ځيني وګړي ولې ژر غوسه کېږي؟ / عزيز پردېس

زموږ او تاسې شاوخوا چاپېريال کې شته داسې کسان، چې په نه خبره غوسه کېږي، ژر احساساتي کېږي او په ناڅاپي ډول خپل کنټرولله لاسه ورکوي. دغه ډله کسان په زړه کې څه نه لري او په بشپړ ډول صادقه دي.

داسې کسانو سره باید څه ډول چلند او ناسته پاسته وکړو؟

د دوی د ژر غوسه کېدو لاملونه څه دي؟ ليکنه ولولئ

 

کوم کسان چې ژر غوسه او عصبي کېږي، مه يې رټئ.

 

دغه ډله خلک په شدت د مينې له کمښت سره مخ دي، نرم او حساسه روح لري.

دوی معمولاً دوه مخي نه دي او صادقه انسانان دي.

 

د دغه خلکو دننه او بهر يو دی، هر هغه څه چې بايد وي، په همغه شېبه يې ښيي.

 

دوی ستاسې تر شاه کمې خبرې کوي او په مخکې مو هر هغه څه چې بايد ويې وايي، وړاندې کوي يې!

 

دغه ډله اشخاص د خپلو شاوخوا کسانو پر وړاندې د مسؤليت منلو لوړه کچه لري، خو د شاوخوا کسانو يې چې څه ډول بايد ورتهرسېدنه کړې وای، نه يې ده کړې.

 

دا ډله کسان څومره چې عصبي او غوسه کېږي، هغومره خشن او ډاروونکي نه دي او خپله د ډار شويو ماشومانو په څېر دي، چې زړهيې خلاصه غېږه او ناز غواړي.

 

کله چې دا ډله اشخاص چيغې وهي، د دننه له مينې محروم او ټپي ماشوم يې وګورئ.

کله ناکله يې غېږ کې ونيسئ او خبرو ته يې خوږ کېږدئ.

هڅه وکړئ چې لږ يې قضاوت کړئ او ډېر يې درک کړئ.

 

هغوی چيغې وهي، ځکه چې هره ورځ يې ارامښت غوښتی خو که لامل يې هر څه ؤ؛ غږ يې هېڅکله هم نه دی اورېدل شوی.

Scroll to Top