وټس اپ د چټونو خونديتوب زیاتوي، موږ دا سیستم څنګه فعالولای شوو؟

وټس اپ د چټونو خونديتوب زیاتوي، موږ دا سیستم څنګه فعالولای شوو؟

آيا تاسې د وټس اپ د چټونو Backup اخیسته؟ خو دا بیک اپ چېرته ثبت کېده او بل چا ورته لاسرسی لاره که نه؟

د وټس اپ چټونه عموماً په Cloud او Google drive کې ثبتېدل، خو ستاسې ترڅنګ ورته د دغو سیستمونو خاوندانو او کارکوونکو هملاسرسی لرلای شو.

اوس وټس اپ د همدې ضعف له منځه وړلو او په خپلو کاروونکو کې د باور د کچې لوړولو لپاره  end-to-end encryption سیستمرامنځته کوي. دا په دې معنی چې ستاسې بیک اپ چټ به یوازې تاسې لیدلای شئ او حتی د دې سیستم خاوندان او کارکونکي به همورته لاسرسی نه لري.

یعنې ستاسې چټونه که په ګوګل ډرایو یا کلاوډ کې بېک اپ یا زېرمه شوي هم وي، بل څوک به یې د لوستو او لیدلو وړتیا ونه لري او هلته بهخوندي پراته وي.

د فېسبوک رئيس مارک زوکربرګ په خپله فېسبوک پاڼه د کلاوډ لپاره د دغه سیستم د فعالېدو خبر ورکړی دی دی. ویل کېږي چې دغهسیستم به ډېر زر په ټوله نړۍ کې د انډرویډ او ای او ایس یا ایفون کارونکو لپاره فعالش ي.

وټس اپ له ۲۰۱۶ کال راهیسې په مسجونو کې دا سیستم فعال کړی و چې یوازې د مسج لېدونکي او ترلاسه کوونکي ورته لاسرسی لارهاو د دې شرکت په وینا هره ورځ ۱۰۰ میلیارده مسجونه د لېږدونکو او ترلاسه کوونکو ترمنځ په خوندي ډول تبادله کېږي.

څنګه به یې فعالوو:

دغه سیستم پیل شوی دی او ښایي د وټس آپ په نومي اپډېټ کې تاسې ته هم در ورسېږي، د فعالولو لپاره یې لومړی د وټس اپ Setting ته لاړ شئ، بیا Chats ته، بیا Chats backups او بیا End-to-End Encrypted Backups ته ورشئ. هلته به تاسې د خپل بېک اپ لپارهیو پاسورډ ورکوئ. کله مو چې په سکرین درکړل شوې لارښوونې بشپړې کړې، Done وواهئ او په تمه پاتې شئ چې دغه سیستم فعالشي. په دغه وخت کې خپل موبایل له چارجر سره وصل وساتئ.

البته یوه یادونه اړینه ده! که چېرې تاسې په راتلونکي کې خپل دغه پاسورډ ورک کړ، نو بیا پخپله هم خپل دغه بیک اپ شوي چټونه بېرته نهشئ ترلاسه کولای.

د ټکنالوجۍ په اړه نور خبرونه دلته ولولئ

Scroll to Top