تل ریښتیني اووسئ!

‎په دې نړۍ کې رښتینوالي هغه ځواک دی چې کولای شي، ستاسو محصول او پایلو ته څو چنده کیفیت ورکړي او هغوی چې له خلکو سره په ډېرې امانتدارۍ او پوره اخلاص سره معاملات ترسره کوي، نه یوازې مادي وجوهات ترلاسه کوي، بلکې د معنوي بډاینې لپاره هم له دوی مخکښ خلک نشته. د علي بابا ګروپ بنسټګر جک ما له قوله، د ده د بریالیتوب راز رښتینوالي او په معاملاتو کې امانتداري ښودل شوي. د ده له نظره یو رښتینی سوداګر چې درک ولري، هېڅ دښمنان نه لري او محدودیت يې نشته او بل ځای لیکي، چې د خلکو سره په معاملاتو کې رښتینوالی او امانتدارۍ ماته دا اجازه راکړې، چې په ډېری داخلي او بهرنیو کـاروبارونو کې شریک پاتې شم او په نړۍ کې ځان په رښتیني توګه یو اغېزمن شخص معرفي کړم. دا او دې ته ورته هغه مثالونه دي، چې د رښتینوالی له لارې یې وکولای شول چې ځان ته خلک متوجه کړي او خلکو ته غوره ثابت شي، چې له دې امله ویلی شو، چې یو ګل که هر څومره ډېر رنګونه ولري ښکلا یې هم هومره زیاته وي او که هر څومره مخونه ولري هغومره د ستاینې وړ وي؛ خو یو انسان که دوه رنګه شو یا یې ځان دوه مخۍ وښود، نو نور یې مخ د کتو نه وي او هېڅوک پرې اعتماد او باور نه شي کولای. پس که تاسو هم غواړئ چې د بریا لور ته سوق شی یا مو کـاروبارونه په اغېزمنه توګه مخکې ولاړ شي، د رښتینوالی اصل له پامه مه غورځوئ. کار وکړئ، ګټه وکړئ خو دا مه هېروئ چې تاسو یو امانتدار انسان یاست او باید چې خپل ټول فعالیتونه د دغې ټکي تر چتر لاندې ترسره کړئ.‎

Scroll to Top