ډک دی.
د دغه رومان په اړه ځینې نظرونه شته، لکه څوک یې رومان، ځینې یې تور رومان ګڼي؛ خو لید لوری په ادبیاتو کې، یوه شخصي سلیقه ده.
ولې، دې امر ته هم باید پام وکړو چې د کلماتو اغېز له نظره نه شو غورځولی. مسخه هم د ناهیلۍ او پوچۍ رګونه لري چې موږ یې نه ردو؛ نو ځکه ”مسخه” رومان ته تور رومان وایي.
مګر،ډېرې تیارې دې چې موږ ته د رڼا الهام راکوي.
د مولانا په وینا: (د کفر تر زړه راغلم چې ایمان ته و رسم).