د Me before You کتاب پېژندنه؛

زه مخکې له تا د جوجو مویز له مشهورو کتابونو څخه دي،
دا کتاب کاملاً احساساتي اثر ده چې بې له ځنډه بعد له خپرېدو په 2012 کال کې د بریتانیا په زیات پلورل شوي کتابونو کې لومړي کتاب شو.

زه مخکې له تا رومانټیک او غمجنه کېسه لري. د دې کتاب لوستونکي په دې باور دي چې د دې کتاب لوستلو پر مهال د اوښکو بهېدل حتمې ده.

زه مخکې له تا رومان په 2016 کال کې د مثبتو لاسوهنو وروسته، د سینمایی اقتباس وړ هم وګرځېد یانې یو فلم ترې جوړ شو. دې رومان د ډېری کارپوهانو پام ځان ته واړوو؛ د <U.S.A. Tody> او نیویارک ټایمز څرګندونې د ستاینې وړ وي او حتی د نیویارک ټایمز منتقد وویل؛ کله چې مې دا رومان پای ته ورسول، نه مې غوښتل نقد پرې وکړم، بلکې غوښتل مې بیا یې ولولم.
د معلولیت لرونکو خلکو ځینې مدافعینو انتقادونه کول چې باور درلود دا رومان په ټولنه کې د معلولینو ډېر فشار باندې ټینګار کوي.

د کیسې اصلي اتلان هلک او انجلۍ ده چې د ټولنېز شخصیت او موقعیت له مخې یو بل سره هېڅ ګډه وجه نلرې. 26 کلنه لوییزا (لو) کلارک ساده او کلېواله انجلۍ ده چې مجبورېږي د نامناسبې مالي موقعیت په خاطر د عصبي ویل ترینر ساتنې دنده په غاړه اخلې. 35 کلن ویل تر دوو کلو مخکې بریالي او ډېر فعاله کس وو خو د موټرسایکل سره د یوې پیښې له امله په ویلچر کې ګرځېدو، خپله روحیه یې له لاسه ورکړې او د مرګ هېله یې کوله. هغه فکر کول یوازېنی قدرت چې ورته پاتې ده د ژوند ختمول دي.

په لومړیو کې داسې بریښي چې زه مخکې له تا د ګران هلک او بیوزله انجلۍ مینه ښیي، خو دا مسله نده. د لو او ویل ترمینځ مینه رامینځته کول اسانه ندي، دا دوه کردارونه د کیسې په اوږدو کې د یو بل لپاره ډیری حیرانتیا رامینځته کوي.
جوجو مویز دوی ته اجازه ورکوي چې د دوی اړیکه ورو، غیر متوقع ډول، او د دوی د ټولنیز دریځ په پام کې نیولو پرته پرمخ لاړشي. لو نه غواړي د ژوند کولو له هڅې او مبارزې پرته په نا امیدۍ کې مړ شي. ویل ته د مرستې په لاره کې د لو ژوند هم د سترو بدلونونو څخه تیریږي. دوی د یو بل لپاره د زده کړي لپاره خورا ډیر څه لري، لو ویل ته د دې څرنګوالي ښوونه کوي چې څنګه د هغه په ​​وجود کې د خوښیو چنګاښونه ومومي او ویل لو ته ورزده کول چې څنګه د هغه فکري افق پراخه کړي.

Scroll to Top