هر څوک هيله لري چې خپلو اهدافو ته ځان ورسوي او په مسلکي او شخصي ژوند کې په يوه بريالي انسان وپېژندل شي. د بريالي انسان جوړيدو لپاره لوی کار کول ضرور نه دي بلکې کوچني کارونه په منظم ډول ترسره کول ستاسو هيلي او اهداف په حقيقت بدلوي. په دې ليکنه کې درته بريان ټريسي بريا ته په رسيدو کې درې مهم ټکي په ګوته کوي چې په عملي کولو او منلو سره به يې په يو بريالي انسان بدل شئ.
لومړی: بشپړ او منظم خوب
په دې عصري نړۍ کې ډېری کسان د بې خوبی او د خوب له کمښت رنځ وړي. خو يو شمېر مختلف فکتورونه شته چې د خوبی د رامنځته کيدو سبب ګرځي. چې د هغې له ډلې يو يې هم ذهني ستړیا او د ذهني فشار درلودل دي. دوهم فکتور چې د بې خوبی سبب ګرځي د سمارټ فون او کمپيوټر مصنوعي رڼا ده. ډېری کسان د شپې لخوا تر ډېره په خپل سمارټ فون او کمپيوټر کې لګيا وي. د کمپيوټر او سمارټ فون رڼا په مغزو اغېزه کوي او وروسته د ميلاټينين هورمون افراز کموي چې په پايله کې ترې بې خوبی رامنځته کېږي. که تاسو هم غواړئ چې ښه ژوند،منظم خوب ولرئ او خپلې بريا ته ورسېږئ پورته او يا هم د دېته ورته شيانو مخنيوی وکړئ. هره شپه تقريبا اته ساعته خوب کولو ته اړتيا ده او تاسو بايد پوره اته ساعته خوب ترسره کړئ.
دوهم: تمرين
تمرين او سپورټ کول د بريا کليدي فکتور دی. په منظم ډول سپورټ ترسره کول فزیکي او رواني ګټې لري. او همدا شان څېړنو ښودلې چې منظم سپورټ او تمرين ترسره کول په خوشبين،مقاوم او زړور… اوسيدو کې درسره مرسته کوي.
د تمرين په ترسره کولو سره په وجود کې د خوښۍ هورمون يانې انډروفين افرازېږي او همدا هورمون ستاسو سره په مثبت پاتې کيدو کې مرسته کوي. د تمرين په ترسره کولو او د انډروفين په افراز سره ستاسو وړتيا زياتېږي، خپلو اهدافو ته رسيدلی او بلاخره بريالي کيدلی شئ. او ددې سره سره يو شمېر په زړه پورې روغتيايي ګټې هم لري.
درېيم: په مثبت ډول فکر کول
مثبت فکر کول د ذهن لپاره د سونګ موادو په څېر حیثیت لري. تاسو د برياليتوب په لوري بوځي اوپه ننګونو د بريالي کيدو وړتيا دربښي. د بريالي شخصيت جوړيدو لپاره په پای کې بايد په مثبته بڼه خپل فکرونه وکړئ. د بريالي شخصيت جوړيدو لپاره بايد خپل ذهن په مثبتو فکرونو ډک کړئ. کله چې تاسو خپل ذهن په مثبتو فکرونو ډک او د خوشبين اوسيدن عادت مو پر ځان کې رامنځته کړ نو مثبتې پايلې به يې ترلاسه کړئ. خو برعکس که تاسو خپل ذهن په منفي فکرونو او د نااميدی عادت مو په ځان کې رامنځته کړ، وروسته به منفي پايلې ترلاسه کړئ.