ممکن تاسې هم له هغې ډلې کسانو څخه ياست چې په الوتکه کې ډېرئ سفرونه کوي. که فکر کوئ چې په الوتکه کې د سفر په ټولو رازونو پوهيږي تېروتنه کوئ. دلته مو په الوتکه کې د سفر په اړه جالب ټکي راخيستي دي.
د الوتکې کوم سيټ زيات خوندي دی؟
ځينې هوايي شرکتونه خپلو مشتریانو ته د سيټونو د انتخاب چانس ورکوي خو دا کار ځينې ستونزې پیدا کوي مثلاً د ټيکټ په بیه کې توپير او یا د نا امن سيټ درلودونکي بې باوري او ډار. کله چې یوه الوتکه سقوط کوي لومړی ځای چې له ځمکې سره ټکر کوي د الوتکې کابين دی نو پدې پوهيږو چې د حادثې پروخت تر ټولو زيات خطر کابين ته نيږدې سيټونو ته رسيږي او برعکس یې د الوتکې وروستي سيټونه د حادثې پروخت دمخکېنيو سيټونو په نسبت امن دي.
له سفر سره حساسيت
د الوتکې له لوړوالي او هوا بدلون سره ځينې حساسيتونه پيدا کيږي مثلاً په غوږونو کې شور، کانګې کول، د سر درد، هيجاني کېدل او داسې نور… که پوه شوئ پورته ستونزې پېښېدونکې دي باید د استفراق یا کانګو ضد درمل وکاروئ او یا هم له سفر وړاندې چې په الوتکه کې کوم خواږه شيان لکه چاکلېټ، ژاولې یا جيلي درکول کيږي وخورئ. که مو حالت له کنټرول څخه وتلئ و، د الوتکې له خدمتګارانو څخه مرسته وغواړئ او له الوتکې د کښته کېدولو وروسته ډاکټر ته ځان وښیئ.
د الوتکې هوا څه ډول ده؟
الوتکې ته له بهر څخه په مستقيم ډول هوا نه داخليږي. کومه هوا چې تاسې یې په الوتکه کې تنفس کوئ په حقيقت کې د الوتکې د کمپرېسور څخه راوتونکې هوا ده.
د خطر نښې
د سفر پرمهال د خطر لپاره ځانګړی هارن دی (ډينګ، دینګ، ټي ټي، بيپ) په یو ځل هارن سره باید خدمتګاره د الوتکې داخلي ټليفون ته ځواب ورکړي. دوه یا درې ځلې هارن یا (ډينګ) دا مانا لري چې الوتکه له ۱۰۰۰۰ فټونو څخه لوړ پرواز کوي. په یاد ولرئ چې پنځه، شپږ ځلې او یا لدې ډېر هارن (ډينګ، ډينګ…) د خطر په مانا ده او پدې حالت کې ځينې مهمې کړنې تاسې ته توصيه کيږي.
پيلوټان خوب نه کوي؟
کېدای شي تاسې فکر وکړئ چې د الوتکې پيلوټ یوه دقيقه هم پام له پرواز څخه بلې خوا ته نه اړوي او ټول حواص یې د سيستم او رادار لپاره یو ځای شوي دي، مګر داسې نده کله کله د پرواز په دوران کې پيلوټان د الوتکې سيستم اټو موډ ته بدلوي چې په دې کار سره الوتکه په خپلـسرې توګه حرکت کوي او هدايات عملي کوي او تر څنګ یې پيلوټ یا پيلوټانو ته د خوب کولو او ارام زمينه برابريږي.
که پېلوټ حالت خراب شو موږ سقوط کوو؟
کيدای شي تاسې ته جالبه وي چې پيلوټ او مرستيال یې دوه مختلف خوراکونه کوي اما دا کار د هغوی د روغتيا لپاره زيات مهم دی ځکه ممکن یو ډول خوراک د مسموميت او یا بد اثر پر وخت هم پېلوټ ته زيان ورسوي او هم یې مرستيال ته له همدې کبله پېلوټ او مرستيال یې دوه مختلف خوراکونه کوي تر څو یوه ته یې په ستونزه پيدا کېدلو دوهم یو د الوتکې کنټرول په لاس کې واخلي.
د اکسجن ماسک تر کومه حده د ژغورلو سبب کيږي؟
هر کله چې الوتکې ته د اکسيجن داخلېدل ستونزمن شول د اکسيجن ځانګړی ماسک مو مرسته کوي او تر ۱۵ دقيقو پورې لدې لارې خپل اکسيجن اخيستلای شئ اما حواص مو مه بایلئ الوتکه کولای شي چې تر ۱۵ دقيقو ارتفاع کمه کړي او تاسې ته د اکسيجن رسېدلو سبب وګرځي.
که د الوتکې انجن کار پرېږدي؟
که د نوي ماډل الوتکې ټيکټ مو پېرلی وي، لدې مه ډارېږئ چې د انجن په غېرفعالېدو سره به الوتکه سقوط وکړي، ځکه تقريبا ټولې نوې الوتکې تر څلورو انجنونه لري چې د یوه انجن په کار پرېښودلو سره یې بل انجن فعاليږي.نو وېره مه لرئ او په ډاډه زړه د الوتکې ټيکټ وپېرئ.