څېړنه: ماشوم چې څومره شوخ وي، هومره هوښيار وي

د ماشومانو ټوکي ټکالې د هغوی د هوښيارۍ او ځرکتیا نښه ده.

په ترکیه کې یوه ترسره شوې څېړنه ښيي چې ټوکي ماشومان تر نورو ډېر هوښيار وي او په ماشومانو کې د ټوکو او هوښیارتوب ژوره اړیکه لیدل شوې ده.

دغه څېړنه په ۲۰۰ ماشومانو شوې ده. په څېړنه کې ماشومانو ته داسې کارتونه ورکړل شوي چې کارټونان پرې رسم وو. بیا یې ورته وویلي وو چې دې کارټون ته په کتو دې یوه خندونکې خبره ولیکي. بیا وروسته ۷ نورو متخصصینو دغه جملې سره ډلبندي کړې او لومړی، دویم، درېیم … درجې یې ورکړې.

له دې وروسته د ټولو ماشومانو ځیرکتیا هم اندازه شوې ده. بیا چې په ماشومانو کې د ځيرکتیا او ټوکو اړیکه وڅېړل شوه، نو معلومه شوه چې په کومو ماشومانو کې ټوکې ډېرې وې، هغوی تر نورو ډېر هوښيار هم وو. په کومو ماشومانو کې چې عمومي معلومات او ژبنی منطق زیات و، په هغوی کې د ټوکو او طنز کچه هم همدومره لوړه وه.

د اناتولو پوهنتون استاد یوغور سایک د دې پروژې مشر و، دی وایي چې په ماشومانو کې د ټوکو او طنز ځانګړنه زړه راښکونکې ده، خو دا ځانګړنه یې له هوښيارتیا سره هم ژوره اړیکه لري.

Scroll to Top