بحران عربي کلمه ده؛ چې د ویجاړېدو او یوه کړنه او کار کې د خطر او خرابۍ رامنځته کېدو معنا ورکوي.
بحراني حالت هغه وضعیت ته ویل کیږي، چې په هغه کې له کنټرول څخه وتلې ګډوډي، ویجاړتیا او خرابي رامنځته شوې وي.
دغه حالت په یوه ټولنه، هېواد، کورنۍ او چاپېریال کې هغه وخت رامنځته کیږي، چې وګړي خپله دنده، مسؤولیتونه، کار، په سمه او مناسبهتوګه سرته ونه رسوي او په خپله ورکړل شوې دنده عمل او پابند پاتې نشي او همدارنګه د ټولنې نور وګړي هم له کار او دندې څخهوباسي، یا داسې کارونه تر سره کړي، چې د هغې کارونو له کبله د ټولنې ټولو وګړو ته زیان ورسیږي.
په دې حالت کې خلک د ستونزو، خنډونو او ګډوډیو سره مخامخ کیږي، نو دا حالت ددې سبب کیږي چې خلک د ژوند او کارو بار څخهستړي او ناهیلي کړي.
کله چې په یو هېواد کې بحراني را منځته شي د هغه هېواد ټول اوسېدونکي له ډول ډول ستونزو، سټریاوو، خنډونو او داسې زیانونو سرهمخامخ کیږي، چې هغوی نشي کولای چې په خپل هېواد کې په آرامتيا، هوساینه او سوکالۍ کې ژوند وکړي، دا ډول ستونزې ددې سببکیږي، چې د کار، زده کړې او ژوند په بهیرونو کې لا ګډوډي رامنځته شي.
په ټولنیزو چارو کې زده کړیالان ، زده کوونکې، ښوونکې، ډاکټران، بزګران، انجینران او د یو هېواد ټول اوسېدونکي په سمه توګه نشيکولای چې خپله دنده په ارام ذهن او هوسا چاپېریال کې تر سره کړي؛ د ژوند د هرې شېبې په تېرېدو ورته لا ستړیاوې او ناهیلۍ مختهراځي؛ ځکه هغوی نشي کولای له ژوند څخه ښه خوند واخلي، د ژوند څخه خپلې موخې او مقاصد حاصل او خپلو هیلو ته ورسیږي، دویته ژوند بلکل بي معنا، بي خونده، او تپه تیاره وي.
ځیني وخت بیا په ژوند کې د بحراني حالت رامنځته کېدل انسان ته نوې تجربوې ښیي او د پرمختګ سبب کیږي
مثبت فکر لرونکي انسانان له بحران څخه ګټه پورته کوي او په پرمختګ یې بدلوي، دوی هڅه کوي چې له رامنځته شوي بحراني حالتڅخه ځان، کورنۍ، هېواد او ټولنه وژغوري.
د نظر خاوندان بحران ته د پرمختګ فرصت نوم ورکوي دوی وایي: “کله چې انسان د پرمختګ او ابادۍ په اړه فکر او سوچ کوي دا ددېلامل کیږي چې هغه خپله دنده او کار په سمه توګه په ډیر آرام فکر او دقت سره ترسره کړي او په ډېره مینه ، شوق او علاقې سره یې سرتهورسوي، هغوی د پرمختګ، سوکالۍ، هوساینې او ارامتیا د رامنځته کولو لپاره له هېڅ کار څخه ډډه نه کوي او په هغه کړنو اوکارونو باندېپیل او عمل کوي چې د پرمختګ سبب کیږي.”
ډېری انسانان هڅه کوي چې د ژوند په هر اړخ کې بریالي، سر لوړي، او په هر ډګر کې تل اتل او د ستوري په څیر وځلیږي، ددوی کړنېکه د کور دننه وي یا بهر لکه: د کور کارونه، زده کړې، سپورټ، پلورل او پېرل، دنده او که داسې نور… کارونه وي؛ مګر ځینې وخت بیا لهدومره هڅو او زیار سره سره انسان نشي کولای چې ځان پرمختګ، ټاکل شوې موخې او بریا ته ورسوي، نو هرانسان ته په کار ده چې هېڅکله ناهیلی، او د ژوند څخه سټری نشي او خپل کار او دندې ته دوام ورکړي.
انسان ته په کار ده چې د بحران په پرمختګ بدلون لپاره په لومړی ګام کې هڅه وکړي تر څو هغه خنډونه چې د هغوی د پرمختګ مخهنیسي له مخې لرې کړي، چې په لاندې ډول دي.
لمړی – په تېرل مهال کې ژوند نه کول: وخت په تېرېدو او پېښې د پېښېدو په حالت کې دي؛ انسان باید خپل وخت په بي ځایه فکرونو اوکړنو باندې تیر نه کړي، هرانسان باید له خپل وخت څخه په پوره او سمه توګه ګټه واخلي، د هرې ورځې لپاره ځانګړی مهال وېش ولري،هڅه وکړي چې ژوند داسې تېر کړي لکه څنګه چې د هغوی موخه وي او خپل مقصد او مطلب ترې حاصل کړي، د تېرو شوو پېښو په اړهاندېښنه، په تېر مهال کې ژوند کول د انسان د پرمختګ مخه نیسي او ددې اجازه نه ورکوي چې انسان د ژوند نوي پړاوونه پیل او خپلپلانونه تطبیق کړي.
دوهم – د راتلونکې لپاره اندېښنه نه کول: ځینې کسان ددې پر ځای چې اوس مهال ژوند جوړ کړي، کار وکړي،زیار وباسي، زده ګړهوکړي او پرمختګ ته لاره هواره او جوړه کړي، دوی تل د راتلونکې لپاره اندېښنې کوي، که چېرې انسان تل د خپل مهال وېش سره سم ژوندپر مخ یوسي، یو منظم ورځنی،اونیز،میاشتینی یا د راتلونکو کلونو لپاره ماسټر پلان له ځان سره ولري او تطبیق یې کړي؛ هېڅکله به پهورځني ژوند کې له ستونزو سره مخ نشي او تر څنګ به د راتلونکې په اړه د اندېښنې او تشویش څخه په امان کې وي.
درېیم – هېڅکله ځان له نورو سره نه پرتله کول: ځینې انسانان تل ځان او خپل ژوند له نورو سره پرتله کوي، دا پرتله کول یا هم مقایسه کولددوی ځان باوري ضعیفه او له منځه وړي، انسان دې ته اړ باسي چې د ځان ، کورنۍ، زده کړو، دندې، او داسې د ژوند د هر پړاو پهتېرېدو سره اندېښنه وکړي، ان تر دې چې فکر کوي دوی د نورو په پرتله ډېر کمزوري دي، د ځان پرتله کول ددې لامل کیږي چې انسانځانته د بریا او د پرمختګ ټولې لارې وتړي.
څلورم – مالي ستونزې: پیسې د انسانانو د ژوند په بهیر کې ډېرې اړینې او مهم رول لوبوي، ډېری وخت د پیسو نه شتون له امله خلک دپرمختګ لوی لوی چانسونه له لاسه ورکوي د مثال په توګه : یو زده کوونکی د پیسو نشتون له امله د کانکور د آزموینې تیاري نشي نیولیپه پای کې هغه یا هم ناکام یا هم نشي کولای د خپلې خوښې پوهنځي ته بریالی او خپلو زده کړو ته دوام ورکړي، هیلې یې تل همداسېهیلې پاتې شي همدا لوی لامل دئ چې د انسان د پرمختګ نه کولو لامل ګرځي؛ مګر انسانان تل باید د خپلې موخې او پرمختګ لپاره ترهغه پورې هڅه، مبارزه، زیار او کوښښ وکړي تر څو چې بریالی شوی نه وي.
ارواه پوهان وایي:
( هڅاند انسانان هرو مرو یوه ورځ خپلو هیلو او موخو ته رسییږي او بریالي شخصیتونه ډول ډول کارونه نه تر سره کوي؛بلکي کارونه پهډول ډول بڼو تر سره کوي)
د ژوند، کورنۍ، چاپیریال، ټولنې، او هېواد جوړول او پرمختګ کول دا معنا چې انسان خپل شخصیت او خپل ژوند ته د قدر په نظروګوري؛ دا هغه لومړنی ګام دئ چې انسان ته دا احساس ورکوي تر څو د خپل ژوند او خپلو کړونو په اړه بیا، بیا فکر وکړي، دا ډول فکربیا ددې لامل کیږي چې ډېری څېړنې وکړي او په پای کې ځان په پوره ډول په دې باندې پوه کړي چې د انسان د جوړښت تر شا څه دي؟د کومي موخې لپاره نړۍ ته راغلی؟ ژوند څه دئ؟
ژوند د خوښیو، مصیبتونو، تکلیفونو، زحمتونو، خنډونو، ستونزو، غمونو، ټولګه ده؛ که چېرې انسان خپل ژوند د قدر وړ وګڼي او مثبت فکروکړي نو یقیناً بریا به د هغې په برخه وي .
مثبت فکر کول په ژوند کې انسان ته خوښې وربښي؛ هغه څه چې شاته پاتې کیږي باید پریښودل شي، راتلونکې ته مثبت فکر کول او پهخپل ځان باور درلودل مهمه او اړینه برخه ده.
تل باید دا فکر وکړو چې زه څوک یم او څه باید تر سره کړم؟ تل خپل شخصیت او ژوند ته مثبت فکر کول د انسان د پرمختګ او بریالیتوبسبب کیږي، هر انسان په ژوند کې دا هڅه کوي چې له ځان څخه یو ښه شخصیت جوړ، د ځان او ټولنې د بریا او نیکمرغۍ لپاره هڅېوکړی، خلکو ته خیر ورسوي، او یا هم د خیر په کارونو کې مرسته وکړي، د ځان د ښو او بدو جوړېدو پرېکړه وکړي له بدو، خرابو،ویجاړونکو، کړونو او کارونو څخه ځان لرې وساتي.
په ټولنه، کورنۍ او هېواد کې که د هغه چا کړه وړه ښه وي، چې د علم او پوهې په ګاڼه سمبال، تقوا لرونکی ،ښه او د نرم اخلاقودرلودونکی، په خوله موسکا؛ او په ژمنه وفا وکړي.
که یو انسان ناپوه، بد كرداره، بدنيته، كړه وړه يې د ټولنې د دود او عنعناتو خلاف، اخلاق يې ناوړه او د وخت بې ځایه ضایع کوونکی ويهر انسان هڅه کوي چې له هغه څخه لرې وي، ښه کړه وړه په ټولنه، هېواد او کورنۍ کې د پرمختګ کولو کې ډیر اړین او ضروري دي،انسان د ښه کړو وړو له عمله په ټولنه کې ملګري، خواخوږي، مهرباني، ښه والی، با اتفاقې، سوکالي، آرامتیا، او هوساینه ترلاسه کوي؛ځکه د بریالي ژوند بنسټ او پرمختګ کول په ژوند کې تر یو ښه شخصیت او کردار پورې اړه لري، ښه شخصیت هغه وخت لاسته راځي،چې په ژوند کې بد عادتونه، خنډونه له ځان کورنۍ، چاپیریال او ټولنې څخه لرې کړي.
انسان باید ټاکلې موخه ولري، تر څو په ټولنه کې له بریالیو شخصیتونو سره په منظم ډول قدم او د بریا اوچت مزل ته ورسیږي.
ټول انسانان (مخلوقات) يو ډول وړتیاوې او ذکاوت نلري؛ بلکي لوی څښتن الله (ج) انسانانو ته بېلابېلې وړتیاوې ورکړی، ترڅو یو مسلک،هنر ، کار ، کسب، په ډیره مینه او بشپړي علاقې سره تر سره کړي او
پرمختګونه د ډېرو انسانانو په روزنه، کړنو، هڅو، کارونو، په تر سره کولو کې پټ دي، خو ددې د ترلاسه کولو لپاره باید لومړی داسېتحصیلي او تعلیمي څانګه تعیب شي چې له ذوق، علاقې، سلیقې سره یې برابره وي او وکولای شي په اسانۍ سره پرمختګ پکې وکړي،خپل فکر او ذوق په ښه توګه وروزي او د بریا او پرمختګ راز ومومي.
پرمختګ هغه وخت کیدای شي، چې ځان له ناوړه کړوه وړه ، بدو عادتونو او بې ځایه بوختیاوو څخه لرې کړو، د وخت پابند ي او د بریالیوشخصیتونو ژوندلیک مطالعه کړو او له تجربو څخه یې ګټه او په خپل ژوند کې عملي بڼه ورکړو، په دې سره کیدای شي چې د ژوندپرمختګ او ښه شخصیت لرونکېي پاتې شو.
په ننۍ نړۍ کې د انسانانو د وروسته پاتې کېدو يو لوی لامل دا دئ چې بې پلانه کار کوي د نړۍ د نورو هېوادونو په څېر ژوند نه کوي، نوځکه ددوی ژوند داسې بې پلانه او تیاره دئ، د وخت ارزښت نه پیژني، له امکاناتو څخه ناسمه استفاده کوي، لومړیتوبونه نه درک کوي اوله خپلو ارزښتونو او آرمانونو سره ریښتي مینه، محبت او علاقه نه لري .
پورته ذکر شوي، دا ګڼ شمېر هغه لاملونه دي چې د بحران رامنځته کېدو لامل او د پرمختګ مخنیوی کوي، نیکمرغي او پرمختګ د هغه چادروازه ټکوي چې هڅې کوي، ډېر کارکوی او د پرمختګ لپاره خولې تویوي، دوی له فکري او جسمي پلوه زیات پیاوړي نه وي؛ بلکه د هغوید پرمختګ راز د زیات کار، زیار، تکلیف، زغم، مقاومت، مبارزه، او هڅو برکت وي، چې د ژوند په هر پړاو کې تل پرمختللي، سر لوړي اوبریالي وي.