که مو فکر کړی وي بعضې خلک دغربت دلاسه ځان وژنې ته مجبوره شي، او بعضې خلک چې د دنیا هر سهولت په خپل اختیار کې لري.
خو!
بیا هم له دې سره سره ځان وژنه کوي.
دلته پری لنډ بکوو!
بیچارګي، لوږه، تنده انسان دې ته مجبوره کوي چې ځان وژنه وکړي،
دلیل یې دادی چې هغه ددې تحمل نشې کولای چې یو چاته خپل لاس ونیسې او یو څه تري وغواړي، او نه یې خپل بچیان او کورنۍ پهداسې حالاتو پېرزو کیږي
چې هغه دې د لوږې او بیچارګۍ او تنګ لاسۍ کې ورځې او شپې په داسې حالاتو کې تیروي چې لوږه تنده او غربت دي نو همدغهحالات او خپله تنګ لاسې او مجبوري یې دې ته مجبور کړي چې خودکشې (ځان وژنه) وکړي.
بل حالت یې دلته دادي چې بعضې خلک له دی سره سره چې دنیا هر سهولت په خپل اختیار کې لري،
خو!
بیا هم خودکشي (ځان وژنه ) کوي.
لګه په څو میاشتو کې هند دفلمونو ادا کار چې خودکشي (ځان وژنه)وکړه
دلیل یې دا دې چې هغوې دژوند په خواهشاتو کې دومره ډوب شوۑ چې حتی هغوی لپاره بل هیڅ کوم کار نه وي پاتې چې ترسره یې کړي.
هغوی په خپل ژوند کې دا فکر کوي چې ایا په ژوند کې خو نور څه نشته؟
شپه او ورځ کیږي او همدا یو څو کارونه دي چې سرته یې رسوو او کوو یې خو!
دهغې دنيا فکر ورسره نه وي.
دا فکر او خیال یې دې ته مجبور کې چې ځان وژنه وکړي.
دخپل ژوند سکون یې دلاسه ورکړي.
که مو دسیوزرلینډ هیواد نوم او صفت چرته اوریدلی وي دا دنیا تر ټولو ښایسته هېواد دی چی په ژوندینه ورته دجنت خطاب شوی دی.
ترټولو زیاتې ځان وژنې په همدې هېواد کې ترسره کیږي
دلیل یې دادې چې دهغه ځای میشت دا فکر کوي چې نور څه خو په دې دنیا نشته اخر دا دنیا ده څه لپاره ده؟
که په ښایستونو شي زموږهېواد له هرچا ښایسته دی، که په هېواد شي نو هېواد مو په ټوله نړۍ کې ښکلی دی او که په نورو سهولتونو شی هم موږ ترې برخه مند یو.
یعنې هغوی دژوند سکون دلاسه ورکړي وې، په خپل ژوند او خواهشاتو نور پوره شوي دي نو مجبور شي چېځان وژنه ترسره کړي.
مګر که دوی چرته مسلمانان وي او دجنت په اړه یې فکر لرلی نو هیڅ وخت دوی ځان وژنه نه ترسره کوله خو برعکس هغوی دجنت په اړه فکر نلري چې له دې دنیا زر برابره ښکلی دی
خو که مسلمانان هر څومره بده او بدرنګه زندګي تیروي خو بیا هم ځان وژنې ته نه مجبویږي.
که مجبور شي هم ډیر په کمه اندازه غلت یې دادې چي مونږ دجنت تمه لرو او هر څه د جنت لپاره کوو.
راتلونکي لپاره دامیدونه لرو داد دنيا د هغې دنيا لپاره يو چانس بولو.