په کارځای کې د ښه چلند لارښوونې / ژباړه: احمد طارق خلیلي

په هر کاري چاپېریال کې (له شرکتونو او دفترونو څخه تر رستورانتونو او پخلنځيو پورې) د نوي خلکو د ګمارلو لپاره ځانګړي شرایط شتون لري.

که تاسو نوې دنده پیل کوئ، دا مقاله تاسو ته لاندې لارښوونې وړاندې کوي چې تاسو کولی شئ په خپله نوې دنده کې بریالي شئ.

لومړۍ برخه

۱. د وخت پابند اوسئ:

د کار لومړۍ ورځ د نوي کار د پیل ترټولو مهمه برخه ده هڅه وکړئ له خپل ټاکلي وخت نه هم ۱۰/۱۵ دقیقې مخکې لاړ شئ دا خورا مهمه ده ځکه چې دا به مقابل طرف ته وښيي چې تاسو د وخت پابند یاست او تر ټولو مهمه دا چې بیا ځلي هم د چمتوالي لپاره په کافي اندازه وخت ولرئ.

په خپل کار ځای کې د خپل کاري ساعتونو څخه ډېر مه پاتې کیږئ، ممکن ستاسو اداري پرسونل دا فکر/نیتجه ترلاسه کړي چې تاسو د خپل وخت پلان او اداره کولو توان نه لرئ. په خپل وخت کار ته حاضر شئ او د خپل شفټ وروسته په وخت ولاړ شئ.

۲.د خپل مشر خبرو ته په دقت سره غوږ ونیسئ:

معمولا هېڅوک تمه نه لري چې نوی کارمند به وکوالی شي په لومړۍ ورځ د پخوانیو کارمندانو په څېر ډېر او ښه کار وکړي. ډېری کارګومارونکي پدې پوهیږي چې نوي ګمارونکی شخص نشي کولی په یوه ورځ کې هرڅه زده کړي. نو د خپلو تېروتنو په اړه اندېښنه مه کوئ او دا فکر مه کوئ که تاسو د کار په لومړۍ ورځ له ستونزو سره مخ شوئ نو په راتلونکي کې به هم همداسې اوسې د امکان تر حده په زده کړه تمرکز وکړئ او په دقت سره وګورئ/واورئ ترڅو تاسو هغه څه له لاسه ورنکړئ چې تاسو ته ویل کیږي.

هوښیار اوسه چې ورته غلطي دوه ځله تکرار نکړئ. کله چې کارمند خبرې کوي، په دقت سره یې واورئ او دا په یاد ولرئ ترڅو تاسو بیا ځلې پوښتنې ته محتاج نشئ.

۳. په پوښتنه کولو کې شرم مه کوئ:

ډېری کارکوونکي بې جرأته وي چې ستونزه رامنځته شي او یا دوی ورسره مخ کېږي دوي حتمي مرستې ته اړتیا لري نو مجبور دي چې له یو چا څخه مرسته وغواړي د نورو ( ستاسو ګمارونکي) څخه د مرستې غوښتنه کولو کې د شرم احساس مه کوئ په ځانګړې توګه ستاسې د کار په لومړۍ ورځ دا غوره ده چې پوښتنه وکړئ او په ډاډ سره سم کار وکړئ.

.۴ هڅه وکړئ د راتلونکو پېښو لپاره پلان ولرئ:

په هغه ترتیب چې دا پېښې رامنځته کېږي نو په هر کاري چاپیریال کې د کاري پېښو بهیر له یو بل سره توپیر لري که په ساده ډول ووایو د کار کولو طریقه، کاري لومړیتوبونه او په هر کاري چاپیریال کې د ترسره کولو ترتیب د بل کاري چاپیریال سره توپیر لري حتی که تاسو ډیر ماهر او باصلاحیته یاست نو اوسنی وضعیت ښه تحلیل کړئ ترڅو د د خپل کار ځای کې د راتلونکو پېښو لپاره پلان ولرئ.

په ځېنو دندو کې کاري چاپیریال توپیر لري تاسو کولای شئ چې د کار په لومړۍ ورځ شاوخوا وګرځئ او د نورو کارکوونکو/خلکو کار وګورئ. هڅه وکړئ چې هرڅه ښه وګورئ حتی که تاسو یو کارګر ګورئ چې د خځلو لویه کڅوړه یې په لاس کې ده تاسو کولی شئ له هغه سره هم مرسته وکړئ.

خو تر ټولو بهتره دا ده چې د کاري بهیر څخه لیدنه وکړئ او په خپل ذهن کې مثبت او منفي نقاط په یاد وساتئ.

۵. د خپل کار ځای پاک وساتئ:

په هر کاري چاپېریال کې یو له خورا مهم شیانو څخه پاکوالی او خوندیتوب دی پاکول روزنې ته اړتیا نلري نو حتی د کار په لومړۍ ورځ پرته له پوښتنې خپل او یا یو ځای پاک کړئ.

که تاسو په یوه دفتر کې د کارګر په توګه کار کوئ تاسو کولی شئ هلته د پاکولو مختلف کارونه ترسره کړئ د مثال په توګه د کافي فلټر بدل کړئ، پیالې او چمچونه پاک کړئ او کثافات وغورځوئ تاسو په دې انتظار مه کېنئ چې یو څوک راشي او له تاسو څخه د دې شیانو د پاکولو غوښتنه وکړي. د اړتیا په صورت کې نورې عامه ساحې هم تنظیم/منظمې کړئ.

۶. ته باید په خپله اوسې:

دا مسئله ستاسو په چلند او طریقې پورې اړه لري.

تاسو دې ته اړتیا نلرئ چې د خپلو همکارانو په څیر کار وکړئ او خپل ځان له دوي سره پرتله کړئ.

بلکې د ځان لپاره باید یو پلان/تقسیم اقات ولرئ او د همدې تقسیم اقات له مخې خپلې چارې مخته یوسئ.

د کار له شروع نېولې د کار تر ختمېدو پورې باید له نورو سره متفاوت اوسئ ضرور نه ده چې تاسو هم د نورو په څېر کارونه ترسره کړئ نو په دې سره کولای شې چې په خپل کار کې نوښت رامنځته کړئ او پېشرفت پکې وکړئ.

Scroll to Top