آیا ژوند په رښتیا هم دومره سخت دي لکه څنګه چې موږ سخت کړی؟
په دې دنیا کې د خدای (ج) بې شمېره نعمتونه دي، چې یو پکې ژوند دی.
ژوند د خدای (ج) یو تر ټولو ښه نعمت دی له ژوند څخه هیڅ وخت شکایت مه کوئ، د دې ژوند ښه کولو او بدولو پریکړه ستاسې په لاسکې ده؛ که مو ښه او او مثبت فکر درلوده ژوند مو ښه کېږي لکه یو نبات ته اوبه ورکول چې ورځ تربلې غوړېږي او تازه کېږي، که مو منفياو بې کاره فکرونه درلودل ژوند مو سختیږي، پیچلی کېږي، له هر څه ډارېږئ، او حتاً د خُودکشي لامل کېږي، لکه بې اوبو نبات چې ورځتر بلې وچېږي او بالخره له منځه ولاړ شي.
د هارورډ پوهنتون استاد ویلیم جیمز وایي ((زموږ د نسل تر ټولو ستره لاسته راوړنه دا ده چې کولی شي د خپل فکر د بدلولو له لارې، خپلژوند بدل کړي.))
نو هغه څه چې اوس یې لرئ پر هغو قناعت وکړئ ژوند اسانېږي د خدای (ج) شکر ادا کړئ، که له ځان نه پورته خلکو ته ګورئ چې ډېرشته لري بیا حتماً د زورېدلو لامل کېږي، که له ځان نه ښکته خلکو ته ګورئ بیا ژوند اسانېږي، اما داسې هم نه ده چې په ژوند کې هڅه اولټون پرېدئ لاس تر زنې کینئ په ژوند کې هڅه کوئ، لټون کوئ او هغه څه چې اوس یې لرئ هغه استفاده کوئ، ژوند ډېر لنډ دی، په دېنه ارزېږي چې موږ ورته اندېښنه وکړو او غمجن شو.