۱– ژاوله:
یوه نرمه، ربړي ماده چې د ژولو لپاره جوړه شوې.
۲– د ژاولې په جوړولو کې شامل مواد:
– شیره (Gum): نه هضمیدوونکې، ربړي ماده چې د ژاولې د کیفیت لپاره کارول کیږي.
ـ ربړ (Resin): د ژاولې پياوړتیا لپاره کارول کیږي چې ژوله تخې نه شي او سره وځای وي.
– موم (Fillers): موم د ژاولې د کلکوالي لپاره کارول کیږي له جملې یې کلسیم کاربونیټ او د ځېنو ترکارېو غوړي هم کارول کیږي.
– نرموالی (Softeners): د ژولې لمده ساتلو لپاره کارول کیږي چې د ژاولې د سختیدو څخه مخینوی وشي.
ـ خواږه (Sweeteners): د ژاولې د خوږ والي لپاره کارول کیږي له جملې یې د ګنو بوره، چغندرو بوره او د جوارو شربت دي. ځېنې یېد خوږو څخه بغیر جوړیږي چې په هغې کې (Xylitol) یا مصنوعي خواږه کارول کیږي.
– خوندونه (Flavorings): په ژاولو کې طبعي او مصنوعي خوندونه کارول کیږي لکه نعنا، جوهر او داسې نور.
۳– د ژاولې په جوړولو کې کیمیاوي مواد:
ـ بیټلیټ هایډروکسایټولوین (Butylated Hydroxytoluene): یو انټي اکسیډنټ دی چې د محافظت کونکي په حیث ډیری پروسسشوي خواړو کې کارول کیږي چې د خوړو بد بوۍ کیدو مخه نیسي. دا باید په معلومه اندازه وکارول شي د ډیر کارول یې د سرطان لاملکیږي.
– ټیټانیوم ډای اکسایډ (Titanium Dioxide): یو عام خواړه دي چې د محصولاتو د سپين کولو لپاره کارول کیږي. په ډیره پيمانه کارولیې د عصبي ناروغېو لامل کیږي.
– اسپارټیم (Aspartame): یو مصنوعي خوږوونکی دی چې معمولاً د شوګر نه پاک خواړو کې موندل کیږي. په زیاته پيمانه کارول یې دسر درد لامل کیږي.
۴– د ژاولې تاریخچه:
– لومړنۍ څیړنې ښایي چې د ژاولي ژول د ډبرې زمانې څخه پيل دي
ـ ژاولې ژول لومړي ځل ۹۰۰۰ کاله مخکې د غاښ درد لپاره پيل شول
– د ۱۸۴۸ میلادي کال په وروستیو کې ، جان کورټیس د لومړي تجارتي سپروس ونې څخه رابړ جوړ کړ چې په ژاوله کې وکارول شو
– په ۱۸۵۰ میلادي کال لومړي ځل لپاره د تجارتي ژاولو لومړۍ فابریکه جوړه شوه
– په ۱۸۶۹ میلادي کال انټونیو لوپیز لومړۍ ژاوله ډیزاین کړه
– په ۱۸۷۰ میلادي کال ادم او سون د (Sour orange) خونده ژاوله جوړه کړهم
– په ۱۸۷۱ میلادي کال ټوماس ادم د رابړ د جوړولو لومړی ماشین جوړ کړ
– ۱۸۸۸ میلادي کال ټوماس ادم د ټوټي فروټي ژاوله جوړه کړه
– په ۱۸۹۱ میلادي کال د ژاولو نړیوال نندارتون جوړ شو
ـ په ۱۹۱۴ میلادي کال ویلیم ویرګیلي او هینري فلیر د نعنا ژاوله جوړه کړه
۵– د ژاولې ژولو ګټې:
د ژاولو نورمال ژول ډیرې ګټې لري
ـ حافظه قوي کوي
ـ د خوب په وخت کې د غوږ چرک پاکوي
ـ د غاښ درد لرې کوي
ـ د ژور خفګان مخنیوی کوي
ـ د زړه بدوالي مخنیوی کوي
ـ د خولې بد بوۍ ختموي
ـ د وزن کموالي کې مهم رول لري
ـ د کار په وخت کې د خوب تښتلو کې په کاریږي
ـ مخ ښایسته کوي
۶– د ژاولې ژولو زیانونه:
د ژاولو ډیر ژول ځېنې زیانونه هم لري
– د وریو ستړي کیدل
– په ژامو کې خارښ پيدا کیدل
– د اسهال پيدا کیدل
– د ژامو درد
که چیرته د شوګر څخه بغیر ژاولې ډیرې وکارو نو د معدې مشکلات پيدا کیږي.
۷– د ژاولې ډولونه:
په نړۍ کې ۸۸۰ خوندونو او ۹۰۰۰ نومونو ژاولې پيدا کيږي چې ۲۸ یې نړیوال ریکارډ لري. يو څو نومونه یې د نومونې په توګه لیکو.
– کیس (Kiss)
– ببل (Bubble)
– فریش اپ (Fresh up)
– بازوکا (Bazooka)
– جوسي فروټ (Juicy Fruit)
– هوبا بوبا (Hubba Bubba)
– اوربیټ (Orbit)
– ټریډینټ وایټ (Trident White )
ـ ویرګیلي سپایرمینټ (Wrigley’s Spearmint)
۸– د ژاولي پړسول:
د ژاولې پړسول او ټک ترې ویستل یو غیري ادبي عمل دی خو د دماغو د ارمتیا لپاره یو غوره کار دی.
۹– د ژاولې تیرول:
که څه هم ژاوله ددې لپاره ډیزاین شوې چې وژول شي، نو که تیره شي عموماً زیان نلري. فولکلوري وړاندوینه کوي وایي که چیرته ژاولهتیره شي د اوو کالو لپاره په معده کې پاتې کیږي ترڅو چې هضمه شي. ژاوله رو رو هضمیږي خو ماشومانو کې د اسهال سبب کیږي.