کلتوري چاپېریال، ولسي ادب / دویمه برخه

دا مرور، مرور ګرځه

که مې پخلا کړې، د هندوې لور به یمه

په پښتني کلتوري چاپېریال کې په ژبه درېدل یا ژمنتیا یو اصل دی، په ژبه د نه درېدو لپاره ځینې قومونه او نژادونه د سېمبول په توګهدښودل کېږي، تعهد او ژمنتیا د پښتني کلتوري چاپېریال ښایست دی، قسم هم په خپلې ژمنتیا خوري خو د خپلې ژمنتیا لپاره هغه څوکبېلګه ګرځوي، چې ننګ او عار ګڼل کېږي.

په دې ټپه کې هندوه داسې یو سېمبول او مفهوم دی چې د تعهد او ژمنتیا پروا نه لري، هندوې ته په پښتني ټولنه کې نظر کچه  ټیټه ده، پهدرنه سترګه نه لیدل او دغه ډول سېمبولونه یا مفاهیم زموږ په تجربو، ژوند او حواسو کې نغښتي، دا د خلکو دود، دستور، ژبه او په تجربوکې شامل توکی دی، ددې لپاره چې په خپلو خبرو ژمتیا او په خبره درېدل وښودل شي نو د ځان د څرکندولو او روڼتیا لپاره هغه قشر اوطبقه ښودل کېږي چې په پښتني کلتوري چاپېریال کې ټیټه واقع وي یا شرم او عار ور ته عادي ښکاري.

د پښتني ټولنې يو پېژاند هم ننګ و عار دى، ممکن په نورو ټولنو کې دا عادي خبره وي، خو په پښتني کلتوري چاپېریال کې دا يو ارزښتاو اوس دودشوې خبره ده، دلته یو قسم خوړل کېږي، هغه قسم د څه شي دی؟ هغه قسم په خپلې ژمنتیا، ننګ و عار دی، په خپلې ژبېدرېدل دي.

پښتنه خپل معشوق ته په وروستي حد کې چې نوره یې حوصله او زغم پای ته رسېدلی، دا خبره کړې او دا خبره یې هم د زړه له تله او لهخپل معشوق سره د ژمنتیا او تعهد له مخې ده.

یار مې پېغور د نېستۍ راکړ

د ځان هډوکي ماتوم، پیسې ګټمه

په دې ټپه کې پېغور ورکول؛ دا د  پښتني کلتوري چاپېریال یو اصل دی، پښتني کلتوري چاپېریال کې څوک ځانته د مخ را اړولو لپاره چاتهچانس نه ورکوي، پېغور بد توکی دی، پېغور یو داسې حالت دی چې پښتني کلتوري چاپېریال کې منفي اړخ لري.

د نېستۍ پېغور ورکول دا د مرګ تر بریده رسول دي، نو دغه پېغور ورکول ددې لپاره هم کېږي چې لټ او هغه کس چې حرکت نه کوي؛ پهحرکت راشي او په خپل چاپېریال کې سرلوړی او په ځان متکي ژوند وکړي، نو دلته د نېستۍ  پېغور ورکول چې پښتني کلتوري چاپېریالیو ځانګړی اصل دی ، د حرکت لامل ګرځي، حرکت یې تر دې چې خبل هدف او ارمان ته ورسېږي، ارمان او هدف ته د رسېدو یوازینۍ لارهمدا ده چې څوک په ټولنه کې ځان پېغور ته برابر نه کړي:

په تومت مه شرمېږه یاره

په ښو ځوانانو پسې تل وي تومتونه

تومت د پښتني کلتوري چاپېریال یو بل اصل دی، تومت او تور پورې کول دا ځانته بېلابېل دستورونه لري، دلته د عاشق او معشوقې تر منځپیوند دومره نژدې دی چې د پښتني کلتوري چاپېریال نه بغاوت کېږي او هغه پولې ماتوي، هغه پولې ماتول څه شی دي؟ د معشوقې لخواعاشق ته ډاډينه ده:په ښو ځوانانو پسې تل وي تومتونه

هغه څوک چې په ټولنه کې روغ ګرځي، تعهد او ژمنتیا په کې وي، ددې لپاره چې معشوق یې ونه لوېږي، د راپورته کېدو لپاره یې دا غږکوي، دا غږ په هر چا پسې وي، په ښو ځوانانو پسې وي او هر څوک د تومت وړ هم نه وي، دبته د معشوقې له خولې تومت یوه داسېوسیله او د ښایست ګاڼه ده چې دا یوازې او یوازې په ښو ځوانانو لګي.

جانانه ستا پېغور یې راکه

سترګې مې ښکته کړې، په زړه خوشاله شومه

مخکې مو هم وويل چې پېغور ورکول د پښتني کلتوري چاپېریال یو توکی دی، پېغور ورکول په پښتني کلتوري چاپېریال کې هڅونه، حرکتاو نژدې کېدل دي، داسې پېغور چې کله، کله د خپل مقصد، ارمان او د هدف د ترسراوي لپاره کور، کلی پرېږدي، دلته سترګې ښکته کولیو داسې مفهوم دی چې په  پښتني کلتوري چاپېریال کې د شرم او حیا حالت ښیي، سترګې ښکته کېدل او نورو ته نه کتل د شرم حالتدی، خو د شرم ددغه حالت له کتلو سره، سره بیا هم معشوقه په زړه کې خوشالېږي او د خپل اشنا سره ددې د مینې دغه پېغور هدف اوارمان ته د رسېدو او مینې لړ د مضبوطېدو او ټینګېدو لامل ګرځي.

ستا به له مانه ګیله کېږي

زما د کور په خلکو نه رسي لاسونه

او یا:

ستا به له مانه ګیله کېږي

په ما پهرې د بېلتانه ولاړې دینه

په دې دواړو ټپو کې بنسټیز توکی ګیله ده، ګیله د    پښتني کلتوري چاپېریال یو بېل باب دی، ګیله په کوم حالت کې!؟ او ګیله له چانه!؟بېرته ګرځو متل ته،ګیله له خپلو کېږي.

ګیله یو داسې حالت انځوروي یا ښیي چې په هغې کې د دووو نژدې زړونو د کرکې او بدبینۍ د لېرې کولو او د مینې د لړ مضبوطولو لپارهدوه یاران سره لا خوږوي او نژدې کوي.

د دوو یارانو تر منځ د مینې او الفت فضا لا ټینکوي، ګیله منفي حرکت نه دی، ګیله په پښتني کلتوري چاپېریال کې یو داسې حالت دی چېلا کومه خرخشه یا بدبیني او یا کرکه چې د دوو زړونو په منځ کې پیدا شوې؛ هغه له منځه یوسي او ددې لپاره چې پر یو بل ځانونه لا ګراناو محترم کړي؛ نو یو بل ته ګیلې کوي.

ګیله زړونه پیوندوي او نژدې کوي، په زړونو کې د کرکې او نفرتونو دېوالونه نړوي، نو دلتهستا به له مانه ګیله کېږي.د عاشق دا شکپیدا شوی دی چې ولې معشوقه رانغله!؟ ولې په خپلې ژبې ونه درېده!؟ ګوندې ولې یې له ده سره اړیکه ونه پالـله!؟ راونه وته خو ستونزه هلتهبله ده او معشوقه دغه ستونزه یادوي.

ستونزه چېرته ده!؟ په لومړۍ ټپه کې ستونزه د کور په خلکو د معشوقې نه لاسبری دی، اجازه نه ده ورکړل شوې او په دویمه مسره کې هغهپهره یا تر شک لاندې د کورنۍ لخوا د معشوقې څارنه ددې لامل ګرځېدلې چې بهر ته یې پرېنږدي، نو دلته د معشوق زړه ساتل هم غواړي،دغه زړه ساتنه په ګیله تېروي، یعنې ددې په زړه کې داده چې  عاشق ته ورشي، ويې ګوري، دیدن وکړي خو هلته یوه کورنۍ ستونزه یاکلتوري محدودیت دی چې دا یې تړلې ده، دغه ګیله او د ګیلې باب د پښتني کلتوري چاپېریال یو مهم عنصر یا توکی دی.

په زړه به غټه تیږه کېږدم

د زړه کوڅې به درنه ورو، ورو بېلوومه

په دې ټپه کې تیږه ایښودل یوه اصطلاح ده، تیږه ایښودل په یوه مفهوم له خبرې تېرېدل دي، یانې نور په خبرې پسې سر نه ګرځول دي،تیږه ایښودل د روغې جوړې په معنا، تیږه ایښودل نور د نه یادولو او نور په عشق پسې د نه ګرځېدلو په مفهوم، په دې ټپه کېپه زړه دغټې تیږې ایښودلو مفهومدادی چې معشوق به نه یادوي، پسې ګرځي به نه، خو د زړه کوڅې او هغه مینه او الفت چې له خپل عاشقسره یې لري، هغه به ورو، ورو بېلوي، یانې په یو دمي به پرېکړه نه کوي، په زړه  تیږه ایښودل دا  چې نوره به اړیکه نه پالي خو د دغېاړیکې نه پالل به هم په یو دم نه وي، دلته بیا هم یو چانس د معشوقې لخوا عاشق ته ورکول دي چې ورو، ورو د زړه کوڅې بېلې کړي،ممکن داسې یو حالت رامنځته شي چې بېرته زړونه سره پیوند شي، بېرته یو بل ته له خبرو کولو نه تېر شي او دغه کومه تیږه چې ایښودلشوې ده؛ دا ورو، ورو پورته شي.

ته بختور یې ملنګ جانه!

چې ملغلرې خرڅوې، شمېرې خالونه

په پښتني کلتوري چاپېریال کې ملنګ هغه څوک و چې یا زیارت ساتي، یا د برخې خاوند وي او یا به يې د بنجارګۍ سامان په شاګرځاوه، نو هغه ته په ټولنه کې د یوې مظلومې او منلې طبقې په توګه خلک په درنښت ګوري.

بل د ملنګ څېره د باور څېره ده، د خلکو عقیده او باور پرې موجود دی، دغه عقیده او باور په ټولنه کې دده کسب ده ته ورکړی دی، هغهملنګ چې د بنجارګۍ سامان به يې  په کلیو او بانډوګرځاوه، نو د کلیو نجونو به ترې شرم او پرده نه کوله، ځکه دا په ټولنه کې د باور یو بېلارزښت و، دلته غږ په ملنګ جان شوی دی، په هغه چا باندې چې ښځې ترې ستر نه کوي، دا هم د پښتني ټولنې او د پښتني کلتوريچاپېریال یو اساس او توکی دی چې په ولسي ادب کې یې څېره راغلې ده او په ولسي ادب کې یې نقش څرګند دی.

پاڅه د پېغلو محفل پرېږده

ورور دې بدي کړې؛ په تا یې خلاصوینه

بدي د پښتني کلتوري چاپېریال یو بېل اړخ دی، بدي او په بدو کې د نجونو ورکړه دا یو ځانکړی دود دی چې د جینۍ په ورکړه به د وینو دتوېدو او بدۍ مخه نیول کېده، دغه دود که څه هم په وروستیو کې د پښتني ټولنې د یو منفي دود په توګه مشهور دی خو دا په لومړیو کې دیوه انسان د قربانۍ له مخې د وینو د تویېدو او د نفرت او کرکې د دېوالونو د ړنګېدو لپاره کېده، زړونه یې سره نژدې کول خو قرباني به یېیوه پېغله وه.

ددې لپاره چې وينه توېدنه  بنده شي او ټولنه کې د خلکو تر منځ د کرکې او بدبینۍ دېوالونه پورته نه شي؛ نو یوه پېغله به همدې قربانۍ تهتیارېده او هغه به یې په بدۍ کې ورکوله.

دغه ورکړه به یا په ښه شکل تمامېده او یا به یې پایله منفي وه خو بیا هم د یوې پښتنې پېغلې د قربانۍ نتیجه وه، چې پایله یې د وینو دتویېدو مخنیوی و، دغه دود یا د پښتني چاپېریال توکی په ولسي ادبیاتو کې انځور شوی دی.

دلته همورور دې بدي کړې، په تا یې خلاصوینهدغې مسرې نه موږ د پښتني چاپېریال عکس او انځور اخیستلای شو.

په یار مې دا ټینګاری وکړئ

زما مزار به لکه ناوې جوړوينه

په شرقي فرهنګ کې د مزار جوړول یو ځانګړی دود دی، د مزار او هدیرو تودول د پښتني کلتوري چاپېریال دود هم دی، د مزار ورځ هممعلومه ده، له مزار هیله او غوښتنه او د مزار نقش او دنده هم څرګنده ده، دلته د مزار ه جوړولو موخه داده چې معشوقه به لږ تر لږه د خلکوپه زړونو کې یادېږي او کله چې هم کوم څوک د هدیرې پر لاره تېرېږي او دد غه ناوې مزار ګوري؛ نو د هغې  سپېڅلتيا به ورته پند او۔  بېلګه وي.

مورې چې نه دې ورکولم

اوس مې د چم ملا ته مه بیایه په مینه

ملا هم د پښتني چاپېریال یو باورمند شخص دی، نقش یې په ټولنه کې د یو باوري او معتقد انسان دی، ملا هغه څوک دی چې خلک د یوهباور له مخې ورځي او دم، دعا ترې اخلي.

نو دغه نقش د پښتني کلتوري چاپېریال په ولسي ادبیاتو کې را څرګند شوی دی او په پښتني چاپېریال کې د تعویذ او دم لپاره اوهمدارنګه د نکاح په برخه کې د ملا نقش څرګند و، د ملا مفهوم یوازې د یوه شخص نه، بلکې د ټولنې د یوه مهم او رهبر او مشر په توګه همڅرګند دی، دا یو داسې مفهوم دی چې په ولسي ادب کې د یوه باورمند مشر او د معتقد انسان په توګه ځان راښیي.

کټ مې دې هغه څوک اوچت کړي

چې یې ټوپک، کمربند غبرګ تړلي وینه

دلته هم د پښتني ټولنې نقش او د یوه زلمي د سینګار ګاڼه ښودل شوې ده، هغه ټوپک او ملابند دی، دلته د مېړانې خبره کېږي او جینۍ پههغه چا غږ کوي چې هغه دغه مېړانه او سینګار توکي ولري، چې دا مېړانه او سینګار توکي د پښتني ټولنې د پېژندنې مهم توکي دي.

تا به په کوم یو ځای کې ګورم!؟

دووسه یاره! تاته خوب درځي میینه

په دې ټپه کې د دووس لفظ یا کلمه روڼتیا یا څرکندتیا ته اړتیا لري، د دووس لفظ د چا لپاره کارول شوی دی!؟ له دې نه کوم مفهوم اخیستلکېږي؟ دا د هغه کس لپاره چې بې ننګه او په ټولنه کې یې نقش کمزوری وي، نو د ښځې له خولې ورته دغه لفظ ویستل شوی دی.

ما دې داستا پهدسر حلال کړي

لکه سېرلى چې په رنځور حلالوينه

په رنځور د سېرلي حلالول پښتني کولتوري چاپېريال راښيي، کلهدچې بهذيو څوک رنځور شو ، تبې به يې کولې ، مرګنى به شو نو ددېلپاره چې رنځ ترې والوځي ، درنځ لرې کولو لپاره به يې سېرلى قرباني کاوه، د سېرلي په قربانۍ سره به انګېرنه دا وه چې رنځور به روغشو ، دلته معشوقه د يار لپاره   قربانۍ ته حاضره شوې ده، دغه خبره له ولسي دود او انګېرنې را اخستل شوې ده،

پایله:

پایله دا شوه چې چې د هرې ټولنې ولسي ادب د کلتوري چاپېرال تر اغېز لاندې دی، کلتوري چاپېریال د ولسي ادب لپاره لارې ګودرېبرابروي.

د هرې ټولنې ولسي ادب د کلتوري چاپېریال د ارزښتونو په رڼا کې شنلی او مطالعه کولی شو.

که د پښتني چاپېرال په ارزښتونو او توکو پوه نه شوو،  نو ممکنه نه ده چې د ولسي ادب په شنلو او څرګندولو کې بریالي شوو.

د پښتني ولسي ادبیاتو د څرګندولو او شنلو لپاره د پښتني کلتوري چاپېریال پېژندنه او سپړنه اړینه ده.

Scroll to Top