دوه نفره د پله له سره تېرېدل چې سمه دستي مست سیند ته ولوېدل، خلک ټول د سیند غاړې ته راټول شول چې ګواکې وشي کولای دوی څه مرسته ورسره وکړي.
کله چې راټول شویو خلکو ولېدل اوبه ډېرې دي او دوی هم څه مرسته نشي کولای ورته یې وویل:
چې ستاسې د ژغورلو څه لاره نشته او ډېر ژر به اوبه تاسې ډوب کړي او مړه به شئ.
په پېل کې یې د خلکو خبرو ته ارزښت ورنکړ او د راوتلو هڅه یې کوله هره خوا یې لاس او پښې اچولې چې ځان له اوبو رابهر کړي،خلکو به همدا نارې وهلې چې ستاسې هڅې بې ګټي دي ،ځان مه ستړي کوئ تاسې به ژر مړه شئ، خو هغو به بیا بیا هڅه کوله او خپلې هڅې ته یې همداسې دوام ورکړ څه ځنډ وروسته دوی بریالي او له اوبو رابهر شول.
کله چې دوی له اوبو رابهر شول خلک په دې پوه شول چې سړي په غوږو کاڼه دي .اصلي کې دې دوو فکر کاوه چې راټول شوي خلک دوی هڅوي چې له اوبو رابهر شي ځکه یوازې یې د هغو حرکات لیدل او خبرې یې نه اورېدې.
کوڼ اووسئ کله چې خلک تاسې ته ستاسې د هیلو د ماتېدو خبرې کوي .
#ژباړه_شبانه_دوران