له ښه مرغه انسان په نظم هم عادت کېدای شي. طریقه یې دا ده چې د اړتیا پر وخت د اړین کار کولو تمرین وکړئ. که کار مو خوښېږي کهنه، که یې د اړتیا پر وخت وکړئ، دا عادت مو ورځ په ورځ قوي کېږي، بیا به پلمې نه کوئ.
بد عادت زر اخیستل کېږي، خو ژوند سختوي. ښه عادت په سخته اخیستل کېږي، خو ژوند ښه کوي. ګویته وایي: (هر کار په اول کېسخت وي.)
په فردي نظم عادت کېدل، پر نفس واکمني او کنترول سخت وي، خو که دا عادت قوي شو، بیا به دا کارونه اسانه او اتومات کوئ. چلند تهمو چې د فردي نظم عادت ننوت، بیا که بې نظمه شوئ، ځان به درته ناآرامه ښکاري:
ښه خبره دا ده چې ټول عادتونه اخیستل کېږي. که له ځانه د خپلې خوښ سازوئ، ددې لپاره ټول اړین عادتونه اخیستی شئ. د فردي نظمپه مرسته غوره انسان کېدای شئ.
هر ځل چې فردي نظم عملي کوئ، د نظم نور اصول ورسره پخپله قوي کېږي او په دې برخه کې چې هر ضعف رامنځته کېږي، له بده مرغهنورې برخې هم ځان سره ضعیفه کوي.
د فردي نظم عادت قوي کولو لپاره لومړی باید دا پرېکړه وکړئ چې په هره برخه کې باید څنګه چلند وکړئ. بیا مو چې په هغه برخه کې دنظم دا عادت نه وي اخیستی، هېڅ ډول استثنايي حالت به نه منئ. هر ځل چې ښوېدئ، ځکه ښودل عام دي، په دې وخت کې خپل هوډ بیاقوي کړئ، نظم ته دوام ورکړئ چې نظم درته تر بې نظمۍ اسانه شي.
د فردي نظم لوړې کچې ته رسېدل په زړه پورې ډالۍ لري! د فردي نظم او ځان درناوی ترمنځ مستقیمه اړیکه ده.
څومره مو چې پر ځان واک او کنترول زیاتېږي، ځان به درته ډېر ګرانېږئ او په خپل قدر به پوهېږئ.
څومره چې منظم یئ، هومره به د ځان درناوی کوئ او په ځان به ویاړئ.
څومره چې منظم یئ، هومره به د ځان په اړه ښه تصور لرئ. د ځان په اړه به مو فکر مثبت وي او قوي و خوشاله انسان به یئ.
د فردي نظم عادت ساتل او پالل قوي او تلپاتې مبارزه غواړي، چې ژوند وي دا به کوو. دا کار نه خلاصېږي. په انسان کې تل د اسانه کاراو مصلحت لمسه وي. دا لمسه په تمه وي چې یو فرصت پیدا کړي، درته پیدا شي، تاسې له لارې خطا کړي او هغه سخت او مهم کار درنهپاتې کړي چې ستاسې ژوند ښه کوي، د دې پر ځای درته یو آسانه او بې ګټې کار مخې ته کوي.
ناپیلیون هېل په خپل مشهور کتاب (د شتمنۍ کونجي) کې وایي چې: (فردي نظم د ټولو شتمنیو کونجي ده) همدا یې بیا د کتاب نوم همکړی دی. فردي نظم د ځان خدمت، ځان ته درناوی او فردي غرور دی. د فردي نظم تقویه پر ټولو ستونزو ستاسې برلاسیتوب تضمینوي اوفوقالعاده ژوند درته سازوي.
دا چې ولې ځينې خلک بریالي دي او ځینې ناکام، لامل یې همدا د فردي نظم وړتیا ده.