نن سبا ډېری کسان شته چې د مصنوعي ذکاوت د نوم په اورېدلو سره یې سمدستي ذهن ته روباتونه لوېږي، او داسې فکر کوي چې مصنوعي ذکاوت همغه بې احساسه روباتونه دي، چې دکارونو د اسانه او ژر تر سره کولو لپاره جوړ شوې دي او په راتلونکې کې به د انسان ځای ونیسي. د داسې فکرونو وجه په ډېر احتمال سره تخیلي او د ماډرنې نړۍ فلمونه دي. مګر واقعیت له دې سره ډېر توپیر لري.
مصنوعي ذکاوت چې په انګلیسي کې یې (Artificial Intelligence) یا په لنډ ډول AI بولي، په حقیقت کې یوه تکنالوژي ده چې د فکر کولو وړتیا لري، البته د فکر کولو وړتیا یې د هغه څخه ډېر توپير لري، چې مونږ یې د انسان د فکر په توګه پېژنو، اصلاً مصنوعي ذکاوت د انساني فکر د تقلید هڅه کوي.
شاید تاسې نن سبا مصنوعي ذکاوت هغسې نه وینئ چې تصور یې کوئ، مګر ډېری کارونه چې مونږ یې نن ورځ کوو لکه په انټرنټ کې لټون، ټولنیزې رسنۍ او نور ډېری کارونه له مصنوعي ذکاوت څخه اغېزمن شوې دي. په انستګرام، سنېپ چاټ، ټیک ټاک او نورو رسنیو کې ځانګړي کارېدونکي فلترونه ټول د مصنوعي ذکاوت په مټ کار کوي، ژباړې خدمات (Google Translator) او د speech Recognitionټول خدمات د مصنوعي ذکاوت ډولونه دي. مونږ د دې کارونو دومره عادتي شوې یو چې د دې شیانو د استعمال پر وخت هېڅ داسې فکر نه کوو چې مونږ مصنوعي ذکاوت کاروو. د دې اصلي لامل دا دی چې مونږ لا په دې نه پوهېږو چې مصنوعي ذکاوت په حقیقت کې څه شی دی او څه کارونه کوي؟ مصنوعي ذکاوت ته د اندېښنو پر ځای غوره دا ده چې په دې وپوهېږو چې له مصنوعي ذکاوت څخه څنګه مؤثره ګټه واخلو، راځئ اول مصنوعي ذکاوت (AI ) وپېژنو:
د مصنوعي ذکاوت (AI) تعریف
تر اوسه هم د مصنوعي ذکاوت لپاره داسې ځانګړی تعریف نه شته، چې ټول پوهان دې پرې بشپړ اتفاق ولري، مګر اکثراً تعریفونه په لاندې ډول ډلبندي کولی شو:
- د انسان په څېر فکر کوي.
- منطقي فکر کوي.
- د انسان غوندې کارونه/عمل کوي.
- منطقي عمل کوي.
لومړی دوه تعریفونه د تفکر او استدلال سره او وروستي دوه له عمل عمل و چلند سره سرو کار لري.
مصنوعي ذکاوت (AI ) د کمپیوټر ساینس د علم یو څانګه ده چې هدف یې د داسې ذیرکو ماشینونو جوړول دي چې د هغه کارونو په کولو قادر وي چې انساني ذکاوت ته اړتیا لري. مصنوعي ذکاوت په حقیقت کې هغه ماشینونه دي چې په داسې ډول پروګرام/ کوډ شوې وي چې کټ- مټ د انسان په څېر فکر کوي او د انساني کړنو د تقلید وړتیا لري. یعنې د داسې ماشینونو ایجاد د انسان د فکر، پرېکړې او عمل غوندې کار وکړي.
د مصنوعي ذکاوت استعمال
د مصنوعي ذوکات د استعمال ساحې دومره ډېرې دي، چې په دې لیکنه کې یې نه شو ځایولی، نن سبا د ماډرن ژوند هره برخه د مصنوعي ذکاوت څخه اغېزمنه ښکاري، د طب په برخه کې ډاکټرانو ته د مختلفو ناروغیو تشخیص د مصنوعي ذکاوت په مرسته اسانه شوی دی، همدارنګه ناروغانو ته د عاجلو طبي مرستو په چمتو کولو کې هم مهم رول لري، سمارټ فونونه او ذیرک ساعتونه د مصنوعي ذکاوت داسې الګورېتمونه کاروي د زړه د ستونزو اونورو اختلالونو د تشخیص لپاره د یو شخص حیاتي فعالیتونه څاري. د درملو د تولید سرعت او دقت هم د مصنوعي ذکاوت په مرسته ډېر اسانه شوی دی.
په اقتصادي، مالي او بانکي برخه هم د مصنوعي ذکاوت اغېز جوت دی، بانکونه د خپل حسابونو د اداره کولو او ساتلو او په بازارونو کې د سټاک د اټکل کولو او همدارنګه د معاملاتو د پروسس او پلټنې په برخه کې د مصنوعي ذکاوت څخه ګټه اخلي.
اینجیران هم د سترو پروژو د نمونو (Prototypes) د جوړولو او ارزولو په برخه کې د مصنوعي ذکاوت پر مټ خپل کارونه اسانه کوي.
فضاء پېژندونکي او ستورپوهان هم د مصنوعي ذکاوت په مرسته نن سبا د هغه حقایقو موندلو ته نږدې شوې دي چې یو وخت یې په اړه فکر کول هم ستونزمن ښکارېدل.
د مصنوعي ذکاوت مثالونه
* مصنوعي سپوږمکۍ
* سرچ اینجونه (Search Engines)
- په ذیرکو موبایلونو او کمپيوټر کې د Finger Print او Face Recognition د مصنوعي ذکاوت ډولونه دي.
- بې پیلوټه الوتکې، بې ډرایوره موټرونه او ذیرکې ترافیکي اشارې هم د مصنوعي ذکاوت ښه مثالونه دي.
- په ذیرکو ډیوایسونو د ډیجیټل اسېسټانټ (Digital Assistants ) چې Alexa او Siri یې ښه مثالونه دي.
- تولیدي روباتونه
• Google Maps
- د آنلاین سودا اخېستل، د آنلاین غذاګانو آرډر کول هم د AI غوره مثالونه دي.
او نور ډېر…
د مصنوعي ذکاوت اهداف
د مصنوعي ذکاوت اساس د انسان ذیرکتیا او د هغه د کار کولو طریقه په داسې ډول تعریفول دي چې ماشین یې په اسانۍ سره ترسره کړي او هغه دندې چې ورته سپارل کېږي په سمه بڼه ترسره کړي، د مصنوعي ذکاوت اهداف په دې ستنو ولاړ دي:
- زده کړه (Learning Process )
په دې برخه کې د ډېټا راټولېږي، او په معلوماتو د ډېټا اړولو ته ځانګړي اصول (Rules) جوړېږي. دې اصولو ته الوګورېتم هم وایي چې ذیرکو ډیوایسونو ته د یو ځانګړې دندې د ترسره کولو لپاره قدم په قدم لارښونې کوي.
- استدلال (Reasoning Process)
پهٔ دې برخه کې د پایلو د تر لاسه کولو لپاره تر ټولو غوره الګورتېم انتخاب کېږي.
- پوهه (Self Correction Process )
په دې برخه کې په منظم ډول الوګرېتمونه داسې جوړېږي چې متعبرې او د ډاډ وړ پایلې ترې لاس ته راشي.
د مصنوعي ذکاوت تاریخچه
د مصنوعي ذکاوت تاریخچه د دویمې نړیوالې جګړې کلنو ته رسېږي، هغه وخت چې آلماني ځواکونو د Enigma له ماشین څخه د خپلو پېغامونو او پټو رموزو د لېږلو لپاره کار اخېستو او انګرېز عالم (آلن تورینګ) د دې کوډونو په ماتولو برلاسی راووت. تورینګ او ډلې یې د Bombe په نوم ماشین جوړ کړ چې چې د Enigma د رمزونو د کشف کولو وړتیا یې درلوده. د داوړه ماشینونه د ماشینې زدکړې (Machine Learning) ستنې دي چې د مصنوعي ذکاوت یوه ستره برخه ده.
ور- ورو د تکنالوژۍ او مصنوعي ذکاوت په پرمختګ سره داسې هارډوېر او سمارټ خدمتونه بازار ته وړاندې شول چې د مصنوعي ذکاوت برخه یې د ستر شهرت څښتنه کړه.
د مصنوعي ذکاوت څانګې
مصنوعي ذکاوت یو پراخ، ستر او پیچلی علم دی چې مختلفې څانګې لري:
- متخصص سېسمتونه ( Expert Systems)
- روباټونه ( Robotics)
- د ماشین زده کړه (Machine Learning)
- عصبي شبکه (Neural Network)
- منطق فاری (Fuzzy Logic)
- د طبیعي ژبې پروسس (Natural Language Processing)