د سپېس ایکس په نوم فضايي شرکت او د برښنایي موټرو ټېسلا شرکت رئیس، ایلن ماسک ویلي چې د برښنایي الوتکو جوړولو ته یې زښته تادي ده.
ماسک ویلي په دې برښنایي الوتکو کې به داسې ټکنالوجي کاروي چې الوتکې به له خپل ځایه په عمودي ډول د پورته کېدو او بېرته کېناستو وړتیا ولري.
ماسک دا خبره په خپل ټوېټر د یوه بل کاروباري شخصیت Peter H. Diamandis, MD په ځواب کې کړې ده ده. پيټر په خپل ټوېټر لیکلي وو چې:
«ایلن ماسک د برښنایي تادیاتو، فضايي کشفیاتو ، موټر او شنې انرژۍ په برخه کې ډېر ستر بدلونونه راوړي دي. تاسې څه وایئ چې نور په کوم صنعت کې کار وکړي؟ زما خوښه خو هوانوري ده.»
ماسک د همدې ټويټ په ځواب کې ویلي چې «زما د برښنايي الوتکو جوړولو ته زښت زړه کېږي، خو که نور کار زیات کړم … (ماغزه به مې وچوي).»
ایلن ماسک له کلونو راهیسې د ټکنالوجۍ په برخه کې کار کوي، د Space X په نوم فضايي شرکت لري چې په لومړي ځل یې فضا ته تجارتي پروازونه پيل کړل.
د Tesla په نوم د برښنایي موټرو یو شرکت لري، سره د دې چې کله یې د برښنایي موټرو خبره مطرح کړه، د ډېرو خلکو پرې باور نه کېده چې دا کار به ممکن وي.