کرېپټوکرنسي: ځینې وخت ورته کرېپټو هم ویل کیږي، د اسعارو ډول دئ، چې په ننۍ د تکنالوژۍ پرمختللې نړۍ کې دیجیټلي یا په حقیقيډول د پیسو معاملې د خوندي لېږد رالېږد لپاره په کار راځي.
کرېپټوکرنسي اسعار پخپله کوم مرکزي د صادراتو او تنظیمولو مشخص ځای او مرکز نلري، د اسعارو د راکړې ورکړې معاملو
د ثبت او نویو واحدونو د صادرولو لپاره له غیر متمرکز سیسټم څخه کار اخلي.
کریپټو کرنسي څه شی ده؟
کرېپټوکرنسي په آنلاین(دیجیټل)ډول د پیسو د راکړې ورکړې سیستم دئ، نوموړې کرنسي د خپلو راکړو ورکړو لپاره له بانکونو سره هېڅډول تړاو نلري او په بانکونو تکیه نه کوي، دغه سیستم د ملګري په شان دئ هرچاته اجازه ورکوي چې هر وخت او هر چېرته د پیسو راکړېورکړې معاملې ترسره کړي.
په پرمختللې نړۍ کې د فیزیکي پیسو پرځای د لېږد رالېږد،پیسو راکړې ورکړې لپاره د کرېپټوکرنسي څخه کار اخیستل کیږي
د کرېپټوکرنسي راکړې ورکړې ډېرې خالصې او په آنلاین ډېټابېسونو کې ذخیره کیږي ،کله چې تاسې د کرېپټو لېږد رالېږد کړئ دغهپروسه په عامه لېجرو(ځانګړو ماشینونو)کې ذخیره او کرېپټوکرنسي په دیجیټل بټوو کې ساتل کیږي.
د کرېپټو کرنسي په جوړښت کې له کوډ ورکولو (Encryption)څخه کار اخیستل شوی دئ تر څو د لېږد معاملې تائید کړي؛ځکه په دغهنوم نومولی شوې ده
، دا په دې معنی ده چې پرمختللی کوډېنګ د بټوو او عامه لېجرو ترمینځ د کرېپټو کرنسي ډېټا ذخیره کولو او لېږدولو کې ښکېل دئ، په دغهسیستم کې د کوډ ورکولو موخه خوندیتوب او امنیت دئ
بیټکاین لمړۍ کرېپټوکرنسي وه چې په (۲۰۰۹) میلادي کال کې منځته راغله او تر ننه د نړۍ تر ټولو ښې کرېپټوکرنسي په نوم یادیږي، دکرېپټوکرنسي سره د مینې او لېوالتیا سبب د ګټې لپاره د هغه دلالانو سره تجارت کول دي چې ځينې وخت نرخونه اسمان ته جګوي
کرېپټوکرنسي څنګه کار کوي؟
کرېپټو اسعار په عامه توزیع شوو لېجرو کې کار کوي چې د بلاکچین په نوم یادیږي ،دلته د ټولو لیږدونو ریکارډ تازه او د اسعارو لرونکولخوا ساتل کیږي، د کرېپټوکرنسي واحدونه (Unite)د کان کېدنې پروسې له لارې منځته راځي؛ چېرته چې د کمپیوټر په وسیله او قدرت دریاضي پېچلي ستونزې حل او سیکې رامنتځه کیږي، استعمال کوونکي یې کولای شي اسعار له دلالانو وپیري، ذخیره او د کرېپټوګرافیکاسعارو په بټوو کې یې استعمال کړي، که تاسو د کریپټو اسعارو مالک یاست، تاسو د پام وړ هیڅ شی نه لرئ؛بلکې هغه څه چې تاسو یېلرئ یوه کلۍ ده چې تاسو ته اجازه درکوي ریکارډ یا د اندازه کولو واحد له یو کس څخه بل ته د درېیمې باوري ډلې پرته انتقال کړئ.
که څه هم Bitcoin د(۲۰۰۹)میلادي کال راهیسې منځته راغلې د کرېپټواسعار او د بلاکچين تکنالوژي تر اوسه هم په مالي شرایطو کې دخوځښت او پرمختګ په حال کې ده او په راتلونکې کې یې د لا ډېر استعمال طمع کیږي، بانډونه،ذخیرې او نورې مالي شتمنۍ په پای کېد ټکنالوژۍ په کارولو سره تجارت کېدای شي.
د کریپټو کرنسی مثالونه:په زرګونو کرېپټو اسعار شتون لري چې ځينې غوره یې په لاندې ډول دي:
بېټکاین(Bitcoin): د بېټکاین یا ډیجیټل پیسې نوم په ټوله نړۍ کې د خلکو په ژبه څرخي دا پیسې د (۲۰۱۷)کال په پیل کې یوه بیټکان پهزرو ډالرو سره تبادله کېدله، خو په ډسمبر میاشت کې د یو بېټکاین بیه (۱۷۰۰۰)ډالرو ته ورسېدله.
بېټکان په(۲۰۰۹) میلادي کال کې رامنځته او لمړنۍ کرېپټو کرنسي ده چې تر اوسه هم د غوره کرنسي اسعار په نوم یادیږي، دغه کرنسيد (ساتوشي ناکاموتو)په وسیله رامنځته شوه، په پراخه کچه باور کیږي چې ساتوشي ناکاموتو د یو تن او یا ډلې خیالي نوم دئ ،ښکارهده چې دغه کس د جاپان اوسېدونکی دئ؛ مګر ددې کس یا ډلې دقیق هویت(پېژندنه) تر اوسه نامعلومه پاتې ده.
بېټکاین د نورو اسعار په شان فیزیکي شتون نه لري، چاپ کیږي نه او په بانکونو کې د نورو پیسو په شان نه ساتل کیږي.
د پلور او پېرود لپاره یې په جېب کې نه شئ ساتلی؛ بلکې انلاین یې باید وساتئ، که څه هم د پېسو ځینې اتومات ماشیونونه ځینې وختبېټکاین درکوي، خو بیا هم هغوی یوازې اوسپنیزو سیکو ته ورته دي، چې په حقیقت کې باید د انټرنیټ له لارې وکارول شي.
ایتیریم(Ethereum):ایتیریم په(۲۰۱۵) میلادي کال کې د خپل کریپټو کرنسي (ETH)سره یو ځای منځته راغۍ ،یو بلاکچین پلټ فارمدی او دا د بېټکان وروسته ترټولو مشهور کریپټو کرنسي ده.
لایت کوین :دا د بیټکاین سره ورته ده؛ مګر د نويو نوښتونو رامینځته کولو په برخه کې یې ډېر ګړندی حرکت کړی دی، د ګړندۍ راکړېورکړې او پروسېس په برخه کې او د ډېرو معاملو اجازه ورکوي.
ریپل(Ripple): ریپل د عامه لېجر سیستم دئ ، په (۲۰۱۲)میلادي کال کې منځته راغۍ، ریپل د کرېپټوکرنسي ترڅنګ د ډول ډول راکړېورکړې معاملو د تعقیب لپاره هم کارول کیږي، ددې تر شان کمپنۍ له بېلابېلو بانکونو او موسسو سره کار کړی دئ
غیر Bitcoin کرېپټو اسعار په ټولییز ډول د “Altcoins” په نوم پېژندل کیږي ترڅو له اصلي څخه توپیر وکړي.