په بیړه مې د موټر تم ځای ته ځان ورسوو، ډېره ناوخته شوې هم وه، ژرپه یوه زاړه موټر کې پورته شوم، لاتر اوسه ډک هم نه وو، کلینر لا هم لګیاوو په سورلۍ پسې یې چېغې وهلې، په ځنډ سره موټر ته یو یو کس راپورته کېدو او همدا چې را پورته به شو، نو سم د واره به یې ډرېور تهویل، چې استاذه ځه که نه چې ډېره ناوخته ده، ډرېور به فقط په آینه کېشاته را وکتل او کړل به یې، چې دا یو بل سوارلي پیدا شي نور سم دلاسه حرکت کړو ځو پخیر.
په سړک هم ډېره ګڼه ګوڼه وه، یو خوا د شنبې ورځ ډېری خلک هڅه کوي،چې حتمي او ضروري دندې او خپلو کارونو ته حاضر شي، بل خوا دهټیو او سړک په سر د ماشومانو په لاس کې روټ، په کړاچیو کې د شیدوچای او کېک، اخوا بیا نورو ژاولې، جوس او داسې نور… شیان پلورل اود شیشې څنګ ته به راغلل راته کړل به یې، ماما دا شی اخلې او دا شیاخلې، چا به واخیستل او چا به په ناهیلۍ ځواب کړل، په دې وخت کېکلینر غږ کړ، چې استاذه حرکت کړه پخیر سوارلي پوره ده، ماته دا غږډېر خوږ وو؛ ځکه چې ډېره راباندې ناوخته شوې وه، موټر ورو ورو پهحرکت کې شو او ډرېور غږ کړ چې دعا د خیر! د ده د غږ سره سم ټولو دخیر ددعا په پار لاسونه لپه کړل، چا په پښتو چا په عربي د خیر دعاوېوکړې او ډرېور موټر ګړندی کړ.
څو شېبې وروسته مې کتل چې ډېری سوارلي خوب یووړه، په زنګېداشوه، په موټر کې ښه مسته د نغمې سندره غږېده، زه په خوب کې همدا دخپلې لورکۍ د پوهنتون د پیل کېدلو او ددې د مورکۍ نه لیدلو اندېښنوداسې غرق کړی یم، چې ګوته په غاښ د موټر په دوهمه څوکۍ کې ناستددندې په لور روان یم، د څه ناڅه اوږد مزل وروسته د دندې ځای تهورسېدم، کلینر ته مې روپۍ ورکړې او له موټره ښکته شوم.
زر د سرک بلې غاړې ته واوښتم؛ ګورم چې ډلې ډلې نجونې را روانې دي،څوک د پوهنتون د دروازې په لور راځي، څوک د پوهنتون تر څنګښوونځي ته وردانګي، په همدې وخت کې مې خپله هوسۍ (لورکۍ) سترګو ته راغله، چې کلونه او میاشتې ددې شېبو لیدلو ته په انتظار ده،یو څو ګامونه مې پورته کړل مخکې روان یم، دې صحنې، د سپینو کوتروپه شان او په رنګارنګ جامو کې د نجونو ډلو لیدلو، د سهار تازه اوښایسته هوا، په پوهنتون کې د پسرلي ګلونو، امن او امنیت فضأ، همغهپخواني پوهنتون او ښوونځیو ته د نجونو تللو او بېرته راتللو شپې اوورځې را په یاد کړې.
له خوشحالۍ په جامو کې نه ځایږم، دا زړه مې له درزا ډک او سترګې مېد خوښیو له اوښکو ډکې شوې؛ ځکه چې پوهنتون شروع شو، سبا بهمې هوسۍ (لورکۍ) له ځان سره یو ځای پوهنتون ته بوځم.
د خوشحالۍ نه په ځان نه پوهېږم، د پوهنتون داخل ته ننوتم،
ددفتر په لوري لارې ته چې ګرځم دلته د بلاک په څنګ کې یوه شنه دګلونو او چمن باغچه ده؛ چېرته به چې هره ورځ د هوسۍ مورکۍ لهنورو نجونو سره کښېناسته او ما به لیدله، د پسرلي ګلان تازه غوړېدلي،دا باغچه ټوله د ګلونو عطرو او بوی نیولې ده، یوه ګل ته ودرېدم، یوهکوچنۍ غنچه مې ځانته را نږدې کړه، تر څو بوی یې کړم تازه شم، ددېګل عطرین او خواږه بوی زما د نیمګړي ژوند او مینې اور ته نوره هم لمنهووهله او دماغو ته مې ددې بوی په رسېدو سره زما په زړه د باران څاڅکواو له سترګو د تړمو تړمو اوښکو لړۍ پیل کړه، د هوسۍ د مورکۍ پهکمیس د سپینو زرو روپو او پاولیو شرنګ او شور را یادېدل نور هم زمازړه نری کړ، پوه شوی نه یم؛ مګر زه همدلته په همدې باغچه کې ړنګ اوبې هوښه شوی یم، همغه تېر کال د هوسۍ د مورکۍ په کمیس د روپوشرنګ مې په غوږو کې دی، سترګې مې خلاصې کړې، د اوښکو څاڅکومې په سترګو پردې ځړولې دي، لږ په حال کې راغلم، په سترګو مې رڼاکېده، چې شین په افغاني کالیو کمیس، سور ګیبۍ پرتوګ، پڼۍ په پښوڅوک زما خواته را روان دي، ورخطا شوم! په سترګو مې لاس کش کړ،سترګې مې لوڅې کړې؛ ګورم چې پېغلې له حیا ډکې سترګې پټې او پلویې مخته ونیو، زړه مې را ژوندی شو، تر څو پرې غږ کړم، بیا مې له ځانسره وویل ظالمه هسې نه چې دلته بدنام شې، اوښکې مې پاکې کړې، زړهنا زړه پورته شوم او له باغچې مې حرکت وکړ، په همدې شېبه کېناڅاپي غږ شو، دا غږ د ما په زړه لکه د اسرافیل شپیلۍ توپان لاهو کړ، دلاسو او پښو مې دمه وخته، پوه شوم چې د هوسۍ مور ده، په لړزه اورپانده غږ مې خوله راټوله کړه ماویل د هوسۍ مورې ته یې؟ مخ دراښکاره کړه ظالمې! په پخواني انداز او خوږه ژبه یې وویل:
روغ به لیونی شې – که د لیلا د زنې سر د ولیدنه
تر څو چې ما غوښتل خپله خبره پوره کړم، را په یاد شو چې د نجونو پرمخ خو پوهنتونونه او ښوونځي تر یوې نامعلومې راتلونکې پورېتړلي دي.
وروسته په ځان پوه شوم، چې دا خوب وو، سهار راویښ شوم، سترګېمې خلاصې کړې، ګورم چې همغه د هوسۍ د پوهنتون د پیل کېدلو اوددې د مورکۍ د لیدلو غمونه او اندېښنې مې په سترګو کې ګرځي راځي،زه په همغه زړه او ورانه جونګړه کې ژوند کوم.