که ډېر ځورېږئ،له بې ځایه اړیکو تېر شئ: د بې ځایه او بې موخې اړیکو لس نښې / حکمت الله همت

بې له شکه، ټول هڅه کوي تر څو داسې اړیکې رامنځته چې راتلونکې ولري، مقابل لوری یې احساسات درک او ارزښت ورکړي. له بدمرغهزمونږ په ټولنه کې ډېر وګړي په دې نه پوهیږي، کومې اړېکې چې دوی رامنځته کوي راتلونکې پایلې به یې څه وي .

ډېری وخت نامعلومې او بې موخې اړیکي داسې بدمرغه مالي، عاطفي او ټولنیز زیانونه رامنځته کوي چې جبران کول یې کلونه وخت تهاړتیا لري.

په اړیکو جوړولو کې نه پاملرنه او راتلونکې په نظر کې نه نیول  د بدمرغه ژوند او بدو پایلو ډکو خاطرو سبب ګرځېدلی شي،که چېرته مونږاو تاسې په ورځني ژوند کې له بې ځایه اړیکو ډډه وکړو خپلواکي مو ساتلې،ځانته مو د خوښۍ لارې خلاصې پرېښې، په عقل او انتقاديفکر اړیکې جوړې کړئ؛ هېڅکله به په ټولنه کې له خپل کرکټر او اړیکو پېښمانه نه شئ

د بې ځایه او بې موخې اړیکو لس نښې

۱یو طرفه اړیکې: که چېرته په داسې اړیکو کې ښکېل یاست ،چې فکر او ذهن مو تل یو طرفه، د مقابل لوري په خوشحاله ساتلو اوراضي کېدو کې ډوب دئ، دغه اړیکه بدله کړئ هېڅ پایښت نه لري، پخپله فکري بڼه بیا غور وکړئ،مهمه نده چې دا اړیکه کورنۍ،ټولنیزه،ملګرۍ او که د مینې په پاره رامنځته شوې ده، ددې ډول اړیکې پایښت ستاسې ارزښت له منځه وړي.

۲په اړیکو کې د درک نشتون: په کومه اړیکه کې چې ستاسې احساساتو ته احترام او درک نه وي،دا ډول اړیکې ساتل د وخت په تېرېدوسره رواني ستونزې رامنځته کوي.

۳د پاملرنې او مرستې نشتوالی: کله چې تاسې په ستونزو کې پاملرنې او مرستې ته اړتیا لرئ او په اړیکه کې یې نشتون حس کیږي،دغه حالت په اړیکو کې د نه پایښت ښه بېلګه ده.

۴غلطې موخې : ځینې اړیکې ددې په پار منځته راځي تر څو نورو نه دې ملګرو په شتون ځان ښوودنه وکړئ، دغه کسان په ډېر ړوند اندبې ځایه اړیکو جوړولو ته لاس اچوي؛ کېدای شي موخه یې هغه کسانو ته ځان ښوودنه وي چې مخکې یې اړیکي ورسره درلودې او اوسیې د ستونزو په سبب له منځه وړې دي،دا ډول ړندې اړیکې ډېرې بدې پایلې لري.

۵حقیقت نه منل او د مقابل لوري د بدلون هڅه: اړیکې تل په دوه ګوني جوړښت او د فکري بڼې په تعامل رامنځته کیږي، بریالۍ اړیکې پهدوه ګوني جوړښت پایي، یو د بل نه منل او یا هم د مقابل لوري په کرکټر،خوی او خواصو کې دبدلون راوستلو غوښتنه او لاس وهنه اړیکهله منځه وړي.

۶د مادیاتو په بنسټ اړیکې:ځینې اړیکې ددې په موخه منځته راځي، چې مقابل لوری ښه څهره او ښایست لري یا هم د ښې دارایۍ اوڅوکۍ خاوند دئ، دا ډول اړیکې به هرومرو له منځه ځي؛ ځکه مادیات او څهره پایښت نه لري، کېدای شي یو لوری د وخت په تېرو سرهخپله دارایي او څوکۍ له لاسه ورکړي یا هم په کومه پېښه کې ددوی څهره او ښایست زیانمن شي.

۷د مینې په ځای رحم: په ځینو اړیکو کې اصلي موخه مینه او لیوالتیا نه؛ بلکې د رحم او مهربانۍ په پار رامنځته کیږي، په مهربانۍ اوصله رحمۍ کې د الله عجیب اجر پروت دئ، ځینې کسان د الله تعالی د عبادت او اجر په پار  مرسته او صله رحمي کوي، دا اړیکه نه ده،بلکې د هر انسان او مسلمان مسئوولیت دئ چې غاړه ورته ږدي.

۸ستاسې الګو او لارښوود: که تاسې د یو چا سره په اړیکه کې یاست، په دې پوهېږئ چې هغه له تاسې ډېره وړتیا او پوهاوی لري اوتاسې په خپل ژوند کې ځانته الګو او لارښوود ګرځولی دئ دا اړیکه نه ده بلکې اړتیا ده؛ ځکه چې کاري،د لارښوونې او ټولنیزې اړیکي پهرسمي چارو او چاپېریال کې د اړتیا په بنسټ رامنځته کیږي.

۹په اړیکو کې ځان او لوړ ښوودنه: کومې دوه ګونې اړیکې چې د ځان ښوودنې او لوړ ښوودنې نښې نښانې لري هغه اړیکې زرماتیږي، ځکه په دې ډول اړیکو کې یو لوری هرومرو په نفس اعتماد له لاسه ورکوي او قرباني کیږي او اړیکه پخپله له منځه ځي.

۱۰بې باوري او ډار: باور د بریالۍ اړیکې ستنې دي، که چېرته ستاسې په اړیکه کې د ستونزو او ناخوالو په بنسټ بې باوري رامنځتهشوه، ډار هم هرومرو رامنځته کیږي، د ډار او بې باورۍ ډکه اړیکه یوه ماته او له مخې ورانه شوې اړیکه ده ،ساتل یې بې ځایه او بې ګټېدي.

انسان ټولنیز مخلوق دئ،په ټولنه کې له تنهایۍ د تېښتې هڅه کوي،په ژوند کې تنهایي ددې سبب کیږي چې ځینې وګړي د بدمرغه او بېځایه اړیکو ښکار شي، که غواړئ بریالۍ، تل پاتې او د پایلو ډکې اړیکې وساتئ ،په ژوند کې ډېر ځورېږئ له بې ځایه اړیکو تېر او پورتنيټکي په پام کې ولرئ تر څو بدمرغه او بې ځایه اړیکې ستاسې د هیلو او نېکمرغیو دنیاګۍ ورانه نکړي.

Scroll to Top