یوه ثانیه او نړۍ!

پهٔ یو کال، یوه میاشت، یوه ورځ، یو ساعت، یوه دقیقه حتا یوه ثانیه کې ډېر څهٔ پېښېږي. 

تاسې ته شاید یوه ثانیه وخت ډېر عادي ښکاره شي، مګر پوهېږئ چې پهٔ یوه ثانیه کې څومره کارونه کېږي؟

– پهٔ نړۍ کې د هرې ثانیې پهٔ تېرېدو سره څلور ماشومان زېږيږي.

– هره یوه ثانیه کې ۲ کسان لهٔ نړۍ درومي.

– پهٔ هر یوه ثانیه وخت کې نړیوال د فضا سټېشن زمونږ پهٔ شاوخوا کې ۵ مایله سفر کوي.

– ځمکه پهٔ یوه ثانیه کې ۱۸،۵ مایله د لمر پهٔ شاوخوا حرکت کوي.

– پهٔ هره ثانیه کې ۱۶ میلیونه ټنه اوبه د ځمکې لهٔ سطحې څخه تبخیر کېږي.

– په هره ثانیه کې 100،000 کیمیاوي تعاملات د انسان په یوه حجره کې ترسره کیږي.

– د کوکا کولا شرکت پهٔ هره یوه ثانیه کې شاوخوا ۲۰۰۰۰ قوتي پلور لري.

– د اېپل کمپنۍ پهٔ یوه ثانیه وخت کې د نړۍ شاوخوا ۹ دانې آیفون سمارټ فونونه پلوري.

– هره یوه ثانیه کې شاوخوا ۲،۸ میلیونه اېمېلونه د خلکو تر منځ تبادله کېږي.

– هره ثانیه پهٔ ګوګل کې ۳ میلیونونه لټونونه ترسره کېږي.

– پهٔ همدې یوه ثانیه وخت کې د فېسبوک پهٔ صفحه ۵۴۸۰۵ لایکونه ترسره کېږي.

Scroll to Top