نوې ژبپوهنه او ژبني مسایل د مشهور لیکوال او ژبپوه پوهاند حبیب الله تږي اثر دی، چې په دیارلسوه څلویښتمو کلونو کې لیکل شوی. لومړی ځل هماغه مهال د دولتي مطبعې له لوري، وروسته “د ختیزې سیمې د لیکوالو او ژورنالیستانو خپلواکې ټولنې” لخوا او درېیم ځل د دانش خپرندویې ټولنې لخوا یولس کاله وړاندې چاپ شوی. دغه کتاب دولس څپرکي لري، چې ټول یې پر ژبنیو مسایلو بحث کوي.
پوهاند صاحب تږی چې په امریکا کې د فیلالوژۍ له زده کړو فارغ شو، بیرته خپل هېواد ته راغی او د نوې ژبپوهنې په رڼا کې یې دغه کتاب ولیکه.
د دغه اثر لیکوال د هغه وخت له ټولو لیکل شویو اثارو سره پر توپیر له یوې مخې له انګریزي اخځلیکونو استفاده کړې ښایي همدا علت وي، چې په لیکنو کې یې د نوښت او نویوالي رنګ لا تراوسه خوندي پاتې دی.
کتاب د خپل وخت په نویو موضوعګانو نوې خبرې لري. لومړی ځینې پوښتنې مطرح شوي او بیا تر پایه په مفصل ډول د دغو پوښتنوځوابونه ویل شوي.
کله چې پر ځینو عنعنوي ژبنیو مسایلو انتقاد کوي، نو لیکي: ” …د ژبې هغه وسیعه او سیستماتیکي مطالعه چې اوس ( نوې ژبپوهنه) بلل کېږي او تر ډېره زیاته حده پورې یې حتی موجودیت د پاڼيڼي د ګرامر مرهون دی. موږ ته په خپله اصلي بڼه تراوسه لا نه وه رارسیدلې. مثلآ موږ د فونیټیکس Phonetics له علمي مطالعې سره، چې د نولسمې پېړۍ په منځ کې شروع شوه په اساسي ډول لا نه یو بلد”. (نوې ژبپوهنه او ژبني مسایل: ۶)
لیکوال چې د هغه مهال پر ځینو لیکوالو انتقادونه کړي او خبرې یې د نوې ژبپوهنې په رڼا کې ناسمې ثابتوي، نو د لیکوال یا یې د کتاب له نوم اخیستو ډډه کړې او د نوم پر ځای یې دغسې عبارتونه راوړي:
” یو تن زموږ له لیکوالو نه لیکي” یا لکه دا چې: ” د دې خبرو په پای کې لیکوال په دې غږیږي”.
دا چې تر انتقاد لاندې لیکوالان ولې د لوستونکو پر مخ روښانه شوي نه دي ښایي ځینې علتونه ولري، خو ماته یې د نوم پټولو خوند رانکړ او ګومان کوم د تږي صاحب انتقادونو هله خوند کاوه چې تر نقد لاندې لیکوال او یا اثر په ډاګه شوی وای.
په کتاب کې له ډېرو داسې خبرو سره مخ کېدای شو، چې ښایي د بل لیکوال له قلمه ورسره مخ شوي نه وای. د عنعنوي یا دودیزو لیکوالانو ځینې حساسیتونه ښيي او لیکي: پښتو څه چې نورو ژبو انګلیسي کې هم د عنعنه پسندانو له خوا داسې حکمونه شوي دي، چې د It is i پر ځای It is me ویل بده انګلیسي ده یا دا چې د Night پر ځای Nite لیکل د انګلیسي ژبې حیثیت ته صدمه رسوي.
دغه ډول په دري کې ځینې استادانو داسې حکمونه کړي دي، چې ریختاندن، سوختاندن او کوشش کردن غلط دي باید و نه ویل شي یا دا چې د ” من نمیتوانم” پر ځای مه نمی تانم” ویل خرابه پارسي ده.
دا راز ځینو هغو تیروتنو هم اشاره شوې، چې په پښتو ژبه کې یې ډېر وخت دود لاره. مثلآ ډېرو پښتنو یا د نورو ژبو دودیزو ژبپوهانو هم د لیک بدلون د ژبې بدلون ګاڼه. دري ژبو فکر کاوه که خُرد کلمه ” خورد” ولیکو نو ژبه به ورسره ګډوډي ته لاړه شي. له بده مرغه د داسې فکر خلک اوس هم شته تر دې، چې فیسبوک کې مې یوه ورځ د اروا کلمه د ” ارواح” په پرتله غوره ګڼلې وه، ډېرو راته لیکلي وو، چې تاسې ګوندې د پنځو ستوریو او نورو پخوانیو لیکوالانو پښتو ور خرابوئ.
د پښتو ټولنې هغه پریکړې چې لهجوي دي، خو د لیکدود د یوالي په اړه شوي، ځینې خلک یې په غلطۍ املایي پریکړې بولي، همدې خبرې ته تږي صاحب اشاره کړې او ویلي یې دي، چې دغسې پریکړې لهجوي دي او املایي نه دي. د بېلګې په توګه هغه فیصلې چې د یوې کلمې د څو بڼو په اړه راته یوه لیکنۍ بڼه سمه ښیي املایي دي او هغه چې په ګړنیو بڼو کې یوه غوره ښیي لهجوي دي لکه د ژوند، جوند او زوند په ګړنیو بڼو کې چې ژوند شکل کره ګڼل شوی.
نوې ژبپوهنه او ژبني مسایل چې تر پایه ولولو راته ورو ورو جوتیږي، چې متخصص او د نوې ژبپوهنې مسلکي لیکوال راسره خبرې کوي. لیکوال په رښتیا هم مسلکي سړی دی او ډېرې خبرې راته د ذوق یا شخصي غوښتنو پر بنسټ نه بلکې د علم پر بنیاد څرګندول غواړي.
څو لسیزې وړاندې د پښتو ژبپوهنې ډېرې خواوې په تیارو کې پټې وې تر دې چې اوس هم زموږ د ژبپوهنې ډېر مسایل روښانه نه دي.
مثلا، املایي، ژبني او لهجوي موضوعات سره ګډ شوي او پر توپیر یې سهي کار نه دی شوی.
د پښتو ژبپوهنې همدغسې یو کمزوري حالت ته تږي صاحب څو ځایه اشاره کړې او د ژبنیو مسایلو د مستدلل بدلون له غوښتنو سره مو مخ کوي.
د پښتو لیکدود یووالی هغه موضوع ده، چې تر ننه پرې هڅې روانې دي او لا هم ډېر علمي چوپړونه غواړي. تږي صاحب پرې خبرې کړي او د لیکدود د وحدت په اړه یې د پښتنو لیکوالو خپلو غوښتنو ته تمایل ښه نه دی ګڼلی او په وینا یې علمي خواوو او ژبنیو دلایلو ته پکې پاملرنه ضرور ده.
د لیکدود په بحث کې د دوو کلمو د التباس مخنیوی ښه ګڼل شوی، خو یو څه ته چې ښایي د تږي صاحب له لوري پکې د التباس مخنوي ته پام نه دی شوی، په کتاب کې څو ځایه د ژبپوه یا زبانشناس لپاره د ” ژبپوهان” لیکل دي په اوسنۍ پښتو کې ژبپوهان د ژبپوه جمع حالت ښیي او دې ته ورته” ژبپوهاند” د زیار صاحب په پښوییزو اثارو کې موندلای شو، چې د همدې ژبپوه ویي پر ځای یې کارولی. دا چې په پښتو کې د غږونو او تورو ترمنځ ځینې ستونزې لا تراوسه حل شوې نه دي، په دغه ژبني اثر کې د فونیم او ګرافیم ترمنځ مطابقت اړین بلل شوی.
لیکوال د پښتو سوچه کېدو چټک پیل تر دویمې نړیوالې جګړې راوروسته ښیي. دی د ژبې سوچه کولو منشا غیر ژبني ارزښتونه ګڼي، چې په هره ټولنه کې په بېل ډول تظاهر کوي. دا راز د سوچه کولو هڅه د معیار نه بلکې د شخصي ذوق او غوښتنو پر بنیاد ولاړه بولي. د لیکوال په وینا د نورو ژبو لغتونه زموږ ژبه نه شي ټیټولای او باید په قاموسونو کې هغه لغتونه ولیکل شي، چې ټولو ته د فهم وړ وي.
د معیاري لهجې په اړه پوهاند تږی ځانګړې خبرې لري او په اند یې د” معیاري ژبې” اصطلاح پر ځای باید “معیاري لهجه”ووایو.
تږی صاحب د معیاري پښتو لپاره شوې هڅې ستایي خو په وینا یې دا معیار یوازې کتابي او اخباري بڼه لري او شفاهي معیاري پښتو لا تراوسه نه لرو.