کوچنی روبوټ په نړیوال فضايي مرکز کې د انسانانو خدمت کوي

په نړیوال فضایي مرکز کې څو ستورمزلي دېره وي، د دوی کار د نړیوال فضايي مرکز ساتنه، هلته د تګ راتګ پلان او اسانتیا رامنځتهکول او ځينې فضايي څېړنې کول دي.

خو په دې وروستیو کې د نړیوال فضايي مرکز ورځنیو کوچنیو چارو ستورمزلي ستړي کړي وو، ناسا په دې خاطر پرېکړه وکړله چې د دغوچارو ترسره کولو او ستورمزلو سره د مرستې لپاره نړیوال فضايي مرکز ته یو روبوټ ور ولېږي.

دغه روبوټ چې ستورمچۍ (Astrobee) نومېږي او ۱۲ نیم انچه مستطیل ډوله جوړ شوی کار یې دا دی چې نړیوال فضايي مرکز کېکوچني ورځني کارونه وکړي او ستورمزلي د خپلو اساسي کارونو لپاره ډېر وخت پيدا کړي.

ناسا ویلي دغه روبوټ یې په نړیوال فضايي مرکز کې د ستورمزلو د وخت او انرژۍ د سپمولو لپاره استولی دی.

 

Scroll to Top