په عموم کې لیدل کېږي چې د روژې په مبارکه میاشت کې د روژې له ماتولو وروسته د معدې د تیزابیت یا دروندوالي احساس کوو او کلهناکله خو دا حالت د یوې لویې ناروغۍ د پیل لامل په ګوته کوي او د زیاتې پرېشانۍ سبب کېږي . خو په دې ډول حالاتو کې د ځینو ګټورواو ازمایل شویو ترکیبونو او طریقو څخه په ګټه اخیستنه کولی شو چې د بدهضمۍ ، د زړه سوځیدنې او تیزابیت له ستونزو څخه آرامترلاسه کړي او تر ډېره روغ او ښه پاتې شو .
لاملونه : د روژې په حالت کې د انسان معده له لسو څخه تر دولسو ساعتونو پورې تشه یا خالي وي ، یعنې په دې موده انسان خوراک نهکوي نو معده هم تشه وي ؛ خو له روژه ماتي وروسته کله چې يو څه وخوړل شي له هغې وروسته د سختې سوځيدنې ، د معدې درد او ګازستونزې پيدا کېږي .
څه وکړو چې له دې ستونزو وژغورل شو : په روژه ماتې کې د پکوړۍ ، سموسې ، پراټې او نورو غوړو یا سره کړو خوراکي توکو لهخوراک څخه بايد د امکان تر حده ډډه وشي ، ځکه چې دغه خواړه د ډېر وخت لپاره په معده کې پاتې کېږي ، چې د معدې د تيزابيت ،بدهضمۍ او ګاز لامل کېږي .
د دې لپاره تر ټولو آسانه حل دا دی چې په خرما او اوبو سره روژه ماته کړئ او د تندې د رفع کولو لپاره نيم ګيلاس شربت وڅښئ او دماښام له لمانځه وروسته همغه ډول ډوډۍ وخورئ لکه څنګه یې چې په عادي ورځو کې خورئ .
حل یې څه دی؟
همدغه راز د دې ستونزې د حل لپاره یوه کاچوغه سپېغول او نیم لېمو په یو ګیلاس ګرمو اوبو کې وزبېښئ او د ماښامي یا افطار څخه یوساعت وروسته یې وڅښئ ، دا به ستاسو د هاضمې او معدې سیسټم په بشپړ ډول صحتمند وساتي .