د بدني جوړښت له مخې انسان خپل چاپيريال ته په کتو ډېر بې وسه او کمزورى دى، تر څو د ژوند پر مخته بيولو کې له چاليشونو او ننګونو سره سيالي وکړي او همدې کمزوري جوړښت ته په کتو په خپله انسان سره دا پوښتنه په کې پيدا کيږي، چې څه ډول انسان توانيدلى چې تر اوسه يې د ژوند او خپل انساني بهير ژوندى او بريالى ساتلى؟ هغه کوم جوهر دى چې د نورو موجوداتو پر تله يې انسان بريمن کړى او ډېر په ماهرانه او جالب ډول يې دا مسووليت پر مخ بيولى دى؟ دا ځکه وايو چې د انساني ژوند له پيل راهيسې انسان تل هڅه کړې تر څو طبعيت او حالات په خپله ګټه را وڅرخوي او تر ډېره يا راتلونکي ته په کتو تر يو حده بريالى شوى هم دى.
اوس هم راځو د پوښتنې ځواب د پيدا کولو کولو هڅه کوو، تر چې د بحث اصلي کرښې سره مو مزل کړى وي.
که څه هم په اوسني وخت کې به تر ډېره انسانان په دې توانيدلي وي، چې دا پوښتنه په اساني سره ځواب کړي او ووايي چې :
هغه جوهر چې انسان ته يې د نورو موجوداتو پرتله برياليتوب ور په برخه کړى هغه انسان پر مختللى فکر دى.اوس چې نړۍ د بدليدو په حال کې ده. همدې بدلونونو ته په کتو انسان هم له نوو ننګونو سره مخ کيږي. ايا همدا جامد فکر زموږ د ټولو ستونزو د درد دوا کيدلى شي که نه؟ کيدلى شي ځواب ډېر ساده وي. هغه دا چې (نه). پر همدې بنسټ ويلاى شو که چيرته انسان له نوو ننګونو سره مخ کيږي، نو اړه دى چې د نوي فکر پر مټ ورته نوي تصميمونه ونيسي، د حل نوې لارې چارې ورته ولټوي تر څو چې په ټوليز او يا نسبي ډول بريا ته ځان ورسوي، ټوليز او نسبي په دې مانا چې انسان يا خو په ځينو ستونزو په بشپړ او ځينو هغو يې په نسبي ډول برلاسى شوى او لا هم د انساني فکر داسې غوښتنې دى چې د انسان فکر ورته نه رسيږي، که دا رسيدنه شونې شي نو د انسان ژوند به له نورو نوښتونو هم برخمن شي، خو دا به د انساني فکر ځواک او وخت مالوموي.
په پاى کې ويلاى شو، چې د انساني بهير د برياليتوب او پايښت يو راز هم د نوي فکر درلودل دي، موږ او په ټوله کې انسانيت اړ دى تر څو د انساني ژوند د ښه والي او سوکالي لپاره د نوي فکر پرمټ تل خپل همدا جوهر فعال کړي.