هغه خبرې چې هوښيار خلک یې چا ته نه کوي (دویمه او وروستۍ برخه)

• تاته په پوره درناوي
د خلکو درناوی ښه خبره ده او باید وشي، خو کله چې په خبرو کې دا جمله وایوو، نو مقابل لوری پوهېږي چې دا کس اوس زما د موقف مخالفت کوي، په دې خاطر پخپله دفاعي حالت ته ځي. که د چا د نظر سره مخالفت درلود، لومړی د هغه خبره واورئ، د نظر درناوی یې وکړئ او وروسته بیا خپله خبره وکړئ.
• ما خو درته ویلي وو
دا جمله مستقیماً دا معنی لري چې زه په حقه وم او یم، خو ته مخکې هم په ناحقه وې او اوس هم په ناحقه یې. دا جمله په مقابل لوري ملامتي اچوي. حتی که یو انسان په حقه هم وي، ضرور څه ده چې مقابل لوري ته یې داسې مخامخ ووایي. لوی خلک که په حقه هم وي، د مقابل لوري خبره په حوصله اوري.
• زه تسیلم شوم
موږ دا خبره په بېلابېلو بڼو کوو، مثلاً وایو (بس ته سهی وایې، ته وګټله، زه مې خبره بېرته اخلم.) دا عموماً هغه حالت دی چې انسان له بحثه وځي او لامل یې هم دده ضعف نه، بلکې دا احساس وي چې مقابل لوری په بحث کولو نه ارزي.
• کېدای شي زما خبره غلطه وي
کله چې پیل پر دې جملې وشو، نو مقابل لوری پخپله پوهېږي چې دا کس پر ځان باور نه لري. حقیقت دا دی چې که ته پخپله په خپله خبره باوري نه یې، نو نور خلک هم پرې باور نه کوي او که ته پخپله پر دې نه پوهېږې چې څه وایې، نو ښه به دا وي چې هېڅ یې ونه وایې.
• زه به خپله هڅه وکړم
که دې وویل چې زه به خپله هڅه وکړم، په دې معنی چې ته پخپله هم پر ځان د دې کار ترسره کولو باور نه لرې. غوره دا ده چې مسوولیت واخلې او پر ځان باور ولرې. که چا درته د کوم کار وویل، یا ژمنه وکړه چې هغه کار به ورته کوې یا ورته رښتیا ووایه چې له وسه دې نه دی پوره.

Scroll to Top