د کابل او ننګرهار پوهنتونونو د پښتو ژبپوهنې د څلورو لسیزو استاده پوهندوی زرغونه زیور رښتین په ۱۳۲۶ ل کال کې وزېږېده. لومړنۍ او منځنۍ زده کړې یې د کابل ښار په رابعه بلخي عالي لېسه کې بشپړې کړې، په ۱۳۴۲ ل کال کې د کابل پوهتنون د ژبو او ادبیاتو پوهنځي ته بریالۍ شوه، په ۱۳۴۶ ل کال کې یې د لیسانس دوره بشپړه کړه او د پوهنتون له فارغت وروسته یې په رابعه بلخي عالي لېسې کې د پښتو ژبې د ښوونکې په توګه دنده پیل کړه. په ۱۳۵۰ ل کال کې د لوړو زده کړو په موخه روسیې ( پخوانی شوروي اتحاد) ته لاړه. په ۱۳۵۴ ل کال کې یې د مسکو په دولتي پوهتنون کې د دوکتورا دوره پای ته ورسوله او په همدې کال د کابل پوهنتون د ژبو او ادبیاتو په پوهنځي کې استادي ته ومنل شوه.
د دوکتورې زرغونې زیور د تدریس پیل او پای نه ستړې کېدونکې و، د اوونیز مهال ویش په اساس یې د دو ولایتونو په پوهنتونونو کې تدریس کول او د دواړو پوهنتونو ټولګیو ته په وخت حاضرېده. په خرابو امنیتي شرایطو کې له ولایت څخه بل ولایت تګ او تدریس هغه ټول روایتونه مات کړل چې ښځه کمزوري ده او ښځه یوازې له کوره وتلی نه شي.
استادې د کابل او ننګرهار پوهنتونونو ته د تدریس په موخه سفرونه په دولتي موټرونو کې نه کول، هغه به په شخصي لګښت په ښاري یا لیني موتړو کې تله او دا ډار هم ورسره نه و چې زرغونه یوه ښځه ده یا امنیتي وضعیت ښه نه دی، د استادي دا زړورتوب او کمال د هغې د ذهني او فزیکي پیاوړتیا او سترې حوصلې لوی ثبوت دی.
استادې زرغونې د خپلو زده کړو او تدریس په هکله په یوې مرکې کې وویل: « ما ځان هېڅکله تلقین نه کړ چې ستړې یا ناروغه یم، سره له دې چې ماشومان مې واړه وو، خو ما زده کړې پرې نه ښودې، ماشومه لور مې په وطن کې پرېښوده او زه د لوړو زده کړو له پاره مسکو ته لاړم، زه هېڅ ستړې نه شوم او ما هېڅکله تدریس پرې نه ښوده. د طالبانو او مجاهدینو په رژیمونو کې لس کاله کورناستې شوم، هغه وخت چې د ښځو پر مخ د ژوند او کار هره دروازه بنده وه زه بېکاره کېښناستم. ما په ننګرهار کې د خپلې سیمې نجونو ته ټولګي جوړ کړل او د ښوونځي نصاب مې ورته تدریسول. زه له درس ورکولو نه ستړې کېدم».
استاده زرغونه په ۱۳۹۵ ل کال کې تقاعد شوه خو هغې بیا هم له تدریس کولو په شا نه شوه، دواړو پوهنتونونو ته یې وړاندیز وکړ چې خدمتي بې معاشه حاضره یم تدریس وکړم، زه نه غواړم د کابل او ننګرهار د پوهنتونونو د ماستري ټولګي د استادانو له تشې سره مخ شي. د استادي د دې خدمت مثال به ښایي بیا موږ پیدا نه کړو چې په ۷۰ کلني کې حاضره وه خدمتي او بې معاشه تدریس وکړي، هغې ته مادیات مهم نه و، د وطن بچیانو روزل یې لویه موخه وه. استادې له ۱۳۹۵ ـ ۱۴۰۱ ل کال پورې په دواړو پوهنتونونو کې خدمتي یا بې معاشه تدریس وکړ.هغه ستړې نه وه او هیله یې وه چې دوام ورکړي. خو دا هیله یې پوره نه شوه ځکه ښځه وژونکې جاهلت بیا حاکم شو او د استادې زرغونې په ګډون د کابل پوهنتون ټولې استادانې د تدریس له خدمت څخه بې برخې او کور ناستې شوې.
د دوکتورې زرغونې رښتین علمي اثار:
استادې زرغونې په څلوېښت کلن تدریسي خدمت کې ګڼ څېړنیز او علمي اثار لیکلي دي، ګڼو مجلو او ورځپاڼو ته علمي او څېړنیزې مقالې هم لیکلې دي چې د پښتو ژبپوهنې او ادبیاتو علمي زېرمه پرې بدایه ده. نوموړې ډېری اثار په پښتو ژبيوهنه کې لیکلي. مهم اثار یې دا دي:
۱ـ پښتو نحوه.
۲ـ لغت پوهنه کابل پوهنتون ۱۳۵۷ ل.
۳ـ پښتو ګرامر لومړی ټوک کابل پوهنتون ۱۳۶۰ ل.
۴ـ لهجه پوهنه د ماسترۍ د دورې لپاره درسي لکچر نوټ ۱۳۶۹ ل.
۵ـ د دوکتورا تیزس مسکو پوهنتون ۱۳۵۰ ل.
۷ـ پښتنې شاعرانې، د لیسانس دورې مونو ګراف۱۳۴۶ ل.
۸ـ د ژبپوهنې اصلاحي قاموس، کابل پوهنتون د څېړنو مرکز ۱۳۶۸ ل.
۹ـ د پښتو ژبې فرازیالوژیکی قاموس، کابل پوهنتون ۱۳۶۸ ل.
۱۰ـ درسي کتابونه او لکچرونه.
استادې د دې اثارو تر څنګ نورې سلګونه رسالې، علمي او څېړنیزې لیکنې او مقالې د عرفان، پوهه، هېواد، زیري په مجلو او ورځپاڼو کې خپرې شوي دي. په ډېرو کورني او بهرني علمي او څېرنیزو سیمینارونو کې ګډون کړی، د یو شمېر کتابونو اهتمام، تصحیح او سمونې هم کړي دي، د سبا ستوری، پښتو، ورځ، ټولنه او ځیني نورو مجلو سره یې قلمي همکاري هم کوله او په ۱۳۸۱ کال کې د لویې جرګې انتصابي غړې هم وه.
د استادې زرغونې له تدریس څخه زما خاطره:
زه ( د لیکنې راټولوونکې) د استادې زرغونې د محصلي ویاړ لرم، د هغې د عالي تدریس، مهربان شخصیت او د سترې حوصلې شاهده یم. زما یاد دي چې استادې زرغونې یو ځل په ټولګي کې ویلې و، هره بریا په خپل مټ او لیاقت لاسته راوړئ، په واسطو او چاپلوسي پسې ځان مه ستړی کوئ. زه به خپل مثال درته راوړم، ما هره بریا خپله لاسته راوړې. زه د پوهاند رښتین لور او د کابل پوهنتون د استاد دوکتور زیور الدین زیور مېرمن وم، د پوهنتون له فارغت وروسته ما هغوی واسطه نه کړل، د ښوونځي ښوونکې شوم، څلور کاله مې د ښوونکې دنده وکړه، د پوهنتون استادي مې ارمان و او غوښتل مې د پوهنتون استاده شم، خو لومړۍ مې باید ځان ورته جوړ کړی وای. لور مې ماشومه وه، ما هغه په کور پرېښوده او زه د دوکتورا اخیستلو له پاره مسکو ته لاړم. له ډېرو ازموینو وروسته په خپلې پوهې، لیاقت او توان استادي ته ومنل شوم.
د الله ج شکر دی چې استاده زرغونه ژوندی ده. اوس هم د هېواد د علمي او اکاډمیکو مرکزونو له پاره ستره معنوي سرمایه ده، خو له بده مرغه استاده د کورناستې او له علمي ډګر څخه د لرې والي تجربه د دویم ځل له پاره کوي. په دې هیله چې استاده زرغونه یو ځل بیا د کابل او ننګرهار د پوهنتونونو ټولګي په خپل عالي تدریس او مهربان شخصیت درانه او ښایسته کړي.
د استادې زرغونې د اوږد ژوند او روغ صحت په هیله.
ماخذ:
ـ ښځه او ژوند، د ازادي راډیو خپرونه، د استاد زرغونې مرکه.
#دافغان_ښځوژوندلیکونه
#اغیزناکې_څیرې
#اتم_مارچ
#8march
د افغان ښځو انلاین ادبي بهیر مننه