څنګه ټولنيز اضطراب له‌منځه يوسو،او خپل باور پياوړی کړو!

موږ ټول د کافي استعداد خاوندان يو. خو ځينې له خپل استعداد ګټه اخیستلی شي او ځينې نه. له استعداد سره سره، په ځان باور او اعتماد هم ضرور دی. خوشبختانه هغوی چې له خپل استعداد يې ګټه اخيستي په ځان اعتماد او باور يې لوړ ساتلی. خو هغوی چې پر ځان بې باوره او بې اعتماده دي، له خپل استعداد ګټه نشې اخيستلی. ددې لپاره چې ټولنيز اضطراب او پر ځان بې باوري مو ماته کړې وي لاندې سپارښتنې عملي کړئ!

لومړی: ځان ته مثبتې او له ډاډ ډکې خبرې وکړئ!
ځان ته ډاډ او مثبته انګيزه ورکول مو پر ځان باوري کوي او ښه احساس دربخښي. ددې پرځای چې ځانته منفي خبرې وکړئ او د حالاتو د خرابېدو په اړه فکر وکړئ، ووايی چې هر څه به ښه شي. هر هغه څه چې غواړئ ترسره يې کړئ يايې لاسته راوړئ په اړه يې ځانته معلومات راټول کړئ او د ترلاسه کيدو تصور يې وکړئ،وروسته يې ځانته ياد‌کړئ چې زه يې حتمآ ترسره کولای شم. هر څومره چې د يو شي په اړه مثبت فکر او ذهنيت جوړوو،همغومره موږ د ځان لپاره د خوښې وړ حالت برابرولی شو.

دوهم: تېرې لاسته راوړنې در يادې کړئ!
د هغو کارونو ليست برابر کړئ چې تاسو په تېر کې ترسره کړي او تر ډېره پرې فخر کوئ. نوموړی لیسټ له ځان سره وساتئ او کله هم چې پرځان بې باوره کېږئ او احساس مو خرابېږي همدا لیسټ کې ترسره شوې کړنې ځانته در يادې کړئ،او ووياست چې زه له هم په کافي توګه انرژي لرم چې حيرانوونکې کارونه پرې ترسره کړم او ځانته پرې برياوې رامنځته کړم.

درېيم: په ذوق او علاقه مو تمرکز وکړئ!
ممکن تاسو د ډېر څه درلودو او لاسته راوړلو احساس وکړئ، خو يوازې هغه څه ترلاسه او ترسره کړئ چې مينه،علاقه او شوق ورسره لرئ.

څلورم: تمرين وکړئ!
په منظم ډول سپورټ ترسره کول نه يوازې د روغتيا لپاره ګټه لري. بلکې په منظم ډول سپورټ ترسره کول مو د رواني روغتيا له پلوه منظموي او په ځان اعتماد او باور مو زياتوي. هره ورځ ديرش دقيقې په منظمه توګه سپورټ کول مو ورځنی مهم ټکی وګرځوئ او په بدن کې مو د رواني،فزيکي او جسمي بدلونونو شاهدان واوسئ.

پنځم: د روانيدو،کيناستو،او ولاړیدو وضعيت مو کنټرول کړئ!
پر ځان بسيا،اعتماد او باورمن کيدو لپاره ستاسو ظاهري بڼه ډېره مهمه ده. که په يوه ډله کې د تللو،کيناستو او خبرو کولو فرصت په لاس درغی، له ظاهري بڼې او باډي لنګويچ سره مو ډېر احتياط وکړئ. د يوې ډلې په منځ کې د غاړې او اوږې پورته کولو او ټيټولو، د لاسونو اچولو ولاړیدو او کيناستو سره مختاط اوسئ. دا چې څنګه او کوم ځای کې نورو ته ځان وروپېژني او خبرې کول زده‌کړئ.

شپږم: ځانته يې ياد کړئ چې هېڅوک ستاسو شرم او بې اعتمادي نه ياداښت کوي!
هېڅوک دغې نړۍ ته له اوله جراتي او پر ځان باوري نه د راغلي. دوی هم په لومړيو کې بې اعتمادی او بې باوری په سر اخيستې وو. تاسو هم حتمآ د نورو غوندې پر ځان باوري کيدای شئ. که په لومړي ځل په يوه ډله کې ګډون کوئ او د شرم او بې باوری احساس مو وکړ، ځانته يې ياد کړئ چې هېڅوک هم دومره اوزګار نه دي چې زموږ دغه کوچنی منفي نقطو ته توجو ورکړي او له ځان سره يې ياداښت کړي.

اووم: ځانته يې ياد کړئ چې لومړی هرڅه له صفر پيلېږي!
ډېری خلک له دې کبله پر ځان بې باوره او بې اعتماده کېږي چې په لومړيو کې د ځان لپاره لوی کارونه او اهداف ټاکي.
ددې لپاره چې پر ځان باوري او بسیا واوسئ لومړی په يوه کوچنی ټولنه کې له څو خلکو سره خبرې اترې او اړيکې ټينګې،او همدرانګه د ځان لپاره لومړی کوچني اهداف وټاکئ.

Scroll to Top