مينه!!

کتاب لوستل د غم شيبې په خوښۍ بدلوي!(مونتسکيو)

ډېری کسان غواړي چې مطالعه وکړي. خو د مطالعې سره يې علاقه بيخي له صفر سره ضرب وي. د کتاب انتخاب او لوستلو ته يې ملا ماته وي. يوه وينا ده چې وايې: “زر ميله مزل په يوه ګام سره پیلېږي” مينه کتاب هم، د هغه کسانو لپاره چې غواړي نوې له مطالعې سره ځان عادت کړي لومړی ګام دی.

مينه کتاب د پاولو کويلو اثر دی چې پښتو ژبې ته ښاغلي “حسيب الرحمن ساحل” ترجمه، او اکسوس کتاب پلورنځي چاب کړی دی.

پاولو کويلو په (۱۹۴۷) ميلادي کال کې د برازيل په ريودوژانيري ښار کې وزېږېد. پاولو کويلو مختلف کتابونه ليکلي او په نړۍ کې ډېر مينوال لري. نوموړی د خپل يو کتاب له امله چې “کيمياګر” نومیده، ډېر شهرت پيدا کړ.

پاولو کويلو يو شمېر نور کتابونه هم ليکلي دي چې د هغې له جملي يې يو هم “مينه” کتاب دی. مينه کتاب مو د ريښتينې مينې په خوند پوهوي. او د هغه چا له حاله مو خبروي چې ريښتينې مينه پېژني، ريښتيني مينه غواړي او ريښتينې مينې ته اړتيا لري.

په دې کتاب کې پاولو کويلو لنډې لنډې جملې له خپلو نورو کتابونو راټولي کړي او يو کوچنی کتاب يې ترې جوړ کړی دی.

مينه کتاب د پاولو کويلو ډېره په زړه پورې ډالۍ ده. کتاب واخلئ،ويې لولئ او د ريښتينې مينې مقام او ارزښت وپېژنئ!!

Scroll to Top