د نورو د جلبولو لپاره دغه لاندې کوچني ټکې پر ځان کې عملي کړئ.
– راز ساتونکي واوسئ. ترڅو خلک مو خوښ کړي او باور درباندې ولری.
– ښه لباس واغوندئ. ستاسو ښه لباس اغوستل نورو د جلبولو حس ورکوي.
– ښه او مناسب بوی لرونکي عطر استعمال کړئ.
– د خبرو پر وخت مو د باډي لنګويچ څخه استفاده وکړئ.
– د نورو پوښتنو ته په ورين تندي ځواب ووایاست.په خندونکي څېرې سره ځواب ورکول مو نور خلک د ځان په لورې راجلبولی شئ.
– نورو ته ځان په اسانۍ مه ورکوئ. اجازه ورکړئ چې د ترلاسه کولو لپاره مو لږ زحمت وګالي. ځکه خلک هغه څه ته چې په اسانۍ يې ترلاسه کړي ارزښت نه ورکوي.
– د نورو په کيسه کې مه کېږئ. پرېږده چې دوی څه ډول فکر کوي،کوې د يې.
– خپله وفاداري او ريښتينوالي مو يوازې خپلو هدفونو ته وښاياست نورو ته نه، بغير د خپلې کورنۍ څخه.
– له نورو سره د خبرو کولو پر وخت مو سترګې د دوی له سترګو سره مخامخ کړئ او پر خوله مو موسکا ولرئ.
– فکر کوونکی اوسه. او د نورو شيانو په اړه تحليل وکړئ. د نورو سره د ستونزو پروخت مرسته وکړئ. په بدله کې د کوم څه دتمې درلودو لپاره نه.
– د خپل ځان لپاره هيله مند اوسه. د خپل هدف لپاره کار وکړئ،او پرځان متمرکزه واوسئ.
-خاکساري او عاجزه اوسئ. له خپل ځان سره مينه او درناوی وکړئ.